اصهاب کهف څوک وو؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 03, 2021
4 years ago
5,957 views
اصهاب کهف څوک وو؟

د اصحاب کهف (د سمڅې یا غار)  د یارانو په اړوند به مو ډیر څه لوستلي وي. په قرآن شریف کې ددوی په اړوند یوه سوره شته چې( سورةالکهف ) یې بولي . همداراز ددوی په اړوند ډیرې لیکنې، ویډیو ګانې او فلمونه هم جوړ شوي دي. په مسیحي دیني منابعو کې هم ددوی یادونه شوې ده.

اصحاب عربي ویی(لغت)  دی، چې ملګرو او هم صحبتانو ته وایي او کهف هم سمڅې یا غار ته ویل کیږي. په انګریزي ژبه او انجیل کې اصحاب کهفوته (Seven Sleepers) او یا (Companions of the Cave) هم ویل کیږي.

اصحاب کهف په حقیقت کې هغه مو منان ول چې د لوی خدای په وحدانیت یې عقیده درلودله او د خپلې زمانې د واکمنانو او ظالمانو په وجه یې چې ددوی د عقیدې نه یې کرکه درلودله د هغو له ویرې یې یوې سمڅې یا غار ته دخپل سپي سره یوځای پناه یووړه  او دځینو روایتونو  په بنسټ هلته ۳۰۹ کلونه ویده شول . 

په قرآن شریف کې دالکهف په سوره کې داصحاب کهفو په اړوند دالاندیني ایتونه لولو:

اَم حَسِبتَ اَنَّ اَصحـبَ الكَهفِ والرَّقيمِ كانوا مِن ءايـتِنا عَجَبـا»(کهف ۹ آیت ) 

او ( تَرَى الشَّمسَ اِذا طَـلَعَت تَزوَرُ عَن كَهفِهِم ذاتَ اليَمينِ واِذا غَرَبَت تَقرِضُهُم ذاتَ الشِّمالِ) (الکهف ۱۷ آیت ) 

رقيم د مرقوم او لیکل شوي په معنا دی. اصحاب كهف ته اصحاب رقيم هم وایي ځكه ددوی حالات په یوه اوسپنیز فلزکې لیکل شوي واودنوموړي غارپه دروازه ټومبل شوي وو. که  څه هم په قران شریف کې داصحاب کهف د نومونو ذکر او یادونه نشته خو هغوی د خدای نیک بندګان ګڼل شوي دي.

په ځینو تاریخي منابعو او سرچینو کې ددوی نومونه دادي: 

مكسيميليانوس

أكساكوستوديانوس

يامبليكيوس

مرتينيانوس

ديونيسيوس

أنطونينوس

قسطنطينوس, (أبو يوحنا)..

په ځینو نورومنابعوکې ددوی نومونه په دې ډول راغلي دي : 

1 – مکسلمینا 2 – یملیخا 3 – مرطولس 4 – ثبیونس 5 – دردونس 6 – کفاشیطیطوس 7-منطنوا سیس 

په مسیحي منابعوکې هم دداصحاب کهف نومونه په لاندنیوبڼو راغلي دي : 

Maximian, Malchus, Marcian, John, Denis, Serapion, 

او په دې بڼّه  هم : 

Maximilian, Jamblichus, Martin, John, Dionysius, Antonius, and Constantine.

ویل کیږي چې ددوی دسپي نوم قطمیر و. 

دا دعیسي علیه السلام تر زیږیدو ۲۵۰ کلونه وروسته د۲۴۹ نه ۲۵۱ میلادي کلونو ترمنځ پېیښه ده.دوی دروم د پاچا دقیانوس د ظلم په وجه هغه سمڅې ته پناه وړې وه او کله چې د ۳۰۹ کلن خوبه راویښ شول نو سخت وږي شوي وو او ددوی سره یوڅو سکې وې اوخپل ملګري یې بازار ته ولیږل چې پر دغو سکو څه خواړه رانیسي چې ویې خوري خوددوی دغه سکې ځکه  کوټه او ناچلې شوې وي چې ډیره زمانه پرې تیره شوې وه او چا ورته ددې سکو په بدل کې سودا ورنکړه او دوی مجبوره شول چې بېرته هماغې  سمڅې ته لاړشي او بیاویده شي او بیاوروسته ددوی پته ونه لګیدله .

داصحاب کهف  دسمڅې او غار د مو قعیت په اړوند بیلابیلې نظریې شته ځینې وايي دغه سمڅه په سوریې ، اردن ، سعودي عرب ،اودنړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې مو قعیت لري  ، خو ډیر تاریخ لیکونکي په دې اند دي  چې دا سمڅه دترکییې په جنوب لویدیز داناتولي دافسس یا ایفوسیس په لرغوني ښار کې ده او دعیسی مسیح علیه السلام  تر زیږیدو دمخه دغه ښار  یومشهورښار و چې وروسته بیاخلکو داصحاب کهف سمڅې ته نږدې  یوجومات هم  جوړ کړ چې اوس یې هم نخښې نښانې شته او هرکال په زرګونو سیلانیان له دغې سمڅې نه لیدنه کوي.

 

لطیف یاد

Related Articles

Jan 08, 2022
2,062 views

د ګاز نیونې پر مهال د ناروغ د ژغورلو لپاره باید څه وکړو؟

لیکنه: شکېبا نادري د ګاز نیونې پر مهال د ناروغ د ژغورلو لپارهط باید څه وکړو؟   په اوسني موسم یعنې ژمي کې خلک د خپلو کورونو د تودولو لپاره له بېلابېلو موادو، لکه ذغال، لرګي، ګاز او داسې نورو څخه ګټه اخلي، خو که له دغو موادو څخه د ګټې اخیستنې پر وخت...

Dec 10, 2022
1,303 views

ریښتیا هم انسانیت ستر مذهب دی؟

ریښتیا هم انسانیت ستر مذهب دی؟ یو شمیر کسان دا جمله تکراروي، (انسانیت ستر مذهب دی). پوښتنه دا ده: انسانیت څه ډول یو مذهب دی؟ د چا د خوا رامنځته سوی دی؟ کوم ابعاد لري؟ بل دا چي ددې مفکورې (انسانیت) د پلي کیدو تضمین د چا په غاړه دی؟ په لاندي کرښو کي...

Nov 17, 2021
2,047 views

د سوځیدو درملنې لپاره اسانه کورنۍ نسخې

د بدن سوځیدل یو له سختو دردونو څخه ګڼل کیږي چې جدي او چټکې درملنې ته اړتیا لري، خو کله چې سوځېدل له خطره خالي او په ښکته درجه کې وي نو په لاندې کورنۍ لارو یې درملنه کولای شئ.شاتشات بې شمېره روغتیایي ګټې لري خو د سوځېدو په مخنیوي کې هم د مرهم په ډول غ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,687 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,130 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,996 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...