پـــــوهــــــندوي مستعلى ( نــــيازى )
ښـــــوونــې او روزنـــــــــې پـــــوهنځي
تــــاريخ څانگې علمى کادر غــــړي
له [ ١٨٦٨ _ ١٩٧٣ ز کال ][ ١٢٤٦ _ ١٣٥٢ ل ]د افغانستان مطبوعاتو ته يوه لنډه کتنه
لنډيز :
نوموړي علمي مقاله کې په افغانستان د مطبوعاتو د تاريخ يو مهمه برخه ١٢٤٦_ ١٣٥٢ ل ( ١٨٦٨ ز _ ١٩٧٣ ز ) کالونو کې څيړل شوي . چې د مطبوعات په بنسټ ايښودلو او پراختيا کې کوم واکمن زياته ونډه اخستي او په دي اړه يو دقيقه څيړنه شوې ده . په دې ليکنه کې د امير شير على خان ، اميرحبيب الله خان ، غازي امان الله خان ، حبيب الله کلکاني ( بچه سقاو ) ، نادرخان او ظاهر شاه د واکمنيو پر مهال د مطبوعاتو وضيعت ( د جريدو ، روزنامه او نورو خپرونو ) په اړه څيړنه شوې ده .
سريزه :
په افغانستان کې د مطبوعاتي فعاليتونه پيل او پراختيا د افغانستان د هر پاچا په واکمنۍ کې ځانگړي بڼه او وضيعت درلود . ځينې وختونه د افغانستان يوه رسنۍ د بهرنيو هيوادونو خصوصاً د انگليسانو له خوا بنده شوې لکه د سراج الاخبار جريده چې له يوي شماري له خپريدو څخه وروسته د انگليسانو په اشاره او فشار بنده شوه. د سراج الاخبار افغانيه جريده چې له ( ١٩١١ ز ) کال وروسته په نشر پيل وکړ، روسان د نوموړې جريدې په نشر ډير خفه او د دې جريدې د بنديدو هڅه يې کوله ، د امير شير على خان په واکمنۍ کې د جريدو نشر پيل د عبدالرحمن خان ، حبيب الله خان ، امان الله خان ، حبيب الله کلکانى ، نادر خان او ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال لوړي او ژوري گاللې او د دې جريدو مسولينو په هر وخت کې خپل تاريخي مسوليت سرته رسولى . چې ځينې يې بنديان شوي هم دي ، خو هڅه يې کړې چې فرهنگي فعاليت جاري وساتي او د افغانستان د خلکو په بيدارۍ او دخپلو حقوقو په تر لاسه کولو کې يې ونډه اخستې ده . زمونږ د هيواد په ( ١٩١٩ ز ) کال کې د خپلواکۍ تراخستلو وروسته د مطبوعاتو او جريدو په نشر او فعاليت کې هم ستر بدلون را منځ ته شو او خپرونو ډيره پراختيا وکړه .
موخي
_ په يو ځانګړي تاريخي پړاو کې د افغانستان د مطبوعاتو وضيعت څيړنه. تر څو لوستونکي په دغه پړاو کې د مطبوعاتو له حالت او د وکمنانو له کړنو څخه خبرتيا پيدا کړي .
_ د ځينو جريدو په بنديدو کې د بهرنيو ( انگليسانو ) د فشار اغيز .
_ د علمي رتبې دلوړيدو له پاره د يوه شرط بشپړول .
موادو او کړنلاره :
د څيړنې ميتود کتاب توني ده چې د دي مقالي په ليکلو کي د غوره او علمي اثارو او ويب سايټ څخه گټه اخستل شوې ده . د مطبوعاتو د وضيعت په اړه ليکل شوې . مطالبو او علمي اسنادو څخه د نوموړې مقالې ليکلو کې گټه اخستل شوې ده . ځکه دمطبوعاتو وضيعت په هر واکمنۍ کې ځانگړې بڼه در لوده . ځينو واکمنانو د نشراتو په مقابل کې ستونزې ايجادولې او د سالمې نيوکې د تحمل توان يې نه در لود .
د امير شير على خان د واکمنۍ پرمهال[ ١٢٤٦ _ ١٢٥٦ ] [ ١٨٦٨ _ ١٨٧٨ ] ز کال
امير شير علي خان د دويم ځل واکمنۍ پر مهال د نورو اصلاحاتو په خوا کې مطبوعاتو ته هم ځانگړې پاملرنه وکړه . د شمس النهار جريدې په ١٨٧٣ ز کال د حکومت تر مستقيم نظارت لاندي نشرات پيل کړل . ځکه مطبوعات به ځينې وخت د دولت تر مستقيم نظارت او کله به هم د مطبوعاتو د قانون د نافذيدو له امله به ځيني ورځپاڼي او جريدي په ازاد ډول نشريدلي .
امير شير علي خان د علامه سيد جمال الدين افغان د اصلاحي پروگرام د تطبيق او ټولنيز اصلاحاتو د تطبيق په خاطر د شمس النهار جريده خپره کړه .
د شمس النهار د جريدي له نشريدو سره سم د افغانستان خلکو د ورځپاڼې د لوستو او فعاليت سره آشنايې پيدا کړه . د دې جريدې له نشر څخه وړاندي خبرونه د جارچيانو له خوا په څلور لارو کې خپريدل ، د نوموړې جريدې له نشره سره افغانستان د نړيوالو رسنيو سره اړيکې پيدا کړې . ځکه په دي جريده کې ديني ، مذهبي او د بهرنيو ژبو څخه ژباړل شوي علمي مطالب خپريدل . په ( ١٨٧٥ ز کال ) کې اميرشير علي خان يوه چاپ خانه وارد کړه چې په دي چاپ خونه کې به کتابونه ، جريدې ، تعليمات نامې او لوحې چاپيدلي . ( ١٠ : ٧٢ )
د امير حبيب الله خان د واکمنۍ پرمهال [١٩٠١ _ ١٩١٩ ز ][ ١٢٧٠٩ _ ١٢٠٧ ل کال]
امير حبيب الله خان په ( ١٩٠١ ز کال ) واک ته له رسيدو وروسته د سلطنت په څلورم کال ( ١٩٠٥ ز کال ) د شاهي مدرسې يو شمير روڼ اندي او پوهان د ديني علومو د تدريس په محل ( د کابل د چوپ فروشۍ په مسجد کې ) امير دربار ته وړانديز وکړ چې د افغانۍ پوهانو ټولنه ( انجمن ) جوړ شې . د دې ټولنې له پاره مولوي عبدالروف کندهاري چې په خاکې مشهور و د مشر ، مولوي محمد سرور واصف او مولوي احمد جان الکوزى چې په تاجر مشهور و د منشيانو په توگه وټاکل شول . د ټولنې موخه دخلکو ويښول او د نوي تمدن سره آشنا کول وه ، سراج الاخبار د نشر د اجازې له منظورۍ څخه ( ٨ ) مياشتې وروسته د ( ١٩٠٦ ز کال ) د جنوري په ١١ مه لومړۍ گڼه په ٣٦ مخونو کې چاپ شوه . ( ٧ : ٢٨ )
د سراج الاخبار جريده ډير ژر د برطانوي هند د فشار په آساس بنده شو. ښاغلى محمد ابراهيم عطايي په دې اړه داسې نظر لري : (( د سراج الاخبار يو گڼه خپره شوه خو داسې ډير اسناد او شواهد شته چې له هند څخه انگريزانو امير حبيب الله خان ته اخطار ور کړ . او هغه هم دا خپرونه بنده کړه ....) . ( ٨: ١٥٨ )
*محمود طرزي په دربار کې له خپل نفوذ څخه گټه واخسته او د امير حبيب الله خان د رضايت وروسته په ( ١٩١١ ز کال ) د سراج الاخبار افغانيه جريده د محمود طرزي په مديريت نشر شوه . محمود طرزي په دې جريد ه کې د مشروطه غوښتونکو نظرياتو پر بنسټ د استعمار ضد او بشري نړي د پرمختگونو اړوند مهم علمي نظريات خپرول . نوموړې جريده د افغانستان سربيره د تاجکستان ، هند او ايران د ځوانانو په بيدارۍ کې ونډه واخسته . په ( ١٩١٨ ز کال ) محمود طرزي د سراج الاخبار په يوه ( ضيمه ) کې د سراج الا اطفال په نوم د تنکيو ځوانانو او کوچنيانو لپاره نشر ه کړه . ( ٢: ١٤ )
دامان الله خان د واکمنۍ پر مهال [ ١٢٩٨ _ ١٣٠٨ ل ] [١٩١٩ _ ١٩٢٩ ز کال]
غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د نورو ټولنيزو اصلاحاتو په خوا کي په مطبوعاتو کې هم ژور بدلون منځ ته راغى او د پام وړ جريدې او ورځپاڼي نشر شوي . د هغه د واکنمۍ د اساسي قانون په يولسمه ماده کې د مطبوعاتو ازادۍ ته داسې اشاره شوې وه : (( داخلي ورځپاڼي او چاپي مطبوعات د اړونده قوانينو د حکم سره ازاد دي . د ورځپاڼو چاپ حق د افغانستان د دولت او خلکو ته ځانگړې دې . بهرني نشرات د دولت له خوا تنظيم او سانسوريږي . )) ( ١: ١٥ )
١٩٢٨ ز کال د مطبوعاتو نظامنامه جوړه شو چې د نوموړي نظامنامي وروسته مطبوعاتو فعاليت قانوني بڼه غوره کړه . چې په دې نظامنامه کې د جزا وړاندوينه هم شوې وه . خو په هيواد کې د مطبوعاتو فعاليت پراخه او لاندي ورځپاڼې ، اونيزې او مياشتنۍ خپريدلې .
١ _ اتحاد مشرقي ورځپاڼه .
٢ _ ابلاغ ورځپاڼه .
٣ _ حقيعت ورځپاڼه .
٤ _ افغان اونيزه ورځپاڼه
٥ _ امان افغان ورځپاڼه.
٦_ افغان ورځپاڼه .
٧_ غازي ورځپاڼه
٨_ اتفاق اسلام ورځپاڼه
٩_ طلوع افغان ورځپاڼه .
١٠ _ بيدار اونيز ورځپاڼه .
١١ _ ارشاد النستوان ورځپاڼه .
١٢ _ اصلاح ورځپاڼه .
١٣ _ جريده مکتب ( دوه اونيو کې يو ځل خپريده
١٤ _ مجموعه عسکر مياشتنۍ .
١٥ _ معارف مياشتنۍ .
١٦ _ ائينه عرفان مياشتنۍ .
١٧ _ مجموعه صحيه مياشتنۍ .
١٨ _ پښتون غږ مياشتنۍ ( ٢: ١٥ )
دامان الله خان په واکمنۍ کې د ازادو مطبوعاتو په لړ کې انيس د غلام محى الدين انيس په مديريت چاپ شوه. غلام محى الدين انيس د غلام نقش بند زوي د احمدزيو قوم ته منسوب اصلي ټاټوبى غزني دى .( ٤: ٨٨ )
بله اونيزه نسيم السحر په نوم د احمد راتب او محمد نوروز په مديريت نشريدله . غلام محى الدين انيس يوځل بند ي شو خو محمد ولى خان هغه ازاد او انيس بيرته خپل نشرات پيل کړل . نسيم سحر هم په شاه باندې د نيوکې له امله بندي شو . ( ٢: ١٦ )
د امان الله خان په واکمنۍ کې د ارشاد النسوان د جريدې په نشرسره د ښځو وڼده په مطبوعاتو کې زياته شوه. پورته نشرات يو شمير په ولايتونو کې نشريدل لکه طلوع افغان په قندهار کې ، اتحاد مشرق په جلال اباد ، اتفاق اسلام په هرات ، غازي په خوست کې ، ستاره افغان ، په پروان ، اتحاد اسلام ( بيدار ) په مزار شريف کې خپريدلې . ( ٢: ١٧ )
د امير حبيب الله کلکاني ( بچه سقاو ) د واکمنۍ پرمهال [ ٩٢ / جدى / ١٣٠٧ _ ٢٩ جدى / ١٣٠٩ ] [ ١٩٢٩ فبرورى _ ١٩٢٩ اکتوبر]
د امير حبيب الله کلکاني ( بچه سقاو ) په واکنمۍ کې ځينې دولتي او خپلواکه جريدي بندي شوي خو يو شمير جريدې د دولت د پاليسۍ او تگلارې سره سم چاپيدلې ، د امان افغان پر ځاى د حبيب الا سلام د رسمي جريدې په توگه چاپيدله . لومړى يې دغلام محى الدين انيس او سيد حسن په مسوليت خپرونه کوله خو له ( ٢١ ) مې گڼې وروسته دواکمنۍ تر پايه پورې برهان الدين کشککي د دې جريدې د مسول مدير په توگه دنده اجرا کوله او له دې جريدې پرته لاندې جريدې د حکومت د سياست سره سمې خپريدلې .
١_ رهبر الاسلام ( بيدار ) په مزار شريف کې د عبدالصمد په مسوليت .
٢ _ شرف الامسار ( موئيد لاسلام ) په کندهار کې .
٣ _ اتحاد مشرقي اونيزه ( الايمان ) په نوم د مولوي محمد ابراهيم کاموي په مديريت .
٤ _ اتفاق اسلام اونيزه جريده دهرات په ولايت کې د محمد سرور جويا په مسول مديريت .
٥ _ نهضت الحبيب اونيزه جريده په خان اباد کې د محمد بشير په مسوليت خپرونې کولې . يو شمير جريدې د دولت پر ضد نشريدلې چې عبارت دي له :
١_ اتحاد افغان جريده د جنرال شاه محمود او محمد يعقوب حسن په مسوليت د پکتيا په ولايت کې .
٢ _ د کور غم د سيد حسن په مسوليت په ننگرهار کې او غيرت الاسلام خپرونۍ کولي . . د حبيب الله کلکاني په واکمنۍ کې ټولو خپرونو اسلامي بڼه در لوده . ځکه د امان الله خان د دورې د مطبوعاتو قانون د نورو قوانينو سره يوځاي لغوه اعلان کړل شو . ( ٤: ٤٣٧ _ ٤٣٨ )
نادر خان د واکمنۍ پر مهال [ ١٩٠٩ _ ١٣١٢ ل ک ] [ ١٩٢٩ _ ١٩٣٣ ز کال ]
د ١٩٣٠ لمريز کال د افغانستان د اساسي قانون د اتباعو د عمومي حقونو په ٢٢ ماده کې داسې راغلي دي : (( مطبوعات و اخبارات داخله که خلاف مذهب نباشد مطابق اصولنامه مخصوص آن ازاد ميباشد . مطبوعات و جرايد خارجه که به مذهب و سياست حکومت عليه افغانستان اخلال نه رساند اد خال آن به افغانستان ازاد است . )) ( ٦: ٤ )
په ١٩٣١ ميلادي کال د کابل ادبى انجمن جوړ کړ . او د دې انجمن نشراتي ارگان کابل مجله کې علمي ، تاريخي او ادبي مقالې خپريدلې چې روڼ اندو پام وړ وگرځيده . ( ٢ : ١٦ )
نادر خان د واکنمۍ پرمهال د اماني دورې جريدې او ورځپاڼې چې د حبيب الله دکلکاني ( بچه سقاو ) په واکمنۍ کې يې نوم بدل شوي وه ده بير ته په اصلي نوم نشر کړې چې عبارت دي له :
١ _ اصلاح تاسيس نيټه : ١٣١٠ ل ١٩٠١ ز کال د امتياز خاوند . محمد نادر او مسول مدير شير احمد . په ١٣٥٢ لمريز کال د داود خان کودتاه وروسته بنده شوه .
٢ _ کابل تاسيس نيټه : ١٣٠١ ل کال د امتياز خاوند د افغانستان ادبي انجمن مسول مدير محمد انور بسمل ،په پښتو او درى ژبه چاپيدله .
٣ _ اتحاد مشرقي تاسيس نيټه : ١٢٩٨ ل د امتياز خاوند د مشرقي تنظيمه رياست ، سر محرر ميرزا شاهرخ او برهان الدين کشککي او نور ... خود نادرخان په واکمنۍ کې د ننگرهار په نوم خپريدله .
٤ _ اردو تاسيس نيټه : ١٣٠١ ل ١٩٢٢ ز د امتياز خاوند د ملي دفاع وزارت مسول مدير محمد داود .
٥ _ افغان کلنۍ : د امتياز خاوند د کابل ادبي انجمن .
٦ _ هرات د تاسيس نيټه : ١٣١١ ل د امتياز خاوند انجمن ادبي ولايت هرات ، مسول مدير سرور جويا .
٧ _ حى على الفلاح : د تاسيس نيټه ١٣١١ چاپ دولتي مطبعه کابل .
٨ _ اقتصاد تاسيس نيټه : ١٣١١ کال چاپ مطبعه دولتي کابل .
٩ _ عرفان تاسيس نيټه : ١٣١٠ د امتياز خاوند د معارف وزارت مسول مدير محمد هاشم شايق .
١٠ _ پيام تندرستى تاسيس نيټه : ١٣١٠ ل د امتياز خاوند د صحيه مستقل رياست . ( ١ : ٢٥٠ _ ٢٥١ )
اعليحضرت محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال[ ١٣١٢ _ ١٣٥٢ ل کال ][ ١٩٣٣ _ ١٩٧٣ ز کال]
د سردرا محمد هاشم خان ( ١٩٣٣ _ ١٩٤٦ ز کال ) د صدراعظمې په ١٧ کلنه دوره کې مطبوعات د دولت تر کنترول لاندې وه . د نيوکې او اصلاحي خپرونو حق يې نه در لود په ١٩٣٦ ز کال دمطبوعاتو مستقل رياست او د باختر اطلاعاتي اژانس مديريت تاسيس شول . چې په دې سره په داخل او بهر کې په منظم ډول د اطلاعاتو د را ټولولو زمينه برابره شوه . د راډيو په شمول ټول نشراتي ارگانونه د محمد هاشم خان تر جدي کنترول لاندي وه . (٢: ١٩ )
د شاه محمود خان د صدارت دوره ( ١٩٤٦ _ ١٩٥٢ ز کال د دويمې نړيوالې جگړې له پاى ته رسيدو وروسته په ١٩٥٠ ز کال د مطبوعاتو دويم قانون نافذ شو . د شاه محمود د صدارت پرمهال انگار ، نداى خلق نيلاب ، ولس ، آئينه ورځپاڼو خپرونې ازادو او نا دولتي مطبوعات گڼل کيدل . چې د کابل په ښار کې خپريدلې . او د فارياب په مرکز کې د اتوم په نوم نشريه موجوده وه . ( ٢ : ١٩ )
او دولتي نشرات پامير ، صداى ملت ، پيام اقبال ، الفبا او ژوندون په نومونو په پلازمينه او ولايتونو کې نشريدلي . ( ٢ : ١٩ )
د شاه محمود خان صدارت په دوره کې ١٣٢٩ لمريز کال د مطبوعاتو اصولنامې سربيره نورې ادارې لکه دارة المعارف عمومي ، مديريت پوهنې ننداري عمومي مديريت او په ١٣٣١ لمريز کال په کراچۍ ، لندن ، قاهره ، نوي ډهلي ، او تهران کې مطبوعاتي ادارې جوړې شوې . . ( ٧: ٢٧٣ )
د سردار محمد داود خان د صدراعظمۍ ( ١٩٥٣ _ ١٩٦٢ ز کال ) پر مهال ازادو مطبوعاتو ته اجازه ور نه کړل شوه . خو نوي دولتي نشر يې لکه کابل ټايمز ، هيواد ، ستورى ، سره مياشت ، افغانستان ، پيام حق ، تعليم وتربيه الفلاح ، اريانا ، کانو صنايعو او يوشمير نورې جريدې په ولايتونو کې خپريدلې ، خو داود خان هم لکه محمد هاشم خان په دولتي مطبوعاتو ټينگار کاوه او د ازادو مطبوعاتو مخالف و . ( ٢: ٢٠ )
د ديموکراسۍ لسيزه ( ١٩٦٣ _ ١٩٧٣ ز کال ) ( ١٣٤٣ _ ١٣٥٢ ل ) کې د افغانستان دريم آساسي قانون چې په ١٩٦٤ کال کې تصويب شو . د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه يې داسې ليکلي وه . : (( دبيان ازادي له تعرض څخه مسونه ده.هر انسان حق لري چې د قانون داحکامو سره سم يوازې د افغانستان د اتباعو حق دې ، دوې اجازه لري چې عمومي مطبوعې جوړې او د مطبوعاتو په نشر کې ونډولري ، خو د راډيو او تلويزون دستگاه گانو جوړول يوازي دولت ته اختصاص لري . ( ٢: ٢١ )
د ديموکراسۍ په لسيزه کې انقلابي خوځښتونه د تشکيل په حال کې و . د خلق او پرچم ورځپاڼو د افغانستان د خلق ديموکراتيک گوند ايديالوژي ، اهداف او مرام نشراوه او يو شمير نورې ازادې او خپلواکې نشر يې منځ ته راغلي خو د داود خان په کودتاه کې ( ١٣٥٢ _ ١٩٧٣ ) سره ټول ازاد نشرات بند او دولتي مطبوعاتو تر کلک نظارت لاندې نشرات پيل کړل . خو ادبي ، علمى او فرهنگي فعاليتونو پرمختگ وکړ .
د ١٣٤٣ لمريز کال آساسي قانون په يو ويشتمه ماده کې داسې راغلي وه . : (( د فکر او بيان ازادي د بلوسى څخه په امن ده ، هر افغان حق لري چې مطالب د قانون د حکومونو سره سم له دي چې لومړي يې د دولتي مطبوعاتو ته وښي چاپ او نشر کړي . د عمومي چاپ خانې د تاسيس او مطبوعاتو د خپرونو اجازه اود امتياز قانون د حکمونو سره سم يوازي د افغانستان د اتباعو او دولت ته ور کول کيږي . د راډيو او عامو خپرونو او کار ځايونو تاسيس او چلول يوازي په دولت پوري اړه لري . ( ٦ : ٦ )
د ١٩٦٥ز کال څخه تر ١٩٧١ ز کال پورې ٣١ غير دولتي ورځپاڼې او جريدې خپريدلې چې ٧ جريدي لکه خلق ، پرچم ، مساوات ، صداي عوام ، شعله جاويد او افغان ملت د سياسي گوندونو د نشراتي ارگان په توگه خپريدلې . يوازي د سبا په نوم يو وړه ازاده مطبعه موجوده وه . نورې ټولې په دولتې مطبعه کې چاپيدلي . ( ٩: ٢١٩ )
خو ازادو يعنې غير دولتي ورځپاڼو چې کله جواز تر لاسه کړ او يو اندازه پيسې يې په بانک د تضمين په توگه کيښودلې په خپله لاره کې يې بل خنډ شتون نه در لود خو په دې ټولو کې د ټولنيزو گټو احساس در لودونکي کم وو . ( ٩: ٢٢٤ )
پايله :
مطبوعاتو د افغانستان په کلتوري تاريخ کې د پام وړ ونډه اخستې ده . چې اوس مهال خلک د رسنيو د معلوماتو پر بنا د دولت په کړنو قضاوت کوي . او د سياسي وضيعت ارزونه کوي خو مهمه دا ده چې ټولې رسني په ايماندارۍ سره حقيقتونه نشر کړي تر څو دخلکو د بيدارۍ سبب و گرځي .
په افغانستان کې مطبوعاتي فعاليت د امير شير على خان دويم ځل واکمنۍ کې په رسمي ډول پيل شوه. د اعليحضرت محمد ظاهر شاه د واکمنۍ تر پايه پورې يې مختلف پړاونه طې کړي دي . چې ځينو واکمنانو لخوا د ورځپاڼو مسولينو ته د تحديد او بندي کيدو سزا هم ور کړل شوې ده . خو مطبوعاتو خپل ټولنيز رول لوبولي او د خلکو باور يې پرځان پيدا کړې . اوس ډيرى ځوانانو مطبوعاتي فعاليتونو ته مخه کړې ده . خو مطبوعاتو د تاريخ په دغه پړاو کې يعنې له ١٨٦٨ څخه ١٩٧٣ ز کال پورې ، دغازي امان الله خان واکمنۍ او د دموکراسۍ لسيزه ځانگړى ځاى لري . چې په دي دغو دواړو وختونو کې مطبوعاتو دپام وړ پرمختگ کړى دي .
Abstract:
The media and press took part in cultural history of Afghanistan . Now a days people gudge on the basis of information publishing throush press a bout governmental laws and activities . they examine political situation , but It is important for media to public ate fact with reality and honesty to awarm people .In Afghanistan the press and media activities started when Amir sher Ali khan had come in authority for the second time . And passed throush different stages up to the end of Ali Hezrat Zahir shai government . That from some authoritative directors of newspapers were punished and prisoned .
But press and media played its social and central role . And achieved the trust of the people , Now a days a lot of people take interest in media but press has a special position for the period 1868 throush 1975 during Amanullah khan decade of democracy , That played central , Role in publishing press .
ماخذونه
١ _ افغان ، فرياد ، نجم الدين ( ١٣٨٤ هــ ش ) . نگرش بر تاريخ معاصر افغانستان . انجمن نشراتي دانش ، پشاور .
٢ _ پرتو نادرى ، نصرالله ( ١٣٨٥ ل ) . چگونکې رسانه ها در افغانستان . مجتمع جامعه مدني افغانستان ، نگاه انتشارات و مطبعه ، ميوند .
٣ _پيغام ، جان محمد ( ١٣٩١ ل ) ، پوهه ، د ننگرهار پوهنتون علمى او څيړنيزه ، درى مياشتنۍ خپرونه . علامه محمود طرزى . ١٣٩١ ل کال دويمه _ دريمه گڼه ، چنگاښ _ليندي پر لپسي ٤٣ _ ٢٤ گڼه .
٤_ پيغام ، جان محمد ( ١٣٩٢ ) پوهه د ننگرهار پوهنتون علمي او څيړنيزه درې مياشتنۍ خپرونه . غلام محۍ الدين انيس . په افغانستان کې د ملي خپلواکه نا دولتي جريدې بنسټ ايښودونکى . ١٣٩٢ ل کال لومړى گڼه مرغومى _ غبرگولي . پر له پسې گڼه : ٤٤_ ٤٥
٥ _ پيغام ، جان محمد ( ١٣٩٠ ) کال . د شلمۍ پيړۍ په لومړيو درييو لسيزو کې د افغانستان سياسي او فرهنگي بهير . مومند خپرندويه ټولنه . ننگرهار جلال آباد .
٦ _ ځلمى ، محمد ولي ( ١٣٨٤ هــ ش کال ) . د افغانستان په وروستي دموکراسى کې د فکر او بيان ازادي .
٧ _ دريځ ، امين الله ( ١٣٧٩ خورشيدي ) افغانستان د قرن بستم ، کتابخانه دانش ، پيشاور .
٨ _ عطايي ، محمد ابراهيم ( ١٣٨٤ ) . افغانستان پر معاصر تاريخ يوه لنډه کتنه . دويم چاپ انتشارات ميوند ، سبا کتابخانه ، پشاور .
٩ _ کشککي ، مصباح الدين ( ١٣٨٩ ) . د آساسي قانون لسيزه . ژباړه داد خان غزنيوال ، ميوند خپرندويه ټولنه . مطبعه کابل
١٠ _ هاشمي ، سيد سعدالدين ( ١٣٥٩ هــ ش ) . افغانستان معاصر . پوهنځى علوم اجتماعي پوهنتون کابل . گسستنر
* محمود طرزي د غلام محمد طرزي زوى ( ١٢٤٤ لمريز _ ١٨٦٨ ز کال ) د اگست په ٢٣ مه په غزني کې زيږيدلې دې . لومړنۍ زده کړې يې د خپل پلار او ملا محمد هوتک څخه کړي . نوموړي اردو ژبه په هند کې د استوگنې پر مهال زده کړه . په شام او بغداد کې يې عربي ژبه ، زده کړه . په ( ١٩٠٢ ز کال ) افغانستان ته راستون شو . په ١٩٣٣ ز کال د ځيگر د ناروغۍ له امله په استانبول کې مړ شو او هلته خاورو ته وسپارل شو . ( ٣ _ مخ : ١٢٧ )