لوي اختر د قربانۍ مسائل او فضايل
473
Faridon Delsoz Niazai
2023-06-18 13:09:29
د لوي اختر د قربانۍ مسائل او فضايل:
قرباني يو داسې مشروع عمل دی چې په قران کريم او حديث او اجماع سره ثابت دی او پر دې باندي د ټولو علماوو اتفاق دی.
د لوی اختر په ورځو کې دالله (ج )د تقرب (نږديوالي) د حاصلولو په موخه د کوم ځانګړی څاروي حلالولو ته قربانې وائې.
د قربانۍ حکم:
قربانې يو مالي عبادت دی او حکم يې واجب دی الله (ج) دقران کريم په سوره(الکوثر)کې فرمايلي (فصل لربك وانحر)
ژباړه
خپل رب ته لمونځ وکړه او قربانې وکړه.
رسول الله (ص) فرمايلي:
څوک چې وس ولري او قربانې نه کوي زموږ عيدګاه ته دې نه راځي.
(سنن ابن ماجه:باب الاضاحي واجبة،رقم الحديث3123).
دقربانۍ حکمت اوفلسفه:
سر بيره پر دې چې قربانۍ يو ابراهيمي ياد دی دا د الله په لاره کې يو ډول سر ښندنه او د الله د منني ادا کول هم دي کله چې بډايان دقربانې غوښه د بیوزلو په منځ کي ويشي نو په مسلمانانو کې د دوستۍ او ورورولۍ احساس او روحيه ژوندۍ کوي.
بډايه او فقير يو بل ترڅنګ خوښي کوي چې دا خوښي په يوه ټولنه کې د سوکالۍ او نيکمرغۍ لامل ګرځي.
دقربانۍ حقيقت او ارزښت:
حضرت زيد بن ارقم وايې چې صحابه کرامو رسول الله (ص)څخه د قربانۍ د حقيقت په اړه پوښتنه وکړه رسول الله (ص)په ځواب کې ورته وويل چې قربانې د حضرت ابراهيم (ع)سنت دی (اصحابه کرامو وپوښتل) آيا نو په دغه قربانۍ کې مونږ ته هم ثواب رارسېږي؟
رسول الله (ص)په ځواب کې ورته وفرمايل هو د قربانۍ د حیوان د هر ويښته په بدل کې تاسي ته يوه نيکې ليکل کيږي (اصحابه کرامو بيا وپوښتل)د وړيو هم دومره اجر دی؟
رسول الله (ص)په ځواب کي ورته وفرمايل هو د وړيو هم دغه حساب دی د هر ويښته په بدل کې یوه نیکې ورکول کیږي (سنت ابن ماجه:باب ثواب الاصحيه،رقم الحديث 3127).
دقربانی فضيلت:
حضرت عایشه (ض)وايې چې رسول الله (ص) وفرمايل د قربانۍ په ورځ کې الله (ج)ته تر قربانۍ زيات بل کار خوښ نه دی په دې ورځو کې دغه نيک کار تر هر بل نيک کار غوره وي د قربانۍڅاروي به د قيامت په ورځ د ښکرو او ويښتانو او ښنګرو سره يو ځای ژوندي راشي او د قربانۍ په ورځ به د حلالولو په وخت چې د وينې يو څاڅکی پر ځمکه لويږي نو ځمکې ته تر رسېدو مخکې د الله (ج)د خوښۍ سبب ګرځي او هغه يې قبلوي نو اي د الله بنده ګانو په خوښۍ او د زړه په مينه قربانې وکړﺉ (ترکزي:ابوابالاضاحي،رقم الحديث 1493).
دقربانۍ پر پريښودلو وعيد:
له حضرت ابو هريره (رض) څخه روای