د مڼو ۱۳ حیرانونکې روغتیایي ګټې

K
Ketabton
Author
Jul 29, 2020
5 years ago
3,505 views
د مڼو ۱۳ حیرانونکې روغتیایي ګټې

ا لازمه نه ده چې تاسو دې ډاکټر ووسئ تر څو د مڼو پر ټول روغتیایي ګټو خبر شئ. تاسو کولای شئ مڼې له پوټکو سره وخورئ ځکه دې مڼو پوټکې هم روغتیایي ګټې لري د مڼو خوړلو ګټې بې اندازې دي خو مونږ دلته په دې مطلب کې تاسو ته د مڼو ۱۳ ګټې درجه بندي کړي دي  همدا راز دا چې کوم شیان مڼې سالمه وي؟ په ۲۰۰۴ کال کې USDA له ۱۰۰ څخه ډیر خوراکې توکې د ډیرو انتي اکسیدانونې موادو لرلو له اړخه سره پرتله کړل، دوه ډوله مڼو په ترتیب سره دولسم او دیارلسم ځای په درجه بندې کې خپل کړل. انټېي اکسیدونه د ناروغیو ضد ترکیبونه دي. پوهان په دې باور دي چې دغه ترکیبونه په حجرو کې هغه زیانونه چې د اکسیداسیون له کبله رامنځته کیږي بیا رغوي. همدا راز مڼې د پکټین په نوم فیبرونو څخه ډکې دي چې یوه متوسطه مڼه شاوخوا څلور ګرامه فیبر لري.

۱.د غاښونو سپینوالی او سلامتیا

مڼې د مسواک ځای نه شي نیولی خو پر مڼې چک لږول په خوله کې د باکتریاوو کمښت او د غاښونو پوده والي څخه مخ نیوی کوي. او دا یواځينی شی ده چې د غاښونو خرابیدلو لامل کیږي.

۲. له الزایمونو مو ساتي

د مڼو ګټو په اړه یوه څېړنه ښایي چې د مڼو اوبه کولای شي الزایمرونه لري وساتي او د مغز له ژر زوړوالي څخه مخ نیوی وکړي. د هغو ازمایښتونو په پایله کې چې پر مږکانو کې تر سره شوې د عصبي استالیین انتقال یوه لوړه کچه یې ښودله چې د عادي رژیم په پرتله یې کړنې څو برابر زیات ښه والی لري.

۳. د پارکینسون پر وړاندې مو ساتنه کوي

څېړنو ښودلې چې هغه کسان چې ډیر فیبر لرونکې میوې کاروي ممکن د پارکینسون ناروغۍ پر وړاندې یې ساتنه وکړي. پارکینسون یوه داسې ناروغي ده چې په هغه کې عصبي حجرې ماتیږي.

۴- د سرطانونو څخه مخنیوی کوي

د امریکا ساینس پوهانو څېړنیز انجمن سرطان په اړه د څېړنو کولو ورسته ومندله چې په مڼو کې شته افلاونول کولای شي د معدې سرطان څخه تر ۲۳ سلنه محنیوی وکړي. د کرنل پوهنتون سانس پوهان د مڼو په پوټکې کې ټریټروپینایډونه پیدا کړي چې د سرطاني حجرو پر وړاندې قوي مقاومت کوي لکه د معدي، لویو کلمو، ځیګر او سینو سرطانې حجري. په ورته وخت کې ، په متحده ایالاتو کې د سرطان ملي انسټیټیوټ د کولوریکل د کلمو سرطان خطر کمولو لپاره د فایبر لوړ اندازې وړاندیز کړی.

۵. د شکر ناروغۍ څخه مخنوی کوي

هغه میرمنې چې مڼې خورې که څه هم په ورځ کې یوه وي د هغو میرمنو پر وړاندې چې مڼې نه خورې ۲۸ سلنه د شکر پر ناروغۍ یې د اخته کیدو امکان لږ وي ځکه دغه میوه په ځان کې د فیبر محلولونه لري.

۶. کلسترول کموي

په مڼو کې شته د فایبر محلولونه په کلمو کې د غوړ سره یوځای کیږي چې د کلسترول کیمدلو او ستاسو د سلامتیا په مانا دی.

۷. د سالم زړه لرلو لپاره

څېړنو ښودلي چې په لوړه کچه فیبر لرونکې محلولونه شریانونو کې د کلسترولې دیوالونو جوړیدو کې کمښت راولي کله چې د بدن په شیریانونو کې پلاکونه رامنځ ته شي قلب ته د وېینې جریان کې کمښت راځي.

۸- په صفرا کې د ډبرو له جوړیدو څخه مخنوی

د مڼو یو له ګټو څخه د سترګو خلاصیدل دي. په کیسه صفرا کې هغه مهال چې کلسترول د مایع په ډول پاتې شي نو دغه حالت کې جامدیږي په ځانګړي ډول چاغو خلکو کې د دغې ناروغۍ څخه دې مخنوي لپاره ډاکټران ډیر فایبر لرونکي خوراکونه ( مڼې او پوټکې يې) توصیه کوي تر څو د بدن کلسترول مو کنټرول کړي.

۹. د اسهال او قبض لمنځه وړل

دا چې تاسو ډیر تشناب ته ځئ یا لږ ځئ په مڼو کې شته فایبر یې کنټرولولی شي. فیبر کولای شي له لویو کلمو څخه اوبه بیرون کړي چې ټو شیان په حرکت راولي او یا هم اضافه اوبه جذب کړي تر څو ستاسو کلمې سستي شي.

۱۰. له بواسیر څخه مخیوی کوي

بواسیر په معقد کې رګونه دي چې که څه هم دغه ناروغي وژونکې نه ده خو ډیره درد لرونکې ناروغي ده دغه ناروغي پر لګن خاسرې د ډیر فشار له امله رامنځ ته کیږي مڼې کولای شي له دغي ناروغۍ څخه مخنیوی وکړي.

۱۱. وزن کنټرولوي

د مڼو یو له روغتیایي ګټو څخه داسې ګټه ده چې ډیری خلګ ورته اړتیا لري، ډیری وګړی له ډير وزن لرلو څخه زوریږي چې اضافي وزن د قلبي ناروغیو، مغزي سکتو، د وېنې لوړ فشار، شکر ناروغیو رامنځته کیدو لامل کیږي. د وزن کنټرول لپاره ډاکټران ډير فیبر لرونکې خواړه توصیه کوي. د مڼو په څیر ډیر فایبر لرونکي خواړه کولای شي ستاسو د بدن کالري پرته له پرهیزه کنټرول کړي.

۱۲. ځیګر له زهري موادو ساتي

ځیګر ستاسو بدن له دغو ډول زهرونو څخه پاکوي چې خوشبختانه مڼې کولای شي ستاسو ځیګر د دغو زهرو له زیانونو څخه وساتي.

۱۳. د بدن ایمني سیستم غښتلی کوي

سرې مڼې د کورستین په نوم د انټې اکسیدان لرونکي دي. وروستۍ څېړنې ښایي چې کورستین کولای شي د بدن ایمني سیستم غښتلی ګړي. په ځانګړي ډول هغه مهال چې تاسو د لوړ عصبي فشار لاندې ووسئ

Related Articles

Sep 19, 2021
4,508 views

یوه ښځه له خپل خاوند نه کومې تمې لرې؟

لېکنه: شکېبا نادري، يوه ښځه له خپل خاوند نه کومې تمې لري؟   اللهﷻ ښځینه او نارینه د یو بل د بشپړولو لپاره پیدا کړي دي. یعنې ښځه پرته له نارینه او نارینه پرته له ښځې نیمګړی دی، چې ښکاره بېلګه یې د ادم (ع) او بي بي حوا پیدا کېدل دي. اللهﷻ ښځه او نار...

May 28, 2021
2,748 views

د کتابتون ډالۍ (۱)

لیکنه ـ ریاض مقامزی په نړۍ کې اکثره خلک د تېر او یا هم د راتلونکي په اړه فکر کوي. یا به پر خپلو بریاوو ویاړي او یا به خپلو ناکامیو ته د بې وسۍ اوښکي تويوي. همدارنګه د راتلونکي په اړه هم دوه ډوله فکر مسلط دی. یوه ډله وګړي راتلونکي ته خوښ وي او دویمه...

Nov 20, 2020
4,430 views

د ژوند او انسان په اړه د لیکوالو مفکورې

انسان هغه ټولنيز موجود دی، چې د خپل ځان او ژوند په اړه رنګارنګ فکرونه لري. موږ ټولو ته ژوند بېلې معناوې لري. که څوک په راحت کې وي ژوند به جنت ګڼي، مګر برعکس که څوک په سختيو کې وي ژوند به دوزخ ګڼي. همداسې انسان هم د خپل فکر له زاویې تعریفوو.  د ټولنې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,513 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,097 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,881 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...