اقصا جومات
1,453
imranghani
2021-10-19 23:34:07
لیکنه: شکېبا نادري، اقصا جومات
الله ﷻ د بنده ګانو د عبادت لپاره ځینې ځایونه ځانګړي کړې دي، چې په دغو ځایونو کې عبادت کول ډېر ثواب لري او دې ځایونه ته جوماتونه ویل کېږي. مسلمانان د خپل عبادت لپاره د نړۍ په هره برخه کې د ځان د عبادت لپاره جوماتونه جوړوي او عبادت پکې کوي.
په نړۍ کې درې مشهور او لرغوني جوماتونه شتون لري، یو یې نبوي جومات چې په تېره لیکنه کې مو په دې اړه معلومات وړاندې کړل، دویم اقصا جومات چې په دې لیکنه کې ور باندې خبرې کوو او درېیم الحرام جومات چې إن شاء الله په راتلونکې لیکنه کې به پرې خبرې وکړو.
که تاسو هم غواړئ چې د دې سپېڅلو ځایونو په اړه مو معلومات زیات شي هیله ده چې زموږ دا لیکنه تر پایله ولولئ!
اقصا په لغت کې لرې یا لرېوالي ته وایي په عربي کې د لرې جومات په معنا دی او په اصطلاح کې اقصا جومات هغه جومات دی چې دې فلسطین په بیت المقدس ښار کې موقعیت لري. اقصا جومات چې حرم الشریف هم ورته وایي،
دا ځای د مسلمانانو لپاره لومړۍ قبله او درېیم سپېڅلی ځای دی. د دې جومات نوم څو ځله په قرانکریم کې د اسرا په سورت کې په لومړي ایت کې یاد شوی دی، خو په دې کې شک دی چې ایا هغه نوم چې په قرانکریم کې ذکر شوی د همدې جومات نوم دی که د کوم بل ځای نوم دی.
د اقصا جومات موقعیت
اقصا جومات د نړۍ له لرغونو او سپېڅلو جوماتونو څخه حسابېږي د فلسطین په بیت المقدس ښار موقعیت لري، چې لومړنی بنسټ اېښودونکی یې داوود (ع) دی، بشپړونکی یې سلیمان (ع) دی په دې وخت کې د دې ښار نوم اورشلیم یا یورشالیم و، اورشلیم له دوو کلمو څخه جوړ نوم دی، چې اور په عبري ژبه کې اتش یا د پښتو د اور، رڼا او د سپېڅلي معنا لري او شلیم د ښار او سولې معنا لري.
له دې وروسته بیا د دې ښار نوم ایلیاء (د خدای ښار) شو او د یهودیانو په وخت کې د دې ځای نوم بیت همیقداش (د خدای کور) شو.
حضرت مُحَمَّد ﷺ وروسته له هجرت څخه تر اوولسو میاشتو همدې خواته لمونځ کاوه.
د اقصا جومات تاریخچه
د اقصا جومات د بني امیه د دوو خلیفه ګانو عبدالملک بن مروان او زوی یې ولید بن عبدالملک له خلافت مخکې چې د حرم قدسي شریف په نامه یادیده په اوسنۍ بڼه نه و، خو په 691 م کال کې عبدالملک بن مروان د دې جومات جوړول په اوسنۍ بڼه پیل کړل.
د ولید بن عبدالملک د واکمنۍ پر مهال بیا د اقصا جومات نور هم لوی او ښکلی شو، اقصا جومات په دې وخت کې یوولس دروازې درلودې چې اووه دروازې یې په شمالي خوا کې، یوه یې د ختیځ خواته، دوې دروازې یې د لوېدیځ خواته او یوه دروازه یې د سوېل خواته درلودله، له جومات څخه بهر د لمونځ کوونکو د اوداس لپاره کابو 25 څاګانې هم جوړې کړې. اقصا جومات یو ځل په 746م او بیا په 1033م کال کې د سختې زلزلې له امله له منځه لاړ، خو د عباسیانو د خلیفه منصور په واسطه بیا جوړ او د عبادت لپاره تیار شو.
ولې د اقصا جومات د یهودیانو لپاره سپېڅلی دی؟
د یهودیانو په نظر دا جومات هم یو سپېڅلی ځای دی، دوی وایي چې دا ځای پخوا د یهودیانو د عبادت ځای و. د دوی په اند د یهودیانو د دین مهمې برخې په همدې ځای کې پاتې دي، له همدې امله دا ځای د یهودیانو لپاره یو سپېڅلی او با ازرښته ځای دی.