په ټولنه کې د ښځو د زدکړو ارزښت

i
imranghani
Author
Nov 02, 2021
4 years ago
2,333 views
په ټولنه کې د ښځو د زدکړو ارزښت

   لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري، په ټولنه کې د ښځو د زدکړو ارزښت

 

دا ښکاره خبره ده چې ښځې د ټولنې نيمه برخه جوړوي، د اسلام دین د برابرۍ دین دی، الله ﷻ ښځو ته هم د نارینه وو په څېر حقونه ورکړي، لکه د زدکړو حق، د ښه ژوند حق، د واده حق، د سوداګرۍ حق او داسې نور ځکه چې د حضرت محمدﷺ مېرمنې بي بي خدیجې به هم سوداګري کوله، موږ ښځې د انساني ټولنې بنسټ بللای شو.

 ښځه په ټولنه کې د یوې روزونکې او پالونکې دنده لري، ښځه د اولادونو لپاره هغه لومړنۍ مدرسه ده چي د اولادونو د ذهني، بدني، او فیزیکي ودې مسوولیت پر غاړه لري. 

هېڅوک نه غواړي چې اولادونه یې د یوې داسې ښځې په غېږ کې را لوی شي چې نه له دیني او نه له دنیوي چارو څخه خبره وي، ځکه نالوستې ښځې نه شي کولای چې خپل اولادونو ته هغه څه ور وښیي چې اسلام موږ ته امر کړی دی، نالوستې ښځې له اسلامي اوصولو بې خبره دي او نه شي کولای چې د قرانکریم او نورو اسلامي زدکړو څخه ګټه واخلي.

د دې ټولو خبرو تر څنګ زدکړې د ښځو لپاره ډېر ارزښت لري، په هغې ټولنې کې چې د نالوستو ښځو شمېر د لوستو په پرتله ډېر وي هغه ټولنه د ډېرو ستونزو او بدبختیو سره مخ وي، اللهﷻ مسلمانو ښځو ته امر کړی چې له نامحرمو نارینه وو څخه ځانونه لرې وساتي له همدې امله یې ښځو ته د حجاب امر کړی دی، د ښځو په بدن کې ځينې داسې ستونزې شته چې یو نارینه ډاکټر ته یې ویل ستونزمن دي، نو د ښځو لپاره زدکړې کول یوه اړینه کړنه ده.

 اللهﷻ ټولو مسلمانانو ته امر کړی چې زدکړې وکړي او په قرانکریم  کې هم د زدکړو په کولو ډېر ټینګار شوی دی. که زدکړې کول اړین نه وای نو خدایﷻ به حضرت محمدﷺ ته د ولوله د کلمې امر نه کاوه.

د دې تر څنګ په ډېرو حدیثونو کې د زدکړو په اړه راغلي دي، له انس بن مالک څخه روایت دی چې حضرت محمد ﷺ فرمایي:

  قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «طَلَبُ الْعِلْمِ فَرِيضَةٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ».

ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د علم ترلاسه کول پر هر مسلمان  فرض دي.

په بل حدیث کې فرمایي:

عَنِ الشِّفَاءِ بِنْتِ عَبْدِ اللَّهِ، قَالَتْ: دَخَلَ عَلَيَّ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَأَنَا عِنْدَ حَفْصَةَ فَقَالَ لِي: «أَلَا تُعَلِّمِينَ هَذِهِ رُقْيَةَ النَّمْلَةِ كَمَا عَلَّمْتِيهَا الْكِتَابَةَ؟» سنن ابي داود، کتاب الطب، باب ما جاء في الرقى، ۳۸۸۵ شمېره حديث، دغه حديث د احاديثو نامتو کره کوونکي الباني صحيح بللی دی.

ژباړه: د عبدالله لور شفاء (چې ليک لوستې وه او د نمله نومي ناروغۍ په درملنه پوهېده) ویې ويل: زه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مېرمنې بي بي حفصې سره د هغې په کور کې ناسته وم چې هغه صلی الله عليه وسلم راغی او ماته يې وويل: ته دې (حفصې) ته ولې د ”نمله“ د دانو(هغه يو ډول دانې چې د انسان په بغلونو او نورو ځايونو کې راخېژي) اوده نه ور زده کوې، لکه مخکې دې چې ليکل ور زده کړل.

له دغې حديث څخه ښکاري چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم مېرمنې حفصې له شفا نومي صحابيې څخه ليکل زده کړي و او بيا هغه صلی الله عليه وسلم ور ته وفرمايل چې د ”نمله“ ناروغۍ  د رغېدو لارې چارې هم ور زده کړي.

له یادو حدیثونو څخه ښکاري چې اللهﷻ ټولو مسلمانانو ته د زدکړو امر کړی دی او له دې حدیثونو څخه دا هم څرګندیږي چې زدکړې یوازې پر نارینه وو نه، بلکې پر ښځینه وو هم فرض کړې دي، ځکه په پورتني حدیث کې د مسلم کلمه یاده شوې ده یعنې موخه یې هم نارینه او هم ښځینه دي.

 

لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري

Related Articles

Jan 10, 2021
4,447 views

مېلمه؛ کومو ټکو ته باید پام وشي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی که څه هم مېلمه پالنه د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې دود ده، خو په دغه برخه کې افغانان د ځانګړي نوم خاوندان دي. تقریبا هر افغان د مېلمه په قدر پوهېږي. دغه موضوع زموږ د ديني مسولیت ورهاخوا یوه کلتوري ريښه هم لري. افغانان د ميلمنو ډېر زی...

Oct 24, 2021
1,791 views

د سترس د ټیټوالي څو بېړنۍ لارې.

لیکنه: فاطمه اعظم د سټرس د ټيټوالي څو بېړنۍ لارې!!    لکه څنګه چې موږ ټول پوهېږو په داسې ټولنه کې ژوند کوو چې د سټرس د زېږېدونکو شرايطو شتون ډېر ممکن دی. يوازینۍ کار چې موږ کولای شو دا دی، چې هر څومره زر چې کيږي بايد د سټرس زېږېدونکو شرايطو سره جد...

Oct 22, 2021
2,303 views

د بدیو پر وړاندې غبرګون داسې وښيئ!

له بدۍ سره د مقابلې لارې لیکنه: لېمه دلیل  موږ او تاسو په ټولنیز ژوند کې له ډېرو داسې کسانو سره مخ کېږو، چې موږ په بېلابېلو طریقو سهواً یا قصداً ځوروي. پوښتنه دا ده، چې مونږ باید د دوی پر وړاندې له کوم عکس العمل څخه کار واخلو؟؟ بدیو ته ځواب معمولا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,229 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,016 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,685 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...