ریښتیا هم انسانیت ستر مذهب دی؟

faridahmad mobariz
faridahmad mobariz
Author
1 min read
1,889
ریښتیا هم انسانیت ستر مذهب دی؟

ریښتیا هم انسانیت ستر مذهب دی؟

یو شمیر کسان دا جمله تکراروي، (انسانیت ستر مذهب دی). پوښتنه دا ده: انسانیت څه ډول یو مذهب دی؟ د چا د خوا رامنځته سوی دی؟ کوم ابعاد لري؟ بل دا چي ددې مفکورې (انسانیت) د پلي کیدو تضمین د چا په غاړه دی؟ په لاندي کرښو کي لنډ بحث پر کوم. ډیر ځله ځيني مفاهيم په خورا خوږو جملو کي د غرب د خوا اسلامي اُمت ته ترزيق کیږي، چي په ښکاره ښه معنا ورکوي، مګر تر شا یې ددې لارې یو زهرجن فکر اُمت ته انتقاليږي، چي یو د هغو څخه یې همدا (Humanity Is Big Religion) یعني انسانیت ستر مذهب دی. د انسانیت مذهب مفکوره په ۱۶۴۸زیږدیز کال کي د کلیسا د استبداد او ظلم په عکس العمل کي رامنځته سوه. د کلیسا څخه د ډیرو کسانو سرکښي ددې سبب سوه، چي د خلګو په مذهبي اړخ کي خلا رامنځته سي، وروسته ددې خلا د ډکولو لپاره یوه حل لاره د طبيعي دین یعني انساني مذهب په نامه را وټوکید. په داسي حال کي چي دغه انساني مذهب تر اوسه هيچا نه دی پیژندلی او اصلاً په مشخص ډول تعريف سوی هم نه دی، چي څه ډول مذهب دی؟ کوم اصول لري؟ څه ډول عمل په ویي؟ او څرنګه د ژوند چاري په تنظيم سي؟ آیا همدا انسانیت دی چي نر د نر یا ښځه د ښځي سره په عام ډول واده کوي؟ که هغه انسانیت دی، چي لوڅ بدن په بازارونو کي ګرځي؟ آیا دا انسانیت دی، چي مور پر کوچنۍ اشتباه تحقیریږي؟ او که دا انسانیت دی، چي تر اولادونو کورنۍ سپی آرزښت ورته لري؟ دغه انسانیت هیڅ واحد تعریف نه لري، چي خلګ عمل ورباندي وکړي او نه هم تر شا یو مادي یا معنوي قوه لري، چي د نه پلي کولو په صورت کي مکافات او مجازات ورکړي. ددې هر څه سره سره بیا هم د انسانیت د مذهب په نامه کوښښ کيږي چي د اسلام او کفر تر منځ عقيدوي اختلاف د منځه یوسي. په هر څه کي باید عقیده شا ته سي او انسانیت ته لومړيتوب ورکړل سي. دوی هڅه کوي چي د خلګو پر خپلو عقایدو باور او ژمنتیا کمه کړي او دغه تګلاره د یو بديل په توګه وړاندي کړي. په داسي حال کي چي پرته د اسلام څخه اصلق انسانیت شتون نه لري او که څوک واقعي انسانيت پالي باید اسلام ومني، ځکه اسلام دی چي انسانانو ته د مال، ځان او ناموس د خوندیتوب روحیه ورکوي. اسلام دی چي د مشرانو احترام، پر کشرانو شفقت او پر حیوانانو ترحم ته خلګ را بولي. اسلام دی چي خلګ دې هڅوي، تر څو خپل مال د نورو سره شریک کړي او صدقه وکړي. دا انسانيت چي څه ځان ته خوښوې، باید نورو ته يې هم خوښ کړې او څه چي ځان ته نه خوښوې، باید نورو ته يې هم خوښ نه کړې، چا را ښوولی دی؟ دا انسانیت چي د مور او پلار تر پښو لاندي ستاسو بریا ده، موږ ته چا ښوولی دی؟ چي د یتیم پر سر د شفقت لاس تیرول د کوم مذهب اصل دی؟ الله سبحانه و تعالی فرمایي: او وي دی (تل) له تاسي یوه ډله چي بولي (خلګ) په طرف د خیر او امر (حکم) کوي (خلګو ته) په معروف (نیکۍ) سره او منع کوي (خلګ) له منکر (بدی) څخه او دغه (کسان) هم دوی دي په مراد رسیدلي. (سورت العمران - آیت ۱۰۴) په دې معنا چي اسلام تر ټولو غوره تګلاره ده او مسلمانان تر ټولو غوره انسانان دي. نو ویلای سو: د «انسانیت ستر مذهب دی» مفکوره هم د نورو نیمګړو بشري مفکورو په څیر د انسانانو ستونزي نه سي حلولای. یوازي اسلام دی چي انسانیت ته په تر ټولو ستر آرزښت قایل دی او د انساني کرامت ژغورل یې د اسلامي عقیدې او نظام په رڼا کي تضمين کړي دي.

لیکوونکی: فرید احمد (مبارز)

0 Comments

Sign in to leave a comment.

No comments yet. Be the first to share your thoughts.

Related Articles

3 articles
رنسانس خیالی بقایای تیمور لنگ
Pashto
Jan 13, 2021
2,366 views

رنسانس خیالی بقایای تیمور لنگ

رنسانس خیالی بقایای تیمور لنگ مصطفی عمرزی یادآوری: هرچند قبلاً در این مورد، تذکر داده ام، اما یادآوری دوباره ی آن به این خاطر مهم است که در رابطه، تفصیل بیشتر آورده ام.  چند سال قبل، سید انوار سادات در ولسی جرگه با وقاحت تمام از داعیه ای صحبت کرد...

Written by Mustafa Omarzai Read more
د هېرمان هېسې لنډ ژوندلیک
Pashto
Apr 29, 2022
2,090 views

د هېرمان هېسې لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی کله چې د نړېوالو ادبیاتو او په ځانګړې توګه د الماني ادبیاتو مطالعه کوو؛ نو حتما به ددې پیاوړي لیکوال له نامه سره مخ کېږو. تاسو به پدې لیکنه کې د د نوموړي په اړه پوه شئ. پېژندنه د المان ددې پياوړي لیکوال او شاعر بشپړ نوم هېرما...

Written by Riaz Muqamzai Read more
په سرک کې جرۍ جوړېدنه (Ruttings)
Pashto
Dec 14, 2023
1,443 views

په سرک کې جرۍ جوړېدنه (Ruttings)

په سرک کې جرۍ جوړېدنه (Ruttings) جرۍ(ruts) د چرخ مسیر (wheel path) په امتداد د سطحې کېناستنه(depression) ده، چې د ترافیکي بارونو له سببه د فرش د طبقاتو یا په بستر کې د شکل د تغیر څخه وروسته رامنځته کیږي. د جرۍ په څنډو کې غوڅېدنه او یا د اسفالټو را پ...

Written by Faridon Delsoz Read more

Recommended For You

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
Pashto
Jun 02, 2023
44,507 views
4

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Written by Faridon Delsoz Read more
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
Pashto
Dec 17, 2020
33,167 views
11

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Written by Riaz Muqamzai Read more
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
Pashto
Nov 26, 2020
32,903 views
3

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Written by Shamshad Zaheer Read more

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article