د عایشه دراني ژوند لیک
1,395
imranghani
2022-02-19 20:03:45
لیکنه: شکېبا نادري
د عایشه دراني ژوند لیک
افغانستان هغه هېواد دی چې په خپله غېږه کې یې ډېر پیاوړي او خوږ ژبي نارینه او ښځینه استعدادونو روزلي او پاللي دي، لکه عایشه دراني چې شعرونه یې د پاچاهانو او درباریانو د خوښې او هڅونې وړ و.
موږ غواړو په نننۍ لیکنه کې تاسو ته د عایشه دراني په اړه معلومات درکړو، که تاسو هم غواړئ د دغې نوم وتې شاعرې په اړه معلومات تر لاسه کړئ زموږ لیکنه تر پایله ولولئ!
زېږېدنه او کورنۍ
عایشه دراني د پارسی ژبې یوه خوږ ژبې او پیاوړې شاعره وه، عایشه په ۱۱ هجري لمریز کال په کابل کې زېږېدلې ده، د تېمور شاه او هغه د زامنو د واکمنۍ پر مهال یې ژوند کړی دی، عایشه د یعقوب علي خان توبچي باشي لور وه پلار یې دې دراني ټبر مشر و.
یوه ورځ کله چې تېمور شاه له جګړې څخه راغی او د عایشه دراني له خولې څخه یې د کابل د ستاینې په اړه یو شعر واورېد، تېمور شاه د دغې شعر په اورېدولو سره عایشه ډېره وهڅوله.
په ۱۲۶۱کال کې سرکاري دولتي چاپ خونې د امیر عبدالرحمن خان په امر د عایشه دراني دیوان چې ۳۰۰۰ شعرونه، لکه قصیدې، غزلونه، مثنوي، مخمس، ترجيعبند، رباعي، دوه بيتي او قطعو څخه جوړ شوی و چاپ کړ. وروسته یو بل کس د محمد ابراهیم شریعتي افغانستاني په نوم د نوموړې دیوان چې ۳۸۶ پاڼې و او ۳۰۰۰ شعرونه یې درلودل د ۱۳۸۶کال د لړم میاشتې په دېرشمه نېټه په تهران کې چاپ کړ.
د عایشه دراني د ژوند پړاوونه
د علم او هنر مینوالو د دغې پیاوړې شاعرې ژوند په دریو پړاوونو وېشلی دی.
۱. لومړی پړاو:
د غزل ویلو پړاو چې د عایشه دراني د ځوانۍ او د تېمور شاه د واکمنۍ مهال و.
۲. دویم پړاو:
د تصوفي او عرفاني شعرونو پړاو، دا وخت د تېمور شاه د زامنو د کورنيو جنګونو او په افغانستان باندې د انګرېزانو د یرغل سره برابر مهال و.
۳. درېیم پړوا:
د مرثیو پړاو دی، چې په افغانستان کې د دراني ټبر له ماتې څخه وروسته ویل شوې مرثیې دي.
د عایشه دراني غزلې او شعرونه د دې د ستونزمن ژوند ښکارندویي کوي.
خو له بده مرغه چې د نوموړې د ژوند وروستۍ برخه ټوله په غم او اندېښنو کې تېره شوې ده او شعرونه یې هم ټول د خپل پینځویشت کلن شهید زوی په غم کې ویلي دي. عایشه دراني د حافظ شیرازي له شعرونو سره ډېره مینه درلودله او هڅه یې کوله چې پخپلو شعرونو کې هم د لسان الغيب سبک وپالي.
مړینه
عایشه دراني د ۱۲۳۲کال د تلې میاشتې پر شپږویشتمه نېټه د پنجشنبې په ورځ په کابل کې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې او د کابل د اونچي باغبانان په سیمه کې خاورو ته وسپارل شوه.