د بالزاک لنډ ژوند لیک

R
Riaz Muqamzai
Author
Oct 21, 2021
4 years ago
1,984 views
د بالزاک لنډ ژوند لیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

 د نړېوالو ادبي څېرو په نوملړ کې "بالزاک" د ځانګړي مقام خاوند. نوموړی په اروپايي ادب کې د ریالېزم ادبي مکتب له مخکښانو څخه شمېرل کېږي. تاسو به په دې لیکنه کې یې پر ژوند او فن پوه شئ. 

 بالزاک 
 په اروپايي ادبياتو کې د ريالېزم د بنسټ اېښودونکو له ډلې یو هم بالزاک دی. د نوموړي بشپړ نوم (اونوره دو بالزاک) دی. دی په نړېواله کچه يو پېژندل شوی شخصیت دی. د خپل قلمي قوت اظهار داسې کوي: ((هغه څه چې ناپيليون د تورې پرمټ لاسته راوړل زه يې د قلم پر مټ ترلاسه کوم.))
 بالزاک په (۱۷۹۹ز) کال کې د فرانسې په ((تور)) ښارګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلې. پلار يې د ښار مرستيال ښاروال و. بالزاک له څلور کلنۍ څخه په روزنتونونو کې روزل کېده. ځکه چې د والدينو اړيکې يې پخپلو کې ښې نه وې. د نوموړي مور له پلار څخه يې ۳۲ کاله کشره وه. 
 بالزاک يو څه زده کړې په ښوونځيو کې وکړې، بيا يې په يوه کالج کې دينې زده کړې هم پای ته ورسولې. وروسته يې په فرانسه کې د حقوقو پوهنځی ولوست او نږدې درې کاله يې د وکالت دنده هم پرمخ يوړه. وروسته يې د خپلو والدينو د خوښې خلاف ادبياتو ته مخه کړه. له ورځپاڼو سره يې دنده واخیسته. په دې توګه دا ستر ليکوال خپل اصلي مسير ته برابر شو او په نړېواله کچه وپېژندل شو. دده په اړه جالبه دا ده، چې د شپې په یوه بجه به پاڅېده او سپینې جامې به یې پر تن کولې. هغه پر دې باور و، چې د لیکلو پر مهال باید داسې کالي واغوندو چې هېڅ داغ و نه لري.
 شاوخوا نوي آثار یې لیکلي. ورکې هیلې، ستا د تره لور، باباګوریو، نوم ورکی شهکار او ځينې نور یې مهم آثار دي.
 له ګڼو ادبي لاسته راوړنو وروسته بالزاک په ((۱۸۵۰ز)) کال کې ومړ. په دې وخت کې یې عمر يوپنځوس کاله و.

 

 د بالزاک "Balzac"مهمې ویناوې

  •  له ښځې پرته کور د هدیرې په څېر دی.
  • دا لوږه ده، چې لېوان له ځنګله راوباسي.
  • مینه د احساساتو شاعري ده.
  • د هرې سترې شتمنۍ تر شا یو پټ جرم وي.
  • نابغه هغه څوک دی، چې خپل فکرونه په عمل کې وکاروي.
  • انسان له ناهیلۍ مري.
  • لوی استعداد له لویې ارادې پرته ناشونی دی.
  • هېڅ وخت نه شئ کولای چې د مور تر مینې رښتینې مینه پیدا کړئ. 

Related Articles

May 10, 2023
2,633 views

سرحوض بند - فاریاب

۱۶.  د سرحوض بند - فاریاب:دا بند د میمنې ښار څخه ۵۵ کیلومتره لېرې په سویل کې موقیعت لري. چې د ګوګل مپ انځورونو په ۳۵.۶۰۵۴۱۶ او ۶۴.۸۰۶۱۷۶ کوردیناتو کې د لیدو وړ دی. بند د سنګ کارۍ، پخو خښتو او مصالې څخه جوړ شوی ۱۰.۴ متره لوړوالی او د ۱۰۰ مترو شاوخوا ا...

Jun 02, 2023
904 views

رسنیو  ازادۍ څه ګټه لري؟

د رسنیو  ازادۍ څه ګټه لري؟  د موضوع معرفي د رسنیو ازادي د هرې ټولنې له مهمو اړتیاوو څخه شمیرل کیږي. د ازادو رسنیو په چاپيريال کې روڼتيا، عمومي ګفتمان پياوړتيا او د حساب ورکونې روحيه پياوړې کېږي او په پايله کې ژورنالستانو او رسنیو ته واک په لاس ورځي...

Dec 12, 2020
2,255 views

تاریخ جعلی اشکانی

تاریخ جعلی اشکانی مصطفی عمرزی در سلسله ی جعلیات مجوس، تاریخ اشکانی، خیلی طولانی ست. به اثر تلاش های مغرضانه و بی وقفه، در خلای عُمق تاریخی مجوس، هرچند با تمام نشانه های آشکار میراث فرهنگی، سیاسی و اجتماعی یونانی ها، اما وصله درست کرده اند تا سر آن...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,673 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,128 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,986 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...