نړیوال بانک او د پيسو نړيوال صندوق (IMF) دوه نړیوالې ادارې دي چې هیوادونو ته قرضه ورکوي، نړیوال بانک هغو هیوادونو ته قرضه ورکوي چې د هیواد اقتصاد مخ پر ودې روان وي او غواړي لا پرمختګ وکړي نو له نړیوال بانک قرض اخلي، هندوستان یې ښه مثال دی؛ دوی له نړیوال بانک ډيرې قرضې واخیستلې، ددې معنی داده چې هندوستان په اقتصادي لحاظ لا پرمختګ کوي. د يوه سرمایه دار له نظره دا حالت د خوښۍ ده، د یو هیواد اقتصادي ودې سره داخلي او بهرني پانګوالو ته د پانګونې موقع په لاس ورځې، نو داسې حالت کې خوشبینۍ زیاتېږي، انفلاسیون کمېږي، کرنسي یې ارزښت پيداکوي.
له بل لورې ایې ایم ایف هغو ملکونو ته قرض ورکوي چې له اقتصادي رکود سره مخ وي، دوی څلور ډوله قرضه ورکوي. لومړۍ FCL(Flexible Credit Line) دا ډول قرضه هغو ملکونه اخلي چې پوهېږي هیواد یې په ستونزه کې ایساریږي نو د احتیاط لپاره له ستونزو دمخه قرض اخلي.
دویم: PLL ( Precautionary Lending) هغه هیوادونه چې ستونزو سره تازه مخ شوې وي خو د ستونزو په لومړیو کې قرض واخلي او هیواد له ستونزو پرې وباسي، له ایې ایم ایف دې ډول قرضې ته درخواست کوي.
دریم: SBA (Standby Agreement) دا ډول قرضه هغو هیوادونو ته ورکول کېږي چې اقتصادي ستونزو خورا کمزوری کړی وي خو د قرض په ترلاسه کولو یې د رغولو چانس وي.
څلورم: EFF (Extended Fund Facility) دا قرض هغو هیوادونو ته ورکول کېږي چې سخت په اقتصادي ستونزو کې ګېر وي او د حل لپاره دوامداره قرض ته اړتیا لري.
پاکستان اوس له ایې ایم ایف څلورم ډول له مخې 1,4 ميليارده ډالر قرض ترلاسه کړ, د یوه پانګوال له نظره دا حالت د پانګوونې لپاره ډیر ګواښونکی دی نو فلهذا پانګوال پداسې حالاتو کۍ پانګونه نه کوي، د هيواد اقتصادي وده کمېږي، بیلنس آف پیمنټ یې کمبود کوي چې د هیواد په کرنسي منفي اغیز کوي، کرنسي خپل ارزښت له لاسه ورکوي. انفلاسیون (د توکو بیې) لوړيږي یا قیمتي رامنځته کېږي.
پاکستان د پيسو نړيوال صندوق څخه د شپږ ميليارده ډالرو نور قرض هم ددې ډول له مخې غوښتی خو اوسمهال يوازې 1,4 ميليارده يې قرض يې د کرونا سره د مبارزې لپاره ترلاسه کړ. يوه خبره چې IMF هيڅ هيواد ته د کرنسي د غورځولو نه وايې بلکې له ایې ایم ایف څخه قرض اخیستل پخپله د خطر زنګ دی چې د پانګوالو پر پریکړو اثر کوي، دوی خپلې پانګې بېرته راټولوي، نړیوال سوداګر له هیواد خپلې پانګې باسي چې داسې حالت پخپله اقتصادي ستونزې لکه پاکستان چې ورسره اوس مخ دی راولاړوي.
په لنډو کې که ووایم، له IMF قرض اخیستل د هیواد په اقتصادي ودې، کرنسي، او انفلاسیون منفي اغېز کوي. او د World Bank څخه قرض اخیستل بیا مثبت اثر کوي. اقتصادي وده ورسره کېږي، انفلاسیون کمېږي او داخلي او بهرني پانګوال پانګونه کوي.