شېخ چلي څوک و؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 15, 2021
4 years ago
3,785 views
شېخ چلي څوک و؟

په پښتنو کې دشیخ چلي نوم ډیر مشهور دی ، خو ډیر پښتانه په د ې نه پوهیږي ي چې شیخ چلي څوک و او د کوم ځای و.

همداراز په پښتنو کې د شیخ چلي کیسې او ټوکې او لطیفې هم ډیرې مشهوري دي. اوس به راشو چې شیخ چلي څوک و.

دی په اصل کې هندوستانی صوفی او درویش و چې دهند د مشهور مغولی واکمن اورنګزیب (July 1658– March 1707) عالمګیر معاصر او د مغولی شهزاده داراشکوه (مړ۱۶۵۹زیږدیز /میلادي ) استاد و. دی خورا پوه او ځیرک انسان و.

د شیخ چلي اصلي نوم عبدالرحیم و چې د عبدالکریم او عبدالرزاق په نومونو هم یادیده او په عامو خلکو کې یې په شیخ چلي سره شهرت درلود. نوموړی د قادریې د طریقې پیرو او لاروی و.

د هند په نیمه وچه (Indian subcontinent) هند او پاکستان کې دده کیسې او لطیفې د خلکو ترمینځ او په تیره بیا د ماشومانو تر مینځ مشهورې دي او دی د ساده ګۍ او حماقت سمبول ګڼل کیږي. د ده کیسې پر خیالونو او سوچونو ولاړې دي .هندي سینما د شیخ چلي په نامه یوفلم هم جوړکړی دی چې دغه فلم په ۱۹۴۲ زیږدیز کال کې جوړشوی دي. همداراز په هند او پاکستان کې په اردو ژبه د ده ډیرې لطیفې او ټوکې او کیسې هم د کتابونو په بڼه چاپ شوي دي چې د (شیخ چلی کی کہانیاں) او (شیخ چلی کے لطیفے) نومیږي .

د شیخ چلي مزار د هند د هار یانا د ایا لت په تهانیسر کې کروکشیترته نږدې پروت دی.

 

لطیف یاد

Related Articles

Feb 14, 2021
15,318 views

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال س...

Feb 28, 2024
1,025 views

کرب رولر(Curb)

  کرب رولر کانکرېټ ته د شکل ورکولو او کمپکشن کولو لپاره استعمالېږي;کله چې په سرکونو, کانال لېنېنګ,چېنلونو او ډارېنج لپاره کانکرېټ رېزي ترسره کېږي په ځانکړې ډول کرب رولر استعمالېږي; د نورو فائېدو ترڅنګ دغه رولر د کانکرېټ رېزي قيمت کمولو کې ډېر رول لر...

Aug 30, 2021
3,282 views

د جوبايډن لنډ ژوندلیک!

ژباړه ـ ریاض مقامزی امریکا د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو څخه ده. ددې هېواد قوي اقتصاد، پوځ او سیاست ددې سبب شوی، چې په نړيواله کچه یو له اغېزناکو هېوادونو څخه وشمېرل شي. له همدې کبله یې ولسمشر هم د ځانګړي قدرت خاوند وي. تاسو به په دې لیکنه کې د همدې هېو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,850 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,165 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,109 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...