"پښتو ګرامر "دویمه برخه

R
Riaz Muqamzai
Author
Aug 08, 2021
4 years ago
4,236 views
"پښتو ګرامر "دویمه برخه

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د "پښتو ګرامر" لړۍ، په لومړۍ لیکنه کې تاسو د ګرامر په اړه بعضې مهم مسایل زده کړل. په دې لیکنه کې به د ګرامر اړوند مهم اصطلاحات وپېژنئ. دا لیکنه به له تاسو سره مرسته وکړي، چې زموږ په راتلونکو لیکنو کې له ستونزو سره مخ نه شئ او وکولای شئ ګرامر په سمه توګه زده کړئ.

 

اصطلاحات

د هرې موضوع اړوند ځينې مهم کلیدي کلمات او اصطلاحات وي، چې باید د موضوع تر لوستلو وړاندې پرې پوه شو. ځکه دا داسې اصطلاحات وي، چې د موضوع تر پایه ورسره څو ـ څو ځله مخ کېږو. که یې مفهوم سم درک نه کړو، نو له ستونزو سره مخ کېږو. په ګرامر کې هم داسې اصطلاحات شته، چې ځينې یې په لاندې ډول دي. 

 

فونیم

که څه هم د ګرامر هرې اصطلاح ته ژبپوهانو بېلابېل تعريف وړاندې کړي دي؛ خو زموږ هڅه دا ده، چې دلته تر ټولو ساده او عام فهمه پېژندنه یې وړاندې کړو. د فونیم په برخه کې ویلای شو، د ژبې تر ټولو کوچنی غږيز واحد ته فونیم ویل کېږي. مثلا: 

ـ سوله 

ـ وطن

څه فکر کوئ، چې "سوله، وطن، مینه" فونیمونه دي؟

که ځواب مو "هو" وي، نو غلط پوه شوي یئ. پورتني بېلګې فونیمونه نه دي. بلکې هره یوه بېلګه له څو فونیمونو جوړ ده. یعنې په کلمه کې هر کارېدونکی غږ یو فونیم دی. مثلا:

ـ سوله: له څلورو فونیمونو "س، و، ل، ه" جوړه ده.

ـ وطن watan: وطن له پنځو فونیمونه (غږونو) جوړ دی. تاسو به وایئ، چې دلته خو درې توري "و، ط، ن" دي. هو؛ تاسو سم وایئ هلته درې توري دي خو غږونه پنځه دي دي. که ځير شئ، په "وطن" کې له "و" او "ط" وروسته د "a یا زبر" غږونه شته. که په عربي لیکدود یې ولیکو لا به ډېر پوه شئ. "وَطَن". لا ډېر به یې وشنو "و، َa، ط، َa، ن". وینو چې له پنځو غږونو جوړه کلمه ده.

 

*وضاحت: (په پښتو لیکدود کې د کلمو په منځ کې راتلونکی a غږ نه لیکل کېږي. یا په بله اصطلاح د زبر غږ لپاره کوم شکل نه لرو. لکه، که "وطن" په عربي کې "وَطَن" داسې ولیکو. نو په پښتو کې ددې زبر " َ" لپاره کوم شکل نه لرو. همدا وطن په انګلېسي کې د "watan" په شکل لیکلای شو. وینو چې تر "و" او "ط" وروسته هم د "a" غږونه شته. البته هڅه کوو، چې په دې اړه لا ډېر وضاحت په نورو لیکنو کې ولرو."

اوس تاسو ووایئ، چې لاندې بېلګې له څو فونیمونو "غږونو" جوړ دي؟

ـ سر 

ـ بر

ـ لښکر 

ځواب مو څه دی؟

پورتني لومړنۍ دوه بېلګې "سر، بر" له درېيو ـ درېيو فونیمونو "غږونه" جوړ دي. "سَر، sarاو بَر bar". وروستی مثال (لښکر" له شپږو غږونو جوړ دی. "لَښکَر" له "ل" او "ک" وروسته د زبر " َ a" غږونه شته.

اوس ستاسو خپل ځواب او زموږ شرحه سره مقایسه کړئ.

 

ګرافیم

د ګرامر د مطالعې په وخت کې به ډېر ځله د ګرافیم له اصطلاح سره هم مخ شو؛ نو ښه ده چې په سمه توګه یې وپېژنو. مثلا د "م" غږ لپاره په انګلېسي کې د "m" په څېر ګرافیم (کښل) کېږي، په روسي کې د "м" په څېر او په عربي، اردو، فارسي او پښتو کې د "م" په څېر لیکل کېږي. د لا ډېر وضاحت لپاره، ووایئ چې په لاندې بېلګه کې څو ګرافیمونه وینئ؟

ـ شپږ

ـ لس

ـ یوویشت

په "شپږ" کې درې ګرافیمونه "ش، پ، ږ"، په لس کې دوه "ل، س" او يوويشت کې شپږ  ګرافیمونه "ي، و، و، ي، ش، ت" وینو.

 

فونولوژي

د ګرامر هغه برخه ده، چې د ژبې اړوند ټول فونیمونه (غږونه) څېړي. په دې برخه کې لاندې موضوعات ترڅېړنې لاندې نیول کېږي. 

  • ـ فون
  • ـ فونیم 
  • ـ د غږ ډولونه
  • ـ د ادا کولو ځايونه 
  • ـ د غږ د تولید ډول او ځينې نور مسایل.

 

مورفیم 

د یوې ژبې تر ټولو کوچنی مانیز واحد ته مورفیم ویل کېږي. مثلا: قلم، کتاب، لمر، پر، په او ... 

په دې برخه کې ځینې نورو وضاحتونو ته هم اړتيا شته، چې پر خپل وخت به پرې مفصلې خبرې وشي. 

 

مورفولوژي

د ژبې اړوند ټول مورفیمونه او د مورفیم اړوند مسایل تر څېړنې لاندې نیسي. مهم موضوعات یې عبارت دي له:

  • مورفیم
  • الومورف 
  • د مورفیم ډولونه او ...
  •  

 

د ګرامر اړوند ګڼ شمېر نورې کلمې هم شته، چې باید پرې پوه شو. خو زموږ هڅه دا ده، چې هر مفهموم او اصطلاح په مناسب وخت کې شرحه کړو؛ نو د لیکنې او موضوع مطابق به د نورو اړينو مفاهمو او اصطلاحګانو شرحې پخپل وخت کې ولرو.

 

که ددې لړۍ لومړۍ لیکنه مو نه وي لوستې، کولای شئ پر لاندې کرښه ګوته کېکاږئ او ولولئ!

پښتو ګرامر "لومړۍ برخه"

Related Articles

Mar 24, 2022
1,936 views

سقراط

  سقراط  د نړۍ لومړنی فیلسوف ګڼل کېده، کتاب یې نه دی لیکلی، ځکه په لیکلو نه پوهېده. سقراط ډېر بدرنګه وو او شاګرد يې له داسې مجسمې څخه بېلګه وړاندې کړه.  که څه هم ظاهري مسخره وه، مګر دننه بیا يوه عجيبه او بی مثاله انسان وو. وتی د سقراط مور یوه قابله...

Aug 08, 2020
2,564 views

امونېم ناېترېت

پرون د لبنان پاېتخت ( پلازمېنې) بيروت کې ېو ډېره زوروره چاودنه وشوه . وروستي مالومات ښيي چې ( تر اوسه) په دې چاودنه کې سل کسان وژل شوي او 4000 ټپېان دي .د نړېوالو خبري اژانسونو په وېنا چاودنه په هغه بندري ګودام کې شوې ، چېرته چې 2700 ټنه امونېم ناېتر...

Dec 28, 2021
2,344 views

! هغه لاملونه چې نارینه باید له یو ښه ساعت څخه ګټه واخلي

لیکنه: شکېبا نادري هغه لاملونه چې نارینه باید د یوه ښه ساعت څخه ګټه واخلي!   په پخوا وختونو کې به خلکو له ساعتونو څخه ډېره ګټه اخیستله، خو د موبایلونو د ډېرېدلو سره له ساعتونو څخه ګټه اخیستل ورځ تر بلې مخ پر کمېدو دي، خو هغه کسان چې غواړي منظم او...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,763 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,146 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,050 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...