یوه ښځه له خپل خاوند نه کومې تمې لرې؟
1,924
imranghani
2021-09-19 13:57:06
لېکنه: شکېبا نادري، يوه ښځه له خپل خاوند نه کومې تمې لري؟
اللهﷻ ښځینه او نارینه د یو بل د بشپړولو لپاره پیدا کړي دي. یعنې ښځه پرته له نارینه او نارینه پرته له ښځې نیمګړی دی، چې ښکاره بېلګه یې د ادم (ع) او بي بي حوا پیدا کېدل دي.
اللهﷻ ښځه او نارینه د یو بل لپاره لازم او ملزوم ګرځولي. دا شونې ده چې یو نارینه دې پرته له ښځې او یوه ښځه دې پرته له نارینه ژوند وکړي، خو ژوند به یې د هغه چا په پرتله، چې ښځه او اولادونه او یا خاوند او اولادونه لري، بې رنګه وي. موږ ټول پوهېږو چې ښځینه او نارینه په خپل منځ کې ځینې توپیرونه لري، لکه په لوړوالي کې، په څېره کې، په پیاوړتیا او داسې نورو کې، د دې ټولو توپیرونو ترڅنګ د دوی خوښه هم توپیر لري.
موږ په دې لیکنه کې د هغو ښځینه وو پر خوښه خبرې کړي چې هره نجلۍ یا ښځه غواړي چې راتلونکی خاوند یې باید دا ځانګړنې ولري.
۱. رښتنی و اوسي
د ټولو ښځو لومړۍ او وروستۍ هیله له خپل خاوند څخه دا وي چې تل ورسره رښتنی و اوسي، دوی د دروغو له ویلو سره بېلابېل غبرګونونه ښیي، ان تر دې چې د دوی ګډ ژوند له ستونزو سره مخ کولای شي او هرڅه له منځه وړلای شي. نو د هرې نجلۍ او ښځې غوښتنه دا ده چې له یو رښتني کس سره واده وکړي.
۲. خپله ښځه درک کړي
په ژوند کې بېلابېلې ستونزې راځي، ستونزې تل په خبرو او د خبرو په پوهېدلو یعنې درک سره حل کېږي، خو ځینې کسان پرته له دې چې خبرې مو واوري زموږ په اړه ناسمې پرېکړې کوي. نجونې یا ښځې په دې موضوع کې حساسې دي دوی له خپل خاوند څخه یوازې دا هیله لري مخکې له دې چې د دوی په اړه کومه پرېکړه وکړي لومړی یې خبرې واوري او درک یې کړي.
۳. خپلې ښځې ته پاملرنه وکړي
د نجونو او ښځو تر ټولو مهمه غوښتنه دا ده چې خاوند یې دوی ته په بشپړه توګه پاملرنه وکړي، هېڅکله د دوی پر وړاندې د بل چا په اړه داسې خبرې ونه کړي چې ښځه یې داسې فکر وکړي چې خاوند یې ورته پام نه کوي.
۴. فزیکي او ذهني پیاوړتیا ولري
نجونې او ښځې تل هغه کسان د ځان لپاره خوښوي چې فزیکي او ذهني پیاوړتیا ولري، ځکه هغه کسان چې فزیکي پیاوړتیا لري ښځې یې په څنګ کې د امنیت او ارامۍ احساس کوي او هغه کسان چې ذهني پیاوړتیا لري دوی یې په دنده او مسلک ویاړ کوي او ورسره خوشحاله وي.
۵.مهربان و اوسي
دا خبره ټولو ته معلومه ده چې د ځمکې پر مخ تر ټولو مهربان او عاطفي مخلوق ښځینه دي، دوی تل غواړي د ځان لپاره داسې کس وټاکي چې د دوی په څېر زړه سواندی او مهربانه وي.
۶. وفاداره و اوسي
نجونې یا ښځې په ډېرو ستونزو سره یو کس د ځان لپاره ټاکي، خو که یې یوځل د ځان لپاره یو کس خوښ کړ بیا هېڅکله ورسره بې وفایي او خیانت نه کوي. دوی له خپل خاوند څخه هم همدا هیله لري چې پرته له کوم شرط نه ورسره مینه او وفا وکړي.
کېدای شي د دې غوښتنو تر څنګ داسې نورې غوښتنې هم وي چې نجونې یا ښځې یې د خپل راتلوونکي خاوند د ټاکلو لپاره لري.
ډېری خلک په دې اند دي چې د نجونو یا ښځو لپاره تر ټولو مهم توک او غوښتنه پیسې دي، دا سمه ده چې پیسې د انساني ژوند ټولې ستونزې حلولای شي هر انسان یې غوښتوونکی دی، خو د ښځینه وو لپاره له پیسو څخه وفاداري او رښتنولي غوره او اړین شرطونه دي.