کوم کتاب ولولو او څنګه یې ولولو؟

imranghani
imranghani
Author
1 min read
4,320
کوم کتاب ولولو او څنګه یې ولولو؟

کوم کتاب ولولو او څنګه یې ولولو؟ »»»»»»»»»»»»»»»»»»»» داسې ډېر کتابونه مې لوستلي چې اوس پرې پښېمانه یم. هر کتاب په لوستلو نه ارزي. دلته د کتاب د ورځې په بهانه له دوستانو سره خپله تجربه شریکوم. ممکن د کتاب په انتخاب او لوستلو کې ورسره مرسته وکړي. ۱ – انټرنېټ، سوشیل مېډیا، ټلوېزیون او په ټوله کې کاري بوختیا ددې سبب شوې چې کتاب لوستنه محدوده شي. د هر کتاب د لوستلو پر ځای هڅه وکړئ چې د خپل مسلک اړوند یا هغې موضوع په اړه چې تاسې ورسره علاقه لرئ او په علم کې مو زیاتوالی راولي، کتاب وټاکئ. ددې پر ځای چې د هر څه په اړه لږ لږ معلومات ولرئ، د یو څه په اړه ډېر معلومات پیدا کړئ. دا به مو په خپله برخه کې مسلکیتوب ته لار هواره کړي. ۲- یا په خپل ذهن کې کتابونه په دوو ډولونو وویشئ. یو هغه کتابونه چې د مسلکي پرمختګ په موخه مجبور یاست چې ویې لولئ او دویم هغه چې د ذوق او خوند لپاره یې لولئ. تل اول ډول ته لومړیتوب ورکړئ. ۳ – فکر وکړئ چې په کتابپلورنځي کې یاست. وړاندې له دې چې کتاب اخلئ دې ټکو ته جدي پاملرنه وکړئ. د کتاب نوم، لیکوال، چاپ کال، او چاپځای یې وګورئ. وروسته یې عنوانونه وګورئ او د کتاب له نوم سره یې پرتله کړئ. که لیکوال مو پېژندلو ښه خبره ده خو که نه مو پېژندلو نو یو ځل یې بیوګرافۍ ته سر ور ښکاره کړئ. د لیکوال مسلک د کتاب له محتوا سره پرتله کړئ. که په خپل مسلک کې یې لیکلی و، ښه خبره ده خو که مثلاً انجینیر وي او د اقتصاد په اړه یې کتاب لیکلی وي، مه یې اخلئ. لږ نور زحمت هم وباسئ او په ولاړه د کتاب مقدمه ولولئ. دا به درسره مرسته وکړي چې په لوستلو یا پېرودلو ارزي‌کنه؟ ۴ – تر څو مو چې د یو کتاب لوستل پای ته نه وي رسولي، بل مه پیلوئ. پر یو وخت د څو کتابونو پیلول له یوې خوا مو تمرکز له منځه وړي او له بلې خوا مو زړه وهي. یو هم پای ته نشئ رسولای. که بیا هم دا کار کوئ نو لږ تر لږه دوه کتابونه په یو مکان کې مه لولئ. مثلاً یو په کور کې پیل کړئ، بل په دفتر کې. ۵ – حتماً له ځانه سره قلم ولرئ. د کتاب په حاشیه کې کوچني یادښتونه واخلئ. یا له هغو جملو یا پراګرافونو څخه چې تاسې ته مهم دي، خط کش کړئ یا حلقه تاوه کړئ. دا مو عادت وګرځوئ. دا به مو د کتاب موضوعات په ذهن کې تلپاتې کړي. ۶ – له درسي کتابونو پرته د نورو کتابونو د لوستلو لپاره مشخص وخت مه ټاکئ. که چېرې کتاب لوستنې ته د دندې په سترګه وګورئ، زړه مو ترې تورېږي. مثلاً مبایل او ټېلوېزیون له وخته سپما وکړئ او هماغه وخت کتاب ولولئ. له خوب وړاندې په بستره کې کتاب مه لولئ. ځکه دا به لکه د خوب ګولۍ داسې تاثیر وکړي. د کتاب لوستلو ښه وخت سهار لمانځه مهال دی.

0 Comments

Sign in to leave a comment.

No comments yet. Be the first to share your thoughts.

Related Articles

3 articles
د قدر شپه کله ده؟
Pashto
Apr 10, 2023
4,349 views

د قدر شپه کله ده؟

ددې شپې د فضیلت په اړه به نه ږغېږم، ځکه د فضیلت په اړه ئې د قرآن همدا یو آیت کفایت کوي: "د قدر شپه له زرو میاشتو څخه ډېره غوره ده"زه به پر دې بحث وکړم، چي کله ده او کوم اعمال باید وکړو. د قدر شپه #کله ده؟دا شپه الله جل شانه د روژي په اخيرو لسو شپو ک...

د مرکې ډولونه
Pashto
Aug 18, 2021
4,098 views

د مرکې ډولونه

د مرکې لپاره باید لاندې اړین ټکي په نظر کې ونيسو، چې مرکه مو سمه او کامله واوسي. ۱: مرکه د څه لپاره؟ یعنې د مرکې موخه څه شی ده، نو ددې لپاره له ځان څخه هغه شپـږ اساسي پوښتنې کوو، کومې چې مونږ مخکې درسونو کې لوستې دي لکه؛ څه شی؟ ولې؟ څنګه؟ کله؟ چېرته...

هېڅکله د خوب پر مهال خپل موبایل له ځان سره مه ږدﺉ.
Pashto
Sep 20, 2021
5,646 views

هېڅکله د خوب پر مهال خپل موبایل له ځان سره مه ږدﺉ.

لېکنه: شکېبا نادري، هېڅکله د خوب پر مهال خپل موبایل له ځان سره مه ږدئ.  زموږ ژوند او بدن د اللهﷻ لخوا هغه راکړل شوې ډالۍ ده چې تل باید ترې ساتنه وکړو. زموږ د بدن هر غړی د یوې ځانکړې کړنې لپاره جوړ شوی، الله یې راته د ښې ساتنه امر کړی، له همدې امله ځ...

Recommended For You

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
Pashto
Jun 02, 2023
41,263 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
Pashto
Dec 17, 2020
32,356 views
3

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
Pashto
Nov 26, 2020
32,309 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article