په کاري مرکه کې ستاسې پیاوړي او کمزوري ټکي

R
Riaz Muqamzai
Author
May 22, 2022
3 years ago
1,747 views
په کاري مرکه کې ستاسې پیاوړي او کمزوري ټکي

په کاري مرکه یا Job Interview کې بل جالب بحث ستاسې د قوت او کمزورۍ ټکي دي، چې کولای شي د اړونده بست په اړه دا بحث تاسې ناکام او یا هم بریا ته ورسوي. عموماً په تېرو وختونو کې دې پوښتنو دومره ارزښت نه‌درلود، خو په وروستیو وختونو کې چې د دندو له‌پاره رقابتونه ډېر شوي‌دي، نو ستاسې د «قوت او کمزوري ټکي» مرکه‌کوونکي غواړي چې ستاسې له‌خپلې خولې څخه واوري، دا ځکه چې د دندو اوسنی مارکېټ داسې ده، چې ستاسې پټ مهارتونه څوک په اسانۍ نه‌شي موندلای او تاسې باید خپل استعداد پلور ته وړاندې کړئ، او د دې له‌پاره یوازینۍ لاره دا ده، چې د خپلو مهارتونو او قوت ټکیو یا Strenghts په اړه ډېر ښه او په فصاحت وغږېږئ، په مقابل کې خپل د کمزورۍ ټکې Weakness په‌داسې مهارت وړاندې کړئ، چې درته زیان ونه‌رسوي.   

لومړی باید په‌دې پوه شو، چې کومه اداره کې تاسې ازموینه ورکوئ، په عمومي ډول هغه اداره د گمارل‌کېدونکي کارمند کوم د قوت ټکي غواړي او کوم د کمزورۍ ټکي ورته مهم دي؟ په اوسني دور کې چې د دندې گټلو له‌پاره رقابت ډېر لوړ تللی دی، ادارې عموماً داسې وگړي گماري چې د قوت ټکي يې: 

الف، تحلیلي مهارتونه Analytical Skills یانې تاسې د هرې ستونزې ريښه ښه درک کولای شئ، د ستونزې یا دفتري کار اړوند ښه همغږي کولای شئ، د یوې موضوع ژورو ته تللای شئ، بې‌پروا نه‌یاست او نور... 

ب، کاري ټیمونو کې فعال اوسېدل یا د ټیم مشري کول یانې ښه Team-player یاست؛ ډېری دفتري کارونه د یو کارکوونکي اړوند نه‌وي، او د کار د ترسره کولو له‌پاره ټیمونه جوړېږي، نو موږ باید په ټیم کې ښه رول ولوبوو، دا رول زموږ دندې او نقش پورې اړوند وي.   

ج، د اغېزمنې مفاهمې درلودل یانې Good Communication Skills یانې ستاسې خبرې روغې دي، فصیح یاست، درواغ نه وایاست، ښه غوږ اېښودونکي یاست، د غوږ اېښودو پر مهال هو/نه ښه په مهارت کوئ، پر وخت هر څه ته ځواب وایاست، بې‌پروا نه‌یاست، د لیکلو یا وینا ښه مهارت لرئ، ښه شبکه‌جوړونکي یاست او نور... 

د، د مشرۍ Leadership ښه مهارت لرئ؛ مشري تل په‌دې مانا نه‌وي، چې تاسې پسې دې یو لښکر پيروان وي او تاسې به د زنده‌باد او مُرده‌باد نارې وهئ، تاسې که سړه سینه لرئ، خو پوه یاست؛ تاسې که ښه اورېدونکی یاست او د نورو ستونزې حلوئ، یا هم ستاسې شخصیت دومره لوړ دی، چې نور تاسې ته په کتو له‌تاسې د کار کولو انرژي اخلي، هڅول کېږي او اداري اهداف په ښه توگه لاس‌ته راوړي، نو تاسې د رهبرۍ بهترین مهارتونه لرئ! 

دوییم باید په‌دې پوه شو، چې مرکه‌کوونکي د کمزورۍ کومو ټکیو پسې گرځي، چې نه‌غواړي له کاندید يې واوري، او که چېرې د اړونده دندې له‌پاره کاندید یا نوماند کې هغه وي، نو ښايي چې ونه‌گمارل شي. دلته دوه خبرې ډېر مهمې دي، چې: 

اول، د سختو مهارتونو یا Hard Skills خبره ده، چې کوم بست ته تاسې ازموینه ورکوئ، نو د هغې بست په شرایطو او مسوولیتونو Job Description کې لیکل شوي‌دی، نو کوښښ وکړئ، چې هغه خبرې ستاسې د کمزورۍ ټکي ونه‌اوسي، مثلاً هلته لیکل شوي‌دي، چې ته باید په کوېک‌بووک پوه اوسي، خو ته وايي، چې والله زما په محاسبه کې ډېر ضعیفه یم؛ یا هلته لیکل شوي‌دي، چې ته به په انگلیسي ژبه راپورونه لیکې، خو ته وايي، چې زه په انگلیسي کې لږ ضعیفه یم.   

دوییم، نرم مهارتونه یا Soft Skills دي، چې که چېرې تاسې په‌کې ځان کمزوری وپېژنئ، نو ښايي چې دومره ډېر اغېز ونه‌لري، له نرم مهارتونو څخه هدف مثلاً په عامه غونډو کې د وینا مهارت، تلوېزیوني مرکو کې تر اغېز لاندې تلل او نور... 

ستاسې د قوت ټکي:  یو ټکي ته مو باید پام وي، چې په‌دې باید تاسې پوه اوسئ، چې ستاسې د قوت او کمزوري ټکي باید ستاسې د دندې پورې اړه ولري، زه درته یو بېلگه وایم، ما سره د ارتباطاتو په برخه کې یو کارمند وو، خو چې کله به مې ورته وویل، چې ولې دې تل وتس آپ بند وی، یا زر ځواب نه‌وایم، نو وبه یې خندل، چې نایبزی صیب زه لږ اړیکوپاللو کې ضعیفه یم؛ جالبه نه‌ده، چې یو انسان دې لس کاله د اړیکو د کارمند پر بست کار وکړي، خو په اړیکو پاللو کې دې کمزوری اوسي. دلته د بېلگې په ډول ځینې د قوت هغه ټکې یادوو، هر کله که ستاسې څخه ستاسو د قوت ټکیو په اړه وپوښتل شول، نو ویلای شئ (د بېلگې په‌توگه): زه د «رهبرۍ» ښه مهارت لرم، کله مې چې د ارتباطاتو د امر په توگه کار کولو، نو ماته د یو دفترې کار له‌پاره دوه کاري ټیمونه ډېر ښه مدیریت کړل او هغه پایله چې ادارې له ما تمه لرله، ډېره ژر او په موثر ډول مې لاس‌ته راوړه. یا، کله چې زه د ارتباطاتو امر وم، نو ما باید خپلو ځینو کارمندانو ته د روزنیر ورکشاپونه دایر کړی‌وي، زما د «اړیکو مهارت» له‌ماسره مرسته وکړئ، چې کارمندان مشخص کړم، اړتیاوې یې تشخیص کړم او په‌دې برخه کې ورته روزنیز ورکشاپ دایر کړم. یا ویلای شئ، چې زه د «لیکلو» ډېر ښه مهارت لرم، زما په تېرو دندو کې له ما دا تمه نه‌کېده چې زه دې هلته یو ښه راپورلیکوونکی اوسم، خو زما دې مهارت له‌ماسره تل مرسته کړې‌ده، چې زه دې د ادارې د ټاپ منېجمنټ د پام وړ وگرځم او په‌دې برخه کې هم څه نا څه له ادارې سره مرسته وکړم. 

په لنډ ډول، ستاسې د قوت ټکیو کې: د مفاهمي مهارت، خلکو سره د شبکو جوړولو، د لیکو مهارت، تحلیلي مهارتونه، مشرۍ مهارتونه، ښه زغم، د ابتکار مهارت، د ټکنالوژۍ مهارتونه او نور راځي.   

ستاسې د کمزورۍ ټکي:  دلته مو یو ټکې ته پام وي، چې هر کله که تاسې ستاسې د کمزورۍ ټکیو په اړه پوښتل کېږئ، نو هغه کمزوري مو مه وایاست، چې په‌دې دنده کې ستاسې په زیان تمامېږي، بلکې هغه کمزروي مو ووایاست، چې ډېر دې دندې پورې اړه نه‌لري، یا کمزوري مو داسې ووایاست، چې ادارې ته د قوت ټکې په‌توگه ښکاره شي، مثلا ته وايې، چې زما لویه کمزوري دا ده، چې ماته کله دنده راوسپارل شي او وخت يې راوښودل شي، چې په‌دې وخت یې باید تمامه کړې، نو زه بیا تر هغې زښت ناراحت یم، چې تر څو مې یاد کار په سم ډول پای‌ته نه‌وي رسولای، دا ښایي تاته د کمزوری ټکی اوسي، خو پینل ته ستا د قوت ټکي په‌توگه څرگندېږي، دلته یو څو عمومي د کمزوری ټکي یادوو، چې تاسې کولای شئ، ځان پرې خلاص کړئ:   

مثلاً وايي، چې زه په سترو غونډو کې نه‌شم کولای چې وینا وکړم، یانې دا جراات نه‌کوم چې یو ښه برخه‌اخیستونکی اوسم، او تل په غټو مجلسونو کې چپ پاتې کېږم یانې زه د یو ډول شرم احساس کوم، او دا زما ستره کمزوري ده. یا وايي، چې زه د سافټ‌ویرونو د زده‌کړو برخه کې کمزوری یم، کالونه کېږي، چې غواړم جاواسکرېپټ زده کړم یا غواړم چې ډېټابېس زده کړم، که څه هم زما دندې پورې اړه نه‌لري، او یو اضافه شوق مې دی، خو نه یې شم زده‌کولای. یا وايي، چې زه ډېر کنجکاو یم، تر څو چې مې پر یوې موضوع سم ځان نه‌وي پوه کړی، نو تل په‌کې ډېرې پوښتنې کوم، تر څو د موضوع عُمق ته ځان ورسووم.

عبدالوافي نایبزی

Related Articles

Mar 30, 2021
4,904 views

د اسلام مبارک دين له نظره د اوبو ساتنه

اوبه د چاپیریال یو اړين عنصر دی چې د ژوندیو موجوداتو د ژوند لپاره خورا ډیر اهمیت لري. یعنې د ټولو ژوندیو موجوداتو ژوند اوبو پورې تړلى دی. د سمندرونو تروشو اوبو (97%) او طبيعي يخچالونو (2%) سربيره خوږې اوبه چې د انسانانو د استفادې وړ ګرځې ډيرې کمې يعن...

Apr 11, 2023
1,967 views

مبارزه د خفګان سره

🟥 مبارزه د خفګان سره ! 1 - هېڅکله په کور کې له څو ساعتونو زیات یوازې مه اوسئ . 2 - کله چې مهمې پرېکړې کوئ ، له هغه چا سره مشوره وکړئ چې په دې برخه کې تخصص/ تجربه ولري . 3 - خپل سهار ښه وخورئ ، د بېلګې په توګه له بستره وختې پورته شي او وختې ویده ش...

Jan 02, 2022
2,595 views

ته بریالی/بریالۍ کېږې، خو که ...

لیکنه ـ ریاض مقامزی   وايي له حکیم څخه یو کس وپوښتل، چې ته هر وخت وايي: "هرڅوک ښه انسان کېدای شي"؛ مګر ما دلته هېڅوک و نه لیدل چې ښه انسان وي. حکیم ورته وویل، لاړ شه او د کلي له ټولو خلکو بېل ـ بېل وپوښته، چې ستره هیله یې څه ده. د هغوی اروزګانې په...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,314 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,047 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,742 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...