په کومو ځايونو کې بیرغ مهم دی؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 30, 2021
4 years ago
2,914 views
په کومو ځايونو کې بیرغ مهم دی؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

بیرغ په نړېواله کچه د یو هېواد د نښې او سیمبول په توګه کارول کېږي. همدارنګه ټول هېوادونه په کور دننه ځانګړې سیاسي ډلې لري، چې هغوی ځانته نور بیرغونه هم لرلای شي؛ خو په ټوله کې هر هېواد یوازې یو ملي بیرغ لري، چې پخپلو دفترونو، کنفرانسونو، غونډو او نورو مهمو ځايونو کې ترې استفاده کوي. تاسو به په دې لیکنه کې د بیرغ د کارونې ځايونه وپېژنئ. 

 

په کومو مراسمو او برنامو کې بیرغ مهم دی؟

د یو ملت په توګه باید د هېواد بېلابېل قشرونه او وګړي پخپلو کارځايونو او غونډو کې ملي بیرغ د احترام په پار ولري. په دې برخه کې به تاسو هغه ځايونه وپېژنئ، چې بیرغ پکې مهم رول لرلای شئ.

 

لومړی ـ نړېوالې برنامې 

د هر هېواد چارواکي، چې په نړېواله کچه د خپل وطن نمایندګي کوي، باید په غونډو کې ملي بیرغ موجود وي. په دې برخه کې له مېزي بیرغونو او همدارنګه له لویو بیرغونو ـ چې د ویناوالو شاته وي ـ کار اخیستل کېږي.

 

دویم ـ بهرني سفارتونه

ټول هېوادونه پخپلو هغو سفارتونو کې چې په بل هېواد کې موجود وي، ملي بیرغ له ځان سره لري. د سفارت د خونو ترڅنګ په بېلابېلو غونډو، کنفرانسونو او نورو برنامو کې ګټه اخیستل کېږي. 

 

درېيم ـ دولتي ادارې

په هره دولتي اداره کې باید د هماغه هېواد ملي بیرغ موجود وي؛ دا پر دې دلالت کوي، چې یاده اداره په دولت پورې اړونده ده. همدارنګه د یو ملي ارزښت په توګه باید بشپړ درنښت ورته وشي.

 

 

څلورم ـ فرهنګي او ادبي غونډې

که څه هم د ملت سازۍ لپاره په ټولو ګټورو برنامو کې بیرغ خورا مهم دی؛ خو په ځانګړې توګه په ادبي او فرهنګي غونډو کې باید حتما بیرغ موجود وي. ځکه چې په دې ډول غونډو او ناستو کې ولس ډېر وي او بايد ولس ته د بيرغ د اهميت فکر ورکړل شي.

 

پنځم ـ تلویزیوني برنامې

که څه هم په هرډول تلویزیوني برنامو کې د بیرغ شتون مناسبه نه برېښي؛ خو په ډېرو مهمو ادبي او فرهنګي برنامو کې که بیرغ موجود وي، کېدای شي عام وګړي ډېر متاثر شي او له بیرغ سره یې مینه پيدا شي.

 

شپږم ـ نظامي ځايونه

له پورته ټولو مواردو سره ـ سره په نظامي برخه کې خورا کلیدي رول لري. نظامي روزنځايونو، قومندانيو، پوستو او ورته ځايونو کې بیرغ خورا مهم دی. په دې ځايونو کې د مورال، قوت او خپلواکۍ د نښې په توګه باید بیرغ ورپېږي. 

 

اووم ـ سرحدي بندرونه او سيمې

سرحدي بندرونو کې هم د خپلې خاورې د نمایندګۍ په موخه باید بیرغ موجود وي. دا برخه خورا مهمه او د پام وړ ده. په سرحدي سیمو کې لوړ او ښکلي بیرغونه یو هېواد له بل څخه بېلوي.

Related Articles

Mar 30, 2021
4,930 views

د اسلام مبارک دين له نظره د اوبو ساتنه

اوبه د چاپیریال یو اړين عنصر دی چې د ژوندیو موجوداتو د ژوند لپاره خورا ډیر اهمیت لري. یعنې د ټولو ژوندیو موجوداتو ژوند اوبو پورې تړلى دی. د سمندرونو تروشو اوبو (97%) او طبيعي يخچالونو (2%) سربيره خوږې اوبه چې د انسانانو د استفادې وړ ګرځې ډيرې کمې يعن...

Dec 12, 2024
1,659 views

د پوهې درې اساسي مرحلې

د ماشوم نړۍ ته راتګ د یوې تشې پاڼې په څېر دی، یو سپین کاغذ چې د ژوند چاپېریال پرې خپل اغېز پرېږدي. هغه څه چې ماشوم یې په کور، ښوونځي او ټولنه کې زده کوي، د هغه لومړنۍ پوهه او شخصیت جوړوي. دا زده کړې ښې هم کېدای شي او بدې هم، ځکه ماشوم له وړاندې د انت...

Sep 11, 2022
2,353 views

له [ ١٨٦٨ _ ١٩٧٣ ز کال ][ ١٢٤٦ _ ١٣٥٢ ل ]د افغانستان مطبوعاتو ته يوه لنډه کتنه

پـــــوهــــــندوي مستعلى ( نــــيازى ) ښـــــوونــې او روزنـــــــــې پـــــوهنځي تــــاريخ څانگې علمى کادر غــــړي  له [ ١٨٦٨ _ ١٩٧٣ ز کال ][ ١٢٤٦ _ ١٣٥٢ ل ]د افغانستان مطبوعاتو ته يوه لنډه کتنه لنډيز :   نوموړي علمي مقاله  کې په  افغانستان د...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,687 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,130 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,995 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...