کومې کړنې مو د پرمختګ مخنیوی کوي؟

i
imranghani
Author
Sep 27, 2021
4 years ago
3,510 views
کومې کړنې مو د پرمختګ مخنیوی کوي؟

کومې کړنې مو د پرمختګ مخنیوی کوي؟

 

ټول انسانان هڅه کوي چې د ژوند په هر اړخ کې بریالي وي. که هغه کړنې د کور دننه، لکه د کور کارونه او یا له کور څخه بهر، لکه  زده کړې، سپورټ، پلورل او پېرل، دنده او داسې نور وي، خو ځینې وخت موږ له دومره هڅو سره سره بیا هم ځان پرمختګ او بریا ته نه شو رسولای. 

نن په دې لیکنه کې په دې اړه معلومات درکوو چې څنګه پرمختګ کولای شو او کومې کړنې مو چې د پرمختګ د مخنیوی لامل کېږي، له منځه یوسو.

هیله ده چې د دې لیکنې په لوستلو سره مو هغه خنډونه له مخې لرې کړئ چې ستاسو د پرمختګ مخه نیسي.

 

۱. په تېر مهال کې ژوند کول

وخت د تېرېدو او پېښې د پېښدو په حالت کې دي، موږ باید خپل وخت په بې ځایه کړنو تېر نه کړو، باید له خپل وخت څخه په سمه توګه ګټه واخلو، د هرې ورځې لپاره ځانګړی مهالوېش ولرو، هڅه وکړو چې ژوند مو داسې پر مخ لاړ شي، لکه موږ یې چې غواړو. د تېرو شویو پېښو په اړه اندېښنه ونه کړو، په تېر مهال کې ژوند کول زموږ د راتلونکي پرمختګ مخنیوی کوي موږ نه پرېږدي چې نوی ژوند، نوی پلان جوړ کړو  او پرمختګ وکړو.

 

۲. د راتلونکې لپاره اندېښنه مه کوئ!

ځینې کسان د دې پرځای چې اوس ژوند جوړ کړي، کار وکړي، پرمختګ ته لاره هواره کړي، دوی د راتلونکي لپاره اندېښنې کوي. 

که موږ تل له مهالوېش سره سم ژوند پر مخ یوسو، نو یو منظم او بریالی ژوند به ولرو، نه به په اوس ژوند کې ستونزه ولرو او نه به د راتلونکي لپاره اندېښنې ولرو. 

 

۳. هېڅکله ځان له نورو سره مه پرتله کوئ!

ځینې انسانان تل ځان له نورو سره پرتله کوي، دا پرتله کول د دوی ځان باوري له منځه وړي او دوی دې ته اړ کوي چې د ځان، کورنۍ، زده کړو، دندې او داسې نورو په اړه اندېښنې وکړي ان تر دې چې فکر کوي، دوی د نورو په پرتله ډېر کمزوري دي، دا د ځان پرتله کول د دې لامل کېږي چې په ځان د بریا او پرمختګ ټولې لارې وتړي.

 

۴. مالي ستونزې 

پیسې د انسانانو په ژوند کې ډېر اړین رول لري، ډېری وخت د پیسو د نه شتون له امله خلک د پرمختګ لوی لوی چانسونه له لاسه ورکړي، مثلاً یو زده کوونکی د پیسو د نه شتون له امله د کانکور لپاره تیاري نه شي نیولای په پای کې دوی نه شي کولای چې د خپلې خوښې پوهنځي ته بریالي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، هیلې یې تل همداسې هیلې پاتې شي.

خو انسانان تل باید د خپلې موخې او پرمختګ لپاره تر هغه مبارزه وکړي، ترڅو چې بریالي شوي نه وي.

هڅاند انسان هرومرو يوه ورځ خپلو هیلو او موخو ته رسېږي، نو موږ تل باید هڅه وکړو، هڅه خپله د پرمختګ لپاره لومړی ګام دی.

Related Articles

Aug 09, 2022
2,211 views

د ځانوژنې ارواپوهنه

لیکوال - ډاکټر رامین علوی نژاد ژباړه او لنډیز - ریاض مقامزی  ځانوژنه پر دې پوهېدل خورا سخت کار دی، چې ولې یو ملګری، د کورنۍ غړی او یا کوم بل مشهور کس ځانوژنه کوي. آن ښايي د خطر هېڅ کومه روښانه نښه/علامه هم نه وي، چې درک یې کړو.  په اکثریتو پېښو ک...

Mar 24, 2021
4,098 views

نشریه ها، مجله ها و کتاب های پشتو

نشریه ها، مجله ها و کتاب های پشتو مصطفی عمرزی پرداختن به زبان و ادبیات پشتو در افغانستان، به چند دلیل، بسیار مهم است. نخست این که استمرار قرائت اجتماعی، سیاسی و فرهنگی آن با اکثریت کشور(پشتون ها) با ذهنیت تحفظ تمامیت ارضی،  توام می شود. به هر روی،...

Jun 15, 2023
4,519 views

د ژوند دښمن K ټابلیټ

ټابليټ K د ژوند #دښمن  ټابليټ #K يو ډير خطرناک نشه ئي مواد دي چې په اوس وخت کي د افغانستان په ښارونو کې رواج شوي دي، همدا ټابليټ k دي چې بدبختانه پوهه او باسواده وګړي هم ورڅخه په استفادې خپل او د خپلې کورنۍ ژوند تباه کوي. دغه نشه ئي مواد چې د يو ډو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,723 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,140 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,020 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...