څنګه کولای شم ټولنيز محبوبیت پيدا کړم؟

R
Riaz Muqamzai
Author
May 20, 2021
4 years ago
3,659 views
څنګه کولای شم ټولنيز محبوبیت پيدا کړم؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

اکثره خلک په ځانګړې توګه ځوانان دې ته ډېر زیات لېواله وي، چې ټولنیز محبوبیت او شهرت ترلاسه کړي. دا بېخي طبیعي خبره ده، چې انسان غواړي پر نورو ګران اوسي او قدر یې وشي. د همدې موخې لپاره خلک له مختلفو لارو ګټه اخلي، اکثره خلک پر دې باور دي، چې د ټولنیز محبوبیت لپاره باید ښه دنده، موقف، پیسې او زور ولرو؛ خو دا ذهنیت ناسم دی. ځينې ډېرې عادي لارې ـ چارې تاسو ته ټولنیز محبوبیت درکولای شي. د لیکنې تر پایه به پر همدې تګلارې پوه شئ. 

 

مسکا مه هېروئ

مسکانه څېره پر نورو وګړو د مثبت اغېز بهترینه لاره ده. دا کړنه هېڅ مصرف نه غواړي. کله چې په خپله کورنۍ، کلي، ټولګي او یا بل هرځای کې له چا سره مخ کېږئ، پر شونډو مسکا ولرئ. دا چاره ددې سبب کېږي، چې د متقابل کس په ذهن کې خپل مثبت انځور جوړ کړئ. زموږ خوږ پیغمبر "ص" به هم تل له خلکو سره د مسکا په حالت کې مخ کېده. نو هم ثواب هم خرما! 

 

همېشه منظم او پاک اوسئ

دا سمه ده، چې د ښو کالیو او څپلو لپاره باید ډېرې پیسې ولرو. مګر پاکوالی بېخي وړیا دی. تاسو اړ نه یئ، چې په اونۍ کې نوې جوړه جامې وکړئ، بلکې په اونۍ کې حتما خپل کالي او نور توکي ومينځئ. اوبه په بشپړ ډول وړيا دي. تل خپل مخ او ټول بدن پاک ساتئ!

همدارنګه ويښته، ږيره او د بدن نورې ټولې خواوې خورا منظمې او پاکې وساتئ. دا چاره ستاسو د ښه شخصیت د نمایندګۍ بهترینه نښه ده.

 

د خیر په کارونو کې سرلاري اوسئ

د ښه شخصیت جوړولو او پر نورو د اغېز لپاره یوه بله بهترینه لاره دا ده، چې تل د خیر کارونه کوئ او په دې ډله کې سرلاري اوسئ. تاسو کولای شئ په کور، کلي، ښوونځي او يا هم پوهنتون کې یوه ډله همفکره ملګري ومومئ. ځينې داسې کارونه چې هېڅ مصرف نه غواړي، ترسره کړئ. لکه د پاکوالي کمپاین، د ونو کرل، د ونو اوبه کول او ورته نورې چارې.

دا داسې کارونه دي، چې لګښت نه غواړي، خو مهنت غواړي. مګر دا خواري هم بې پایلې نه وي. تاسو به حتما پر ټولو وګړو ګرانېږئ او احترام به درته لري. 

 

ښه او تقوا دار ملګري ومومئ

دا جوته خبره ده، چې ملګري ستاسو پر شخصيت او کړنو مستقیما اغېز لري. وايي، که څوک نه پېژنئ نو ملګري یې وګورئ. له دې خبرې موخه دا ده، چې ملګری حتما ستاسو پر کړو وړو اغېز لري.

نو که تاسو ښه ملګري ولرئ، هره ورځ به مثبت بدلون کوئ، نوې خبرې به زده کوئ او د خیر په کارونو کې به ګډون ته هڅېږئ. همدا نېک کارونه به ستاسو ټولنیز محبوبیت زیات کړي. 

 

له نورو سره خپلې تجربې شریکې کړئ

که تاسو زده کړې کړي وي، کسب مو زده وي او یا هم کومه بله برخه کې وړتیا او تجربې لرئ، له ځان سره یې مه ساتئ. هڅه وکړئ، له خپلو شاوخوا خلکو سره یې شریک کړئ. په دې توګه ټول هغه کسان چې تاسو ورته لارښوونې کوئ، خپل دوست مو ګڼي. له تاسو سره د ډاډ او سکون احساس پيدا کوي. او معلومه خبره ده، چې دا کړنه به تاسو حتما پر هغو کسانو ګران کړي، چې تاسو ورسره خپلې تجربې شريکوئ. 

 

ټولنیز نزاکتونه مراعت کړئ 

له پورتنیو ټولو خبرو سره ـ سره باید پخپل چاپیریال کې شته نزاکتونو ته پام وکړئ. که څه هم په مختلفو سیمو کې موجود نزاکتونو سره توپیر لري، مګر بیا هم ځينې عمومي نزاکتونه چې باید په افغاني ټولنه کې ورته پام وشي، په دې ډول دي.

ـ هېڅکله د چا د دروازې مخې ته مه درېږئ.

ـ په هدیره، جومات او د مشرانو په مجالسو کې مه خاندئ. 

ـ د خپلو مشرانو، ملایانو او ملکانو احترام وکړئ.

 

خبرې کمې عمل ډېر کړئ 

که په کور کلي او یا بل هرځای کې ډېرې خبرې وکړئ، نو نوم به نو کړتو وي. هڅه وکړئ، کم وغږېږئ، مګر په مقابل کې باید ډېر کار وکړئ. خپل ژوند جوړ کړئ. ښه تعلیم وکړئ او نورو ته خیر ورسوئ. 

دا هېر کړئ، چې تاسو به د خبرو له لارې خلک اغېزمنوئ، د خلکو د اغېزمنولو غوره لاره دا ده، چې هغوی ته خپل استعداد په عمل کې ثابت کړې. انګرېزان وايي، په خاموشۍ کې سخت کار وکړه. پرېږده چې بریا دې شور جوړ کړي.

Related Articles

Jan 27, 2021
1,678 views

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ویاند په اړه څومره پوهېږئ؟

لیکنه ـ ذکریا رحيمی د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ویاند (White House press secretary) د متحده ایالتونو لوړپوړی چارواکی دی او د حکومت د اجرایوي څانګې په ارتباطاتو څارنه کوي. په چاپي رسنیو او ټولو انټرنیټي چینلونو کې د جمهور ریس لخوا خبرې کوي. په دې پوسټ کس د...

Nov 21, 2020
2,945 views

تیمور لنگ؛ چهره ی هراس انگیز تاریخ

تیمور لنگ؛ چهره ی هراس انگیز تاریخ (معرفی کتاب) مصطفی عمرزی بدتر از همه، تعریف جنایتکاران تاریخ در حوزه ی گرایش های قومی ست. در اوزبیکستان، یک مجسمه ی بزرگ تیمور لنگ به چشم می خورد که بعضی بی توجه بر فجایع تاریخی او، در برابر آن مدهوش می شوند. این...

Apr 06, 2021
3,067 views

چکچکې يا د لاسونو پړکول څه حکم لري؟

د خوشالۍ د حصول په وخت کې، د بل يا د ځان د کامیابۍ په صورت کې، د سم ځواب ورکولو په وخت کې د شاګرد د تشجیع او هڅونې لپاره، د ښې وينا په اورېدو سره د لاسونو پړکول ( چکچکې کول) څه حکم لري؟ ستر فقيه، شیخ محمد بن صالح العثیمين رحمه الله وايي چې په دې کار...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,012 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,211 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,216 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...