د انار دپوستکي روغتیایي ګټې

i
imranghani
Author
Nov 13, 2021
4 years ago
2,409 views
د انار دپوستکي روغتیایي ګټې

لیکنه: شکېبا نادري،  د انار د  پوستکي روغتیایي ګټې

 

انار هغه مېوه ده چې د مني په موسم کې پخېږي د مني پر مهال دا مېوه زموږ د ګران هېواد افغانستان په هر ولایت کې په ځانګړي توګه په کندهار او جلال اباد ولایتونو کې ډېره پیدا کېږي، چې هر څوک یې په اسانۍ او ارزانه بیه تر لاسه کولای شي، له بده مرغه چې ډېری خلک د انار پوستکی لرې غورځوي، خو که یې له روغتیایي ګټو خبر شئ، نو هېڅکله به دا کړنه تر سره نه کړئ.

موږ په نننۍ لیکنه کې د انارو د پوستکو په اړه تاسو ته معلومات در کوو هیله ده چې لیکنه تر پایله ولولئ!

 

۱. د ستوني د درد د درملنې لپاره

 د ستوني درد هغه ناروغي ده چې ډېری کسان پرې اخته کېږي، که تاسو هم همدا ناروغي لرئ تر ټولو اسانه او کورنۍ درملنه یې د انار پوستکی دی، د انار پوستکی په لږو اوبو کې واچوئ او جوش یې کړئ، په ورځ کې یې درې ځلې غړغړه کړئ ډېر ژر به مو د ستوني درد جوړ شي.

 

۲. د شکر د ټپ د درملنې لپاره

شکر هغه ناروغي ده چې ټپ یې په اسانۍ نه جوړېږي، خو د دغه ټپ د جوړېدو تر ټولو غوره لار د انار له  پوستکي څخه ګټه اخیستل دي، لومړی د انار پوستکی وچ کړئ، وټکوئ او بیا یې په ټپ واچوئ ډېر ژر به مو ټپ جوړ شي.

 

۳. د اسهال د درملنې لپاره

اسهال هغه ناروغي ده چې په لږ وخت کې ناروغ کس ډېر کمزوری کوي، ځکه چې ناروغ په چټکۍ سره د خپل بدن اوبه له لاسه ورکوي، نو هر څومره ژر چې کېږي باید مخه یې ونیسو، تر ټولو اسانه لار یې د انار پوستکی دی، لومړی د انار پوستکی جوش کړئ او بیا یې اوبه وڅښئ، نو ډېر ژر به جوړ شئ.

 

۴. د پوستکي د ښکلا او نرم والي لپاره

د انار پوستکی وټکوئ پوډر یې له  کریم یا واسیلین سره ګډ کړئ او هره ورځ ترې ګټه واخلئ، په ورځ کې یو ځل مو مخ او لاسونه پرې غوړ کړئ او وروسته له لسو دقیقو یې ووینځئ، د دې کړنې په تر سره کولو سره به مو پوستکی نرم او ښایسته شي.

 

۵. د غاښ د درد د درملنې لپاره

د غاښ درد هم هغه ناروغي ده چې د درد زغمل یې ستونزمن کار دی تر ټولو اسانه لار یې دا ده چې پرې د انار پوستکی واچوئ، د انار پوستکی لومړی وچ کړی، وروسته یې وټکوئ او په هغه غاښ چې درد کوي دا د انار د پوستکي پوډر واچوئ.

 

۶. د خولې د ټپ د درملنې لپاره

د ډېری کسانو په خولې کې یو ډول سپینې پولی د ټپ په بڼه پیدا کېږي چې ډېر درد او سوی لري که تاسو هم دا ناروغي لرئ د انار له پوستکي څخه ګټه واخلئ، لومړی د انار پوستکی جوش کړئ، دوه یا درې ځله مو په ورځ کې خوله پرې ووینځئ.

سربېره پردې د انار پوستکی ګڼ شمېر نورې روغتیایي ګټې هم لري، چې د ټولو یادونه دلته ناشونی کار دی.

Related Articles

Nov 19, 2021
1,329 views

د اسلامي فقهي له نظره په جزایي مسولیت باندې د ناپوهۍ، خطا او نسیان اغیزې

د اسلامي فقهي له نظره په جزایي مسولیت باندې د ناپوهۍ، خطا او نسیان اغیزې!لومړۍ برخه: په جزایي مسولیت باندې د ناپوهۍ اغېز!په اسلامي شریعت کې د لومړنیو مبادیو نه یوه مبدا دا ده چې جنایتکار د ناروا کار په کولو باندې نه نیول کېږي، څو یې په تحریم باندې پو...

May 24, 2023
1,081 views

د دوکتورا د غوښتتلیک برابرولو لړۍ

د .Ph.D د غوښتنلیک برابرولو لړۍ: (۴) تر استاد / پروفیسور پیدا کولو وروسته، له غوښتنلیک ورکوونکي د تحقیق د موضوع او پروپوزل په اړه پوښتل کیږي. په دې برخه کښې تاسې کولای شئ په خپله یو پروپوزل مخکې له مخکې ولیکی او بیا یې له استادانو سره شریک کړی.  او...

Jun 01, 2021
1,864 views

پارسیان، قوم مفقود ایران 

پارسیان، قوم مفقود ایران   حسین فیض اللهی وحید تا پایان سلسلهء قاجار، قومی به نام پارس [بنا بر منابع تاریخی] در ایران زندگی نمی کرد. گفته «می شود چند سده قبل از میلاد مسیح، قوم بی نام و نشان و بی تمدن و بیابانگردی در ده یا دوازده قبیله از جهتی که ب...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,990 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,206 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,200 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...