هغه پښتون چې د تاجکستان د پوهنې لومړنی وزیر و

R
Riaz Muqamzai
Author
Sep 05, 2021
4 years ago
3,289 views
هغه پښتون چې د تاجکستان د پوهنې لومړنی وزیر و

نثار محمد افغان د تاجیکستان د ښوونې او روزنې لومړنی وزیر ، په ۱۸۹۷ کې د خیبر پښتونخوا د صوابۍ ولسوالۍ په زيده کلي کې زیږیدلی و. یو ځیرک، پوه او د ”ځوانو افغانانو د مشروطیت غورځنګ“ یو ډېر وفادار ملاتړی و. د غازي امان‌الله خان په مشري د افغان-انګليس په درېیمې جګړې کې د افغانستان د خپلواکۍ بيرته ګټلو لپاره جنګيدلی و. نثار محمد افغان د اکتوبر انقلاب، لېننېزم او د هندي کمونیست مشرانو لکه منابندرا نات رای (۱۷۹۴-۱۸۸۷) څخه اغيزمن شوی و. د ۱۹۲۰مو کلونو په جریان کې هغه خپل پلرنی ټاټوبی د همېش لپاره د شوروي روسیې په موخه پریښود او هلته د بلشویک په ګوند کې شامل شو او د تورکستان شوروي سوسیالیست جمهوریت ته واستول شو.

د ۱۹۲۹ د‌ ډسمبر په ۵مه د تاجیک شوروی سوسیالیست جمهوریت په رامینځته کېدو، هغه د ښوونې او روزنې لپاره د خلکو د لومړي کمیسار (وزیر) په توګه وټاکل شو.  هغه دا دنده د ډېری کلونو لپاره پر مخ يوړه، تر هغه چې نوموړی د سټالین ناخوښ شو، او د ۱۹۳۰مو کلونو په وروستیو کې په مړینې محکوم شو او زندان ته واچول شو. د بند په بهير کې وسوځول شو او ايرې د مسکو په يوه هديره کې پټې کړای شوې. له ده سره یو ځای د شوروي تاجيک دوه نور مشران نصرت الله مخدوم او شيرين‌شاه شاه‌تيمور او يوشمېر روسان د ۱۹۳۷ د اکتوبر په ۲۰مه په ډزو ووژل شول. د نثار محمد شاليد او پېژاند ددې سبب شوی و چې شوروي چارواکو نوموړی د کار لپاره تاجکستان ته واستوي او د تاريخ په يوه مهم پړاو کې ترې استفاده وشي.

نثار محمد د پښتون توکمیزې ریښې په لرلو ځان يوسفزی افغان معرفي کړی دی. هغه د زیده له کلي سره تړاو درلود چې د پېښور وادي په صوابۍ ولسوالۍ کې موقعیت لري. نوموړی کلی اوس د یوسفزي پښتنو مرکز دی، صوابۍ ښېرازه سیمه د یوسفزي- تیموریانو تر نیواک ۵۰۰ کاله دمخه د تاجیکو خاوره وه، او د مغلو په امپراتورۍ کې د پښتني حکومت د بونیر ولایت په چوکاټ کې شامل شوې وه.

د زيده کلی په مندڼ یوسفزیو کې د اباخېلو برخه ده. دا قبيلې په دې پیژندل شوي چې ۵۰۰ کاله دمخه په دې سیمو د دوی د یرغل پر مهال هغوی بومي تاجيک پښتونزېشن کړي و.

نثار محمد د اول خان زوی و او نيکه يې محمد علي نومېده او دوه نور نيکونه يې په ترتیب سره کریم خان او کرم خان دي.

 

فیصل فاران

Related Articles

Nov 16, 2020
5,582 views

د شکر ناروغۍ نښې؛ (ستړيا، تنده او...)

شکر په نړۍ کې یو له ډېرېدونکو ناروغيو څخه دی. په دې لیکنه کې به تاسو د شکرې ناروغۍ پر ځينو عمده علايمو پوه شئ. د امریکا د ارواپوهانو ټولنې اعلان کړی، چې اوسني ځوانان د مخکينيو لسیزو له ځوانانو څخه ډېر تر فشار لاندې ژوند لري. همدې ټکي ته په پام پر شکر...

Mar 25, 2024
1,095 views

د فراه - بخش اباد بند

 دبخش آباد بند چى په فراه ولايت کى موقعيت لرى  دتونلونو ليول کارى اى روانه ده، او نږدى وخت کى به اى د تونلو دکانکريت ريزى کارونه شروع شى Final leveling and preparation for concrete and rock boulting دبخش آباد بند  ۱۳۶۰ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کو...

Mar 17, 2022
6,455 views

په بطن کې د ماشوم جنسیت څنګه معلوم کړو؟

ژباړه ـ رياض مقامزی   د امیندوارۍ پر مهال د جنین جنسیت معلومول يو له په زړه پورو واقعاتو څخه ده او دا طبیعي خبره ده، چې هر مور او پلار خوښوي چې د خپل راتلونکي اولاد جنسیت وپېژني. په دې لیکنه کې پر همدې خبرې شوي دي، چې څنګه کولای شو له زېږون وړاندې د...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,529 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,104 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,898 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...