آیا داسې ستوري شته چې هیڅکله نه لویږي؟

S
Shamshad Zaheer
Author
Jul 26, 2020
5 years ago
3,544 views
آیا داسې ستوري شته چې هیڅکله نه لویږي؟

د ځمکني لیدونکي له نظره داسې ښکاري چې د ستورو ډلې یا آسماني انځورونه د ګنبدې پر مخ پراته دي او ځمکه یې را چاپیر کړې. هغه دایره چې اصطلاحاً د آسمان استوا بلل کیږي او د ځمکې استوا شاوخوا را تاو ده، دغه ګنبده یا د کیهان کره په دوو شمالي نیم کره او سويلیزه نیم کره باندې ویشي. هغه نقطه چې د ځمکې شمالي قطب څخه مستقیماً پورته په آسمان کې پرته وي او د ځمکې د شمال ـ سوئل فرضي محور سر، هغه خوا ته پروت وي، د اسمان شمال قطب ګڼل کیږي. دغه نقطې ته لنډ قطبي ستوری پروت دی چې د واړه ییږ (دُب اصغر) آسماني انځور یو ستوری دی. که د ځمکې په شمال قطب کې ژوند وکړو، قطبي ستوری به عموداً زموږ پر سر، د آسمان‌سر (Ecliptic) برخه کې چې د اسمان تر ټولو لوړه نقطه ده پروت وي. د آسمان استوا، آسمان په دوو شمال او سوئل ویشلی، یعنې د ځمکې د قطبونو پر سر د آسمان قطبونه پراته دي.
که له اروپا څخه اسمان ته وګورو، قطبي ستوری د آسمان‌سر او افق ترمنځ لیدلی شو. ټول هغه انسانان چې په ځمکه کې اوسي له ځمکې سره یوځای څرخیږي. په دې اساس داسې پایله اخلو چې په اسمان کې ټول ستوري د هغه نقطې شاوخوا څرخیږي چې د ځمکې د محور جهت هغه خوا ته دی. یعنې ټول ستوري د آسمان د شمال قطب شاوخوا چې ترڅنګ یې نوراني قطبي ستوری پروت دي، څرخیږي. بناً دغه قطبي ستوری د مبدا یا اتکا هغه ستوری دی چې ټول آسمان یې په څلوریشت ساعتونو کې یو ځل پر شاوخوا څرخیږي. د ځمکني لیدونکي له نظره دغه ستوری بې حرکته او ثابت دی، که څه هم ټول ستوري حرکت کوي. دغه ستوری د ځمکې شمالي نیم‌کرې اوسیدونکو لپاره له افق څخه پورته سیمه کې چې هغه ته شمال قطب وايي د لیدو وړه دی. ځیني آسماني انځورونه لکه ستر ییږ(دُب اکبر) د قطبي ستوري شاوخوا په دومره لنډ مدار تاویږي چې هیڅکله افق خط ته نه لنډیږي یا په بل عبارت هیڅکله نه لویږي، په دې توګه په یوه صافه شپه کې یې هر وخت لیدلی شو. هغه ستوري چې قطب ته لنډ دي او تل د افق خط پاس پراته وي، د قطب‌چاپیر ستوری یا (Circumpolar Stars) بلل کیږي.
د قطبي ستوري د موندلو لپاره ستر‌ییږ (دُب اکبر) اسماني انځور پیدا کړی، دوه اخري ستوري یې چې د مستقیم خط په اوږدو پراته دي ترلاسه او ادامه ورکړی، د دغه خط په ادامه کې قطبي ستوری چې نسبتاً روښانه ستوری دی ترلاسه کوۍ. له دغه ستورې لاندې د ځمکې شمال قطب پروت دی. هغه ستوري چې د آسمان سوئل قطب شاوخوا څرخیږي، د شمالي نیم‌کرې اوسیدونکو لپاره د لیدو وړ نه دي. باید وویل شي چې د آسمان سوئلیز قطب تر اوسه د شمالي قطب د «قطب ستوري» په څېر کوم نوراني ستوری نه لري.

Related Articles

May 22, 2022
1,762 views

په کاري مرکه کې ستاسې پیاوړي او کمزوري ټکي

په کاري مرکه یا Job Interview کې بل جالب بحث ستاسې د قوت او کمزورۍ ټکي دي، چې کولای شي د اړونده بست په اړه دا بحث تاسې ناکام او یا هم بریا ته ورسوي. عموماً په تېرو وختونو کې دې پوښتنو دومره ارزښت نه‌درلود، خو په وروستیو وختونو کې چې د دندو له‌پاره رق...

Apr 16, 2021
2,037 views

تپه ي نارنج

تپه ي نارنج مصطفی عمرزی سیر طولانی آیین بودائی باعث شده تا در اطراف و اکناف کشور با آثار گوناگونی نیز آشنا شویم که شماری در وجود تندیس ها و شماری در وجود معابد و استوپه ها خلاصه می شوند.  با فرمانروایی کوشانی ها، افغانستان شاهد قوام بیشتر بودیسم م...

Apr 22, 2022
2,355 views

د الوبالو حیرانوونکي روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی الوبالو یو له هغو مېوو څخه ګڼل کېږي، چې په ټوله نړۍ کې ګڼ شمېر مینوال لري. دا مېوه د افغانستان په ګډون په ډېرو هېوادونو کې پيدا کېږي. خلک یې د خوند ترڅنګ د زیاتو روغتيايي ګټو لپاره هم خوري. تاسو به په دې لیکنه کې ددې مېوې پر غذا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,775 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,147 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,059 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...