د ځمکني لیدونکي له نظره داسې ښکاري چې د ستورو ډلې یا آسماني انځورونه د ګنبدې پر مخ پراته دي او ځمکه یې را چاپیر کړې. هغه دایره چې اصطلاحاً د آسمان استوا بلل کیږي او د ځمکې استوا شاوخوا را تاو ده، دغه ګنبده یا د کیهان کره په دوو شمالي نیم کره او سويلیزه نیم کره باندې ویشي. هغه نقطه چې د ځمکې شمالي قطب څخه مستقیماً پورته په آسمان کې پرته وي او د ځمکې د شمال ـ سوئل فرضي محور سر، هغه خوا ته پروت وي، د اسمان شمال قطب ګڼل کیږي. دغه نقطې ته لنډ قطبي ستوری پروت دی چې د واړه ییږ (دُب اصغر) آسماني انځور یو ستوری دی. که د ځمکې په شمال قطب کې ژوند وکړو، قطبي ستوری به عموداً زموږ پر سر، د آسمانسر (Ecliptic) برخه کې چې د اسمان تر ټولو لوړه نقطه ده پروت وي. د آسمان استوا، آسمان په دوو شمال او سوئل ویشلی، یعنې د ځمکې د قطبونو پر سر د آسمان قطبونه پراته دي.
که له اروپا څخه اسمان ته وګورو، قطبي ستوری د آسمانسر او افق ترمنځ لیدلی شو. ټول هغه انسانان چې په ځمکه کې اوسي له ځمکې سره یوځای څرخیږي. په دې اساس داسې پایله اخلو چې په اسمان کې ټول ستوري د هغه نقطې شاوخوا څرخیږي چې د ځمکې د محور جهت هغه خوا ته دی. یعنې ټول ستوري د آسمان د شمال قطب شاوخوا چې ترڅنګ یې نوراني قطبي ستوری پروت دي، څرخیږي. بناً دغه قطبي ستوری د مبدا یا اتکا هغه ستوری دی چې ټول آسمان یې په څلوریشت ساعتونو کې یو ځل پر شاوخوا څرخیږي. د ځمکني لیدونکي له نظره دغه ستوری بې حرکته او ثابت دی، که څه هم ټول ستوري حرکت کوي. دغه ستوری د ځمکې شمالي نیمکرې اوسیدونکو لپاره له افق څخه پورته سیمه کې چې هغه ته شمال قطب وايي د لیدو وړه دی. ځیني آسماني انځورونه لکه ستر ییږ(دُب اکبر) د قطبي ستوري شاوخوا په دومره لنډ مدار تاویږي چې هیڅکله افق خط ته نه لنډیږي یا په بل عبارت هیڅکله نه لویږي، په دې توګه په یوه صافه شپه کې یې هر وخت لیدلی شو. هغه ستوري چې قطب ته لنډ دي او تل د افق خط پاس پراته وي، د قطبچاپیر ستوری یا (Circumpolar Stars) بلل کیږي.
د قطبي ستوري د موندلو لپاره سترییږ (دُب اکبر) اسماني انځور پیدا کړی، دوه اخري ستوري یې چې د مستقیم خط په اوږدو پراته دي ترلاسه او ادامه ورکړی، د دغه خط په ادامه کې قطبي ستوری چې نسبتاً روښانه ستوری دی ترلاسه کوۍ. له دغه ستورې لاندې د ځمکې شمال قطب پروت دی. هغه ستوري چې د آسمان سوئل قطب شاوخوا څرخیږي، د شمالي نیمکرې اوسیدونکو لپاره د لیدو وړ نه دي. باید وویل شي چې د آسمان سوئلیز قطب تر اوسه د شمالي قطب د «قطب ستوري» په څېر کوم نوراني ستوری نه لري.
آیا داسې ستوري شته چې هیڅکله نه لویږي؟
Related Articles
د باختر خزانې د آثارو په اړه
له څو ورځو راهېسې په ټولیزو رسنیو کې د یادو آثارو په اړه یو لړ اندېښنې راپیدا کړای شوي دي. هرڅوک لګیا دی خپل غیر مسلکي نظرونه ورکوي ترڅو خپلې ویناوې یا پوسټونه sensational کړي چې د لوستونکو توجو راجلب کړي. یو ځای مې ولوستل چې د یادو اثارو پولي ارزښت...
نظریه های مدیریت و جایگاه آنها در فعالیت های سازمانی
ترتیب کننده: پوهیالی عبدالحمید"نیازی" نظریه های مدیریت و جایگاه آنها در فعالیت های سازمانی مقدمه از زمانه های که بشر به زندگی اجتماعی روی آورده، برای رفع نیاز...
ریښتیا هم انسانیت ستر مذهب دی؟
ریښتیا هم انسانیت ستر مذهب دی؟ یو شمیر کسان دا جمله تکراروي، (انسانیت ستر مذهب دی). پوښتنه دا ده: انسانیت څه ډول یو مذهب دی؟ د چا د خوا رامنځته سوی دی؟ کوم ابعاد لري؟ بل دا چي ددې مفکورې (انسانیت) د پلي کیدو تضمین د چا په غاړه دی؟ په لاندي کرښو کي...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...