د خټکي روغتيايي ګټې او زیانونه

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 09, 2021
4 years ago
6,620 views
د خټکي روغتيايي ګټې او زیانونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی 

 

خټکی یو له هغو خوندورو مېوو څخه دی، چې نړۍ کې ګڼ شمېر مینوال لري. ددې مېوې رنګ د ژېړ او نارنجي په شاوخوا کې وي، چې بېلابېل ډولونه لري. په فارسي کې خربوزه او انګلېسي کې ورته "Melon" وايي. باید ووایم، په افغانستان کې هم دا مېوه کرل کېږي، چې تر ټولو مشهور یې د کندز خټکي دي. 

تاسو به په دې لیکنه کې د همدې مېوې پر ګټو او زیانونو پوه شئ. 

 

د سل ګرامه خټکو غذايي ارزښت 

ـ یو ګرام فیبر

ـ دولس ميلي ګرامه کلسیم

ـ اوولس ملي ګرامه فاسفر

ـ اته ويشت ملي ګرامه پوتاشیم

ـ ويټامين ای (A)

ـ یو دېرش کالوري انرژي 

ـ اووه دېرش ملي ګرامه ويټامين سي

 

د خټکي روغتيايي ګټې 

  • دا چې خټکی ويټامين ای (A) لري، نو ځکه د بدن د سلولو په ترميم او نوي والي کې مرسته کوي.
  • خټکي ادرار راوستکونکی خاصیت لري، له همدې کبله د ګردو او مثانې د خيرو او تيږو په لرې کولو کې ګټور ثابتېږي. باید ووایم ددې ناروغۍ لرونکي دې د مالګې په استعمال کې هم احتیاط وکړي. 
  • خټکی د نورو ويټامينونو ترڅنګ سي او ډي ويټامينونه هم لري، چې د سلولونو لپاره ګټور دي.
  • د استسقا (دایمي تندې) ناروغۍ درملنې په برخه کې هم ګټور ثابتېږي.
  • د کم خونۍ لپاره هم ګټور دي. 
  • که څوک قبضیت لري، کولای شي ددې مېوې په مرسته یې درملنه وکړي. 
  • د خوړو په هضم کې مرسته کوي، په دې توګه د معدې مرستندوی دی.
  • د خربُزې خواږه په وینه کې د ژر جذبېدونکو خوږو څخه دي. په دې توګه د ستړيا په لمنځه وړلو کې مفید دي.
  • د ماغزو سلولونه پیاوړي کوي.
  • د عفوني ناروغيو په مخنيوي کې ګټور رول لوبوي.
  • د بدن عضلات پیاوړي کوي، هډوکو ته قوت ورکوي او د ودې سبب کېږي.
  • د کولمو په پاکوالي کې ګټور ثابتېږي. 
  • اعصابو ته آرامتیا وربخښي.
  • د خربوزې زړې په جنسي میل کې زیاتوالی راولي.
  • خټکي د پوټکي په صفايۍ کې هم ګټور رول لري.
  •  

د خټکيو زیانونه

  • له شهدو سره يو ځای د خټکي خوړل ستاسو روغتيا ته ډېر زیان رسوي.
  • خام خربزه خوړل مو په بدن کې د وېرې احساس پياوړی کوي.
  • له خوړو وړاندې د خټکي خوړل کولای شي، تاسو په نس ناستي اخته کړي.
  • هغوی چې د زیات وزن لرونکي دي باید د خټکي په خوړلو کې احتیاط وکړي، ځکه خټکی ډېر خواږه لري او د وزن د ډېرښت سبب کېږي.

Related Articles

Jun 30, 2022
1,531 views

د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات او تازه جنجالونه

د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات او تازه جنجالون  لیکنه: امین ستانکزید مشهور ځمک پېژندونکي، سکاټ مونتګو مري په خبره که چیرته په افغانستان کې امنیت او سوله راشي نو تر لسو کلونو پورې اړتیا ده، چې د افغانستان کانونه د هېواد د عوایدو اساسي سرچینې  شي او ک...

Feb 19, 2022
2,463 views

د عایشه دراني ژوند لیک

لیکنه: شکېبا نادري د عایشه دراني ژوند لیک افغانستان هغه هېواد دی چې په خپله غېږه کې یې ډېر پیاوړي او خوږ ژبي نارینه او ښځینه استعدادونو روزلي او پاللي دي، لکه عایشه دراني چې شعرونه یې د پاچاهانو او درباریانو د خوښې او هڅونې وړ و.  موږ غواړو  په نن...

Jun 15, 2021
6,703 views

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي؟!

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي؟! لیکوال: اکرام الله عادل د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولې چارې او فعالیتونه د همدغې ناحیې څخه کنټرولېږي. لاندې ځینې مهم ټکي دي، چي په پام کې نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کې مرسته کوي. - د سها...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,850 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,165 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,109 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...