د مطالعې لپاره څه ډول چاپېریال مناسب دی؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 17, 2021
4 years ago
2,160 views
د مطالعې لپاره څه ډول چاپېریال مناسب دی؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

مطالعه هغه چاره ده، چې انسان پرې په بېلابېلو برخو کې خپل فکر ته هر اړخیز معلومات ور سپاري او په دې توګه یې نړۍ لید پراخېږي. هغوی چې ښه او معناداره مطالعه کوي په فکر، رفتار او خبرو کې یې ځانګړی توپیر رامنځته کېږي او خلک یې لیدلو او اورېدلو ته لېوالتیا پیدا کوي؛ خو اصلي بحث دا دی، چې د ښې مطالعې لپاره څه ډول چاپېریال باید موجود وي؟

موږ په دې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې کړي دي. د لیکنې تر پایه به پوه شئ، چې د ګټورې لپاره باید څه ډول چاپېریال برابر کړو.

 

د مطالعې چاپېریال

د ښې او ګټورې مطالعې لپاره د چاپېریال څخه موخه دا ده، چې انسان په څه ډول حالت کې ښه مطالعه کولای شوي. مطالعه باید د شپې وشي او که د ورځې له خوا؟ په ناسته او که په ملاسته؟ شاوخوا باید ارامه وي او که شورماشور؟ دا او دې ته ورته نورې ډېرې پوښتنې دي، چې په دقیقه بڼه ځواب شوي دي.

 

لومړی| شپه که ورځ؟

لکه د نورو ډېرو خلکو شاید تاسو ته هم پوښتنه پیدا شوې وي، چې مطالعه باید د شپې لخوا وشي او که د ورځې؟

ددې يوښتنې ځواب ساده نه دی. که څه هم ځینې روانپوهان سهار وخته او مازیګر مهال د مطالعې لپاره ښه وخت بولي؛ خو ځينې نور بیا وايي چې د مطالعې لپاره هر وخت مناسب دی؛ مګر په دې شرط، چې انسان باید ذهناً مطالعې ته اماده اوسي. له دې څخه معلومېږي، چې د مطالعې وخت د انسان د ژوند ډول او شخصیتي جوړښت ته په کتو توپیر کوي. ځينې خلک د شپې لخوا، ځينې د ورځې او بعضي په نورو وختونو کې ښه مطالعه کولای شي.

نو دې پایلې ته رسېږو، چې د ټولو انسانانو لپاره د مطالعې یو ځانکړی وخت په ګوته کول نامناسب کار دی. یعنې تاسو باید خپل ذهن او شخصیتي ټايپ پخپله وګورئ او معلومه کړئ، چې په کوم وخت کې ښه مطالعه کولای شئ. ددې لپاره چې معلوم یې کړئ، تاسو د مطالعې یوه ازمايښتي دوره ترسره کړئ. یعنې د ورځې ـ شپې په بېلابېلو وختونو کې مطالعه وکړئ او پایله یې سره مقایسه کړئ. هر وخت مو چې ښه زده کړه کولای شوه، هماغه وخت ستاسو لپاره مناسب دی.

 

دویــم| ناسته که ملاسته؟

تاسو به هم لیدلې وي، چې ځينې خلک په ملاسته مطالعه کوي او ځینې نور بیا کښېني او کتاب لولي. څه فکر کوئ کوم یو به غوره وي؟ روانپوهان پر دې باور دي، چې د ښې مطالعې لپاره ناسته شرط ده. په دې برخه کې دوی ځينې نورې لارښوونې هم لري.

  • پر سخته ځمکه او یا هم پر فرش کښېنیئ. یعنې پر نرمې توشکې او یا هم کوچ ښه مطالعه نه کېږي.
  • که د مطالعې لپاره ځانګړې چوکۍ وپېرئ لا ښه مطالعه کولای شئ.
  • هڅه وکړئ، نېغ کښېنئ.
  • په داسې شکل کښېنئ، چې تاسو راحت یئ.
  • ډېر مه خوځېږئ.

 

درېـيم| مړه ګېډه یا تشه؟

د مطالعې لپاره بله پوښتنه دا ده، چې انسان باید په څه ډول حالت کې مطالعه وکړي؟ لومړی خواړه که مطالعه؟

په دې برخه کې هېڅ ستونزه نشته. یعنې تاسو کولای شئ چې په هر وخت کې مطالعه وکړئ؛ خو روانپوهان بیا وايي چې له خوړو وړاندې مطالعه به غوره وي. البته دوی پر دې باور دي، چې له خوړو وروسته مطالعه سمه ځکه نه وي، چې انسان راحت شي او شاید استراحت ته یې زړه وشي. یا هم کېدای شي نورې ناکرارۍ په مطالعه کې خنډ واقع کړي. مګر په ټوله کې ویلای شو، چې په دې برخه کې دې ته وګورئ، چې په کوم حالت کې تاسو راحت یئ. بیا هماغه انتخاب کړئ.

 

څلورم| شور که چوپتيا؟

تاسو به لیدلي وي، چې ځينې خلک له شورماشوره په ډک ماحول کې ناست وي او په ښه خوند مطالعه کوي او ځينې نور بیا د مرغۍ "پر" هم نه شي زغملای. نو خبره جوته ده. په دې برخه کې هم ستاسو شخصیتي او رواني جوړښت مهم دی. که په هر حالت کې تاسو مطالعه کولای شئ، کوئ یې. مګر روانپوهان آرامي د مطالعې لپاره ګټوره بولي. له دې څخه موخه دا وي، چې خبرې، د ګاډو هارنونه، د ماشومانو چیغې او نورې مزاحم کوونکې پدیدې د انسان فکري تمرکز ګډوډ نه کړي. له دې پرته بله کومه خبره نشته.

 

پنــځم| مسلسله که وقفه يي؟

ځينې خلک پر له پسې ساعتونه ـ ساعتونه مطالعه کوي او ځینې نور بیا لس دقیقې هم نه شي کښېناستلای. په دې برخه کې باید ومنئ، چې که دقیقه مطالعه کوئ دواړه حالاته سم دي؛ خو که مسلسله مطالعه کوئ او دقیقه نه وي، هېڅ ګټه به و نه مومئ. زموږ لارښوونې دا دي، چې:

  • لږ ولولئ، سم ولولئ.
  • وقفه وکړئ. 
  • د مطالعې په منځ کې څو شېبې وقفه بېله کړئ. قدم ووهئ، چای وڅښئ او یا هم سندره واورئ.
  • که بیا هم مسلسله مطالعه کولای شئ، نو دقت هېڅکله مه هېروئ.

 

شـپږم| تیاره که رڼا؟

د مطالعې لپاره روښنايي (رڼا) ډېره مهمه ده. هڅه وکړئ داسې موقعیت وټاکئ، چې د کتاب توري سم او واضح ولیدلای شئ. روانپوهان پر دې باور دي، چې په واضح ډول د کتاب توري لیدل له تاسو سره مرسته کوي، چې مطالب ذهن نشین شي او تر ډېره مو په حافظه کې پاتې شۍ. که د شپې لخوا مطالعه کوئ، کوښښ وکړي، چې یو "Study light" ولرئ.

Related Articles

Nov 10, 2020
5,819 views

د نړۍ ځينې مشهور ځنګلونه

ځنګلونه د طبيعت د ښکلا تر څنګ د بشري ژوند د دوام لپاره هم خورا اړين دي. همدارنګه د فرنېچر، سون توکو، د اکسیجن تولید او نورو برخو کې د بشر اړتياوې پوره کوي. په دې لیکنه کې به تاسو د نړۍ ځينې مشهور ځنګلونه په لنډ ډول وپېژنئ. تونګا تونګا د امریکا تر ټول...

Jul 06, 2020
4,058 views

چيګوارا څوک و ؟

اېرنېستو چيګوارا د 1928 کال د جون په 14مه نېټه په آرژانتين کې زېږېدلی و . په 1953 کال کې ېې د (بوېنېس آېرېس) پوهنتون د طب د څانګې څخه ډيپلوم تر لاسه کړ. لا له ماشومتوب څخه د مبارزې پر روحېه سنبال و . د هغه پلار کيڼ اړخه نظریات لرل او د دوهمې نړېوالې...

Jul 08, 2023
1,743 views

برق یا بریښنا نیونکی سره مرسته

اړین لارښود :قدرمنو ملګرو که چیرته ستاسو په شتون کې کوم کس د بریښنا د نیولو له کبله بې هوښه شو نو لاندې عکس ته په کتو باید همدا ډول مرسته وشي.۱: که چیرته د برق لین یې په وجود پورې نښتی و نو د یوه لرګي یا داسې ډنډې په واسطه چې برق پکې جریان ونکړي د بر...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,701 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,134 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,009 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...