برق یا بریښنا نیونکی سره مرسته
496
Faridon Delsoz Niazai
2023-07-08 18:07:00
اړین لارښود :
قدرمنو ملګرو که چیرته ستاسو په شتون کې کوم کس د بریښنا د نیولو له کبله بې هوښه شو نو لاندې عکس ته په کتو باید همدا ډول مرسته وشي.
۱: که چیرته د برق لین یې په وجود پورې نښتی و نو د یوه لرګي یا داسې ډنډې په واسطه چې برق پکې جریان ونکړي د بریښنا لین یا تار ترې لیرې کړای شي او که لاس یې په ساکټ پورې نښتي وي د مرسته کوونکي په لاس باید داسې دستکشې وي چې بریښنا ترې تیره نشي او یا هم په لاس څادر تاو کړي.
۲: بې هوښه شوي کس ته باید په همواره ځمکه داسې وضعیت ورکړل شي چې د ملا ټوله برخه یې په ځمکه وي .
۳: خوله یې باید خلاصه شي او د خپلې خولې په واسطه اکسیجن ورکړل شي.
۴: د سینې پر قفس په کومه ساحه کې چې زړه شتون لري باید په دواړه لاسونو څو ځله تکراراً فشار وارد شي تر څو درېدلی زړه په حرکت راشي.
۵: په اخري مرحله کې باید د بې هوښه شوي کس وضعیت بدل کړای شي په یوه اړخ چې یو لاس او یوه پښه یې باید قاته وي.
نوټ : پورتنې مرسته د یوه انسان د ژوند ژغورلو لامل کیدای شي.
درنښت:
ستاسو ورور صهیب حلیمي .