د زنګون درد لاملونه او د ښه کېدو لارې چارې

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 12, 2021
4 years ago
6,301 views
د زنګون درد لاملونه او د ښه کېدو لارې چارې

زنګون د بدن یو له اړینو مفصلونو څخه شمېرل کېږي، که څه هم د زنګنونو درد په ډېر عمر لرونکو(زړو) کسانو کې ډېر وي خو ډېری ځوانان هم له دې درده کړېږي.

 

‎د زنګونونو درد شخص، عمر او حالاتو ته په کتو بېلابېل لاملونه لري، خو له اړینو  لاملونو څخه یې لاندیني موارد یادولای شو.

 

‎د زنګانی  سولېدل (ارتروز یا اوستو ارټریټ ) چي شونې ده هلته د مفصل غضروف (د هډوکې نرمي لکه د غوږ هډوکی) یا کپرکی تخریب یا له منځه تللی وي.

‎د مفصلونو ( بندونو ) التهاب  ( ارټریټ ) او یا سولېدل چې د مفصلونو یو ډول روماتیزوم دی او درد د هغه له مشخصو علایمو څخه شمېرل کېږي .

‎د غضروف د نرمي پټيلا(د زنګانه پر سر متحرک هډوکی) دی

‎د زنګانه د شاو خوا عضلو او بندونو زیانونه

‎د زنګانی د مینیسک (کلک غضروفي جوړښت لري چي د زنګانه دننه د کونډیل هډوکې پورته خوا ته موقعیت لري) زیانمنېدل یا پرې کېدل

‎سپورټي زیانونه یا ضربه خوړل

‎د زنګانه د درد هغه لاملونه چي پورته مو یې یادونه وکړه د درملنې لپاره لاندینۍ سپارښتنې کېږي چي خورا ګټورې پایلې لري.

 

‎شونې ده د زنګانه د درد د ښه کېدو لپاره لومړنۍ سپارښتنه د بدن د وزن د کمېدو وي چې دا چاره د زنګونونو پر مفصلونو باندې د فشار کچه تر یوه حده را ټیټوي او د زنګانی شاوخوا عضلو او غضروف ( کپرکی ) ته په زیان اړولو کې کموالی راولي.

 

‎لامبل، یا په اوبو کې تګ را تګ کول د زنګانه د درد له کمېدو سره مرسته کوي خو برعکس دغه لوبې لکه: فوټبال، ټنیس، کرکټ او باسکټبال د زنګانه درد زیاتوي.

 

‎د پښو په سر نه درېدل، په ګونډو او له پلترۍ یا پلتۍ کېناستو څخه ډډه وکړئ، خو که چېرته تاسو مجبوره کېږئ چي په پښو ودرېږئ د ساري په توګه د لوښو مینځلو په وخت کې، نو تاسو ته سپارښتنه کېږي چي تر خپلو پښو لاندې د ۲۰ سانتي مترجګوالې په اندازې یو څه کېږدئ.

 

‎د بدن په نرمښت سره د زنګانی  د درد درملنه:

 

‎په یوه ورځ کې حد اقل د نیم ساعت لپاره په هواره ځمکه په پښو وګرځېږئ، یقینن په غر ختل، په زینو پورته ښکته تلل او تل په هسکه ختل یا ښکته کېدل د زنګانی د درد لپاره زیانمن کار دی.

 

‎نو یو شمېر سپورټي سپارښتنې شته چي د زنګانی د درد په کموالې کې اغېزمن رول لري، ډېری وخت ډاکټران هم د زنګانی  د درد د کموالی په موخه خپلو ناروغانو ته د دغو سپورټي حرکاتو سپارښتنه کوي.

 

‎دغه حرکات چې د وراني  او مفصلونو د څلورو خواوو د قوي کېدو لامل کېږي په لاندي ډول دي:

 

‎په ځمکه یا هم په یوه څوکۍ باندې ښکېنئ او خپله پښه سیده وغځوئ، وروسته پرته له دې چې په خپلو مفصلونو باندې فشار راوړئ پښه مو ښکته پورته کړئ او دا حرکت څو ځلې تکرار کړئ، له څه مودې وروسته به ستاسو د زنګانه په درد کې د پام وړ ښه والی راشي.

 

په ورځ کې حد اقل نیم ساعت خپل خوږمن ځای ته لمر ورکړئ.

 

‎ستنیز طب یعنې اکوپونکټور  (یوه طبي کړنلاره ده چي د درد په ښه کېدو کې اغېزمن رول لري) یوه بله طبي تګلاره ده چي د مفصلونو په دردونو کې خورا مرسته کولای شي، په ډېریو مواردو کې له جانبي عوارضو پرته د Corticosteroid ( د هغو درملو نوم دی چي معمولً د التهابي ناروغیو لپاره ګټه ترې اخیستل کېږي ) ځای ناستی هم کېدای شي.

 

ډاکټر شفیق الله

Related Articles

May 12, 2021
1,844 views

هزینه های نفاق

هزینه های نفاق مصطفی عمرزی از چند سالي ست كه به نام حقوق بشر، از به محكمه كشاندن مجرمان سال ها بدبختی  مردم ما، سخن گفته می شود. اين كه چه گونه اين محكمه دایر مي شود، حرفي نداريم؛ اما براي سبك و سنگين كردن دوسیه هاي آن، هيچ ترازويی وجود ندارد.  حم...

Apr 02, 2025
1,177 views

تحلیل فقهی تربیتی ازدواج

نشر شده در نشریه تخصصی منهاج فقه شماره اول - 1402 - مشهد علی ظفر یوسفی مقدمه در گذشته و حال، یکی از دغدغه‌های مهم جوامع بشری این بوده که چگونه یک جامعه‌ی سالمی داشته باشند و یکی از آرزوهای دیرین بشر نیز داشتن یک اجتماعی بوده که مردم آن جامعه بتوان...

May 01, 2021
4,574 views

د غوا خامې شيدې کوم ميکروبونه لري؟

د غوا شیدی کولای شې ډیری خطرناکې باکتریاوی له ځانه سره ولرې، یو د غذایی موادو دمکروبو او امراضو وسیله هم ګڼل کیږې. دا د خامو شیدو باکتریاوی ډیری مضره وی چې د نورو ډیرو مرضونو سبب کیدای شې. د غوا د خامو شیدو نه ګولییان بیرر سیندروم په نامه مرض پیدا کی...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,987 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,205 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,198 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...