د جملې ځانګړتياوې

R
Riaz Muqamzai
Author
Oct 22, 2021
4 years ago
2,224 views
د جملې ځانګړتياوې

ليکنه ـ رياض مقامزی

مونږ د خپلو خبرو ليکلو پر مهال تل له جملو څخه کار اخلو، هڅه کوو چې مخاطب ته يو څه ور انتقال کړو. د همدې په خاطر د ښو جملو جوړولو لپاره اړينه ده، چې د جملې پر ځانګړتياوو بحث وکړو. په پښتو ژبه کې د جملې ځانګړتياوې په دې ډول دي:

  • د کلمې معنا
  • د کلمې ترتيب
  • مفهوم
  • بشپړتيا
  • ګرامر

۱ - د کلمې معنا

مثال: پوف او لوف ښايي موف وپېري.

پورتنۍ جمله له شپږو کلمو څخه جوړه شوې ده، د دغې جملې درې کلمې (او، ښايي او وپېري) معنا لري. خو درې نورې کلمې يې معنا نه لري. په دې توګه دغه جمله هم کومه معنا نه څرګندوي. نو ځکه ويلی شو، چې اړينه ده د جملې ټولې کلمې دې معنا داره اوسي. مثلا ويلای شو: اجمل او اسد ښايي کمپيوټر وپېري.

۲ - د کلمو ترتيب

مثال: پلار يو واخېست زما موټر.

پورته جمله له ۵ کلمو څخه جوړه ده، او ټولې کلمې معنا لرونکي هم دي. مګر بيا هم دې جملې کومه معنا څرګنده نه کړه. په دې اساس اړينه ده، چې د جملې ټولې کلمې بايد په ترتيب هم وي. که داسې يې ووايو، معنا پيدا کوي: زما پلار يو موټر واخيست.

۳ - مفهوم

مثال: پړانګ ښکاري وڅاره او هغه يې وويشت.

پورتنۍ جمله معنا لري، او ټولې کلمې يې هم معنا لرونکي دي. خو جمله کوم مفهوم نه لري. ځکه دا امکان نه لري، چې مرغۍ دي ښکاري وڅاري او بيا دې هغه وولي. نو ځکه مجبور يو ددې جملې کلمې داسې تنظيم کړو: ښکاري پړانګ وڅاره او هغه يې وويشت.

اوس نو په دې جمله کې مونږ سم مفهوم څرګندوو کوم چې، عقل يې مني. د جملې يوه ځانګړنه ده چې د جملې مفهوم بايد سم وشي. 

۴ - بشپړتيا

مثال: پرون چې دی بس ته تم و.

د پورتنۍ جملې په اورېدو سره طبيعې خبره ده، چې پوښتنه به کوو (نو څه پېښه وشوه؟) دا پوښتنه ځکه را برسېره کېږي، چې جمله نيمګړې ده. نو اړينه ده چې جمله هم بشپړه کړو.

پرون چې دی بس ته تم و، چا ترې ټولې پيسې غلا کړې.

اوس نو پورتنۍ جمله بشپړه شوه او دغه خبره څرګندوي، چې جمله بايد تل بشپړه وي.

۵ - ګرامر 

مثال: هلک پر څوکۍ ناسته ده.

دغه پورتنۍ جمله ناسمه ده. ځکه په جمله کې د ګرامر له اړخه نېمګړتيا شته. د (ناسته ده) پر ځای بايد د (ناست دی) کلمې وکاروو.

هلک پر څوکۍ ناست دی.

Related Articles

Jun 18, 2023
2,142 views

لوي اختر د قربانۍ مسائل او فضايل

د لوي اختر د قربانۍ مسائل او فضايل:قرباني يو داسې مشروع عمل دی چې په قران کريم او حديث او اجماع سره ثابت دی او پر دې باندي د ټولو علماوو اتفاق دی.د لوی اختر په ورځو کې دالله (ج )د تقرب (نږديوالي) د حاصلولو په موخه د کوم ځانګړی څاروي حلالولو ته قربانې...

Nov 21, 2020
3,336 views

په نړۍ کې د ډوډۍ خوړلو حيرانوونکي رواجونه

د ډوډۍ خوړلو کتلور په مختلفو ټولنو کې لږ او ډېر توپير لري. د خوراک په وخت کې ځینې کارونه کېدای شي په یوه ټولنه کې ښه او په بل کې بد وي. د فرهنګونو رنګارنګي په جامو او رفتار کې پای ته نه رسېږي بلکې ګڼ نور رواجونه هم یوه ټولنه له بلې جلا کوي. یو له هغو...

Jun 07, 2023
2,465 views

رومي بانجانو څخه د روب جوړولو اسانه او ارزانه طريقه

د رومي بانجانو څخه د روب جوړولو اسانه او ارزانه طريقه. 1. لمړی د ضرورت وړ مقدار روميان د بازار څخه واخلی، د کوچنی فامیل لپاره پنځه منه او د غټ فامیل لپاره 10 منه سره روميان. 2. لمړی روميان  بايد په پاکو  اوبو ښه ووينځل شي، او بيا  د منځ څخه دوه نیمه...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,673 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,128 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,985 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...