صبر

H
Hikmatullah Yousafzai
Author
Nov 18, 2021
4 years ago
2,828 views
صبر

هيڅ ډول سختۍ او تکليف ته مه تسليمېږئ!

صبر او لمونځ له تاسو څخه هر ډول سختي او تکليف لرې کولای شي.
( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَعِينُواْ بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ ). سورت البقره، ايت: ۱۵۳.
ژباړه: ای هغو کسانو چې ايمان مو راوړی دی، مرسته وغواړئ له الله تعالی جل جلاله څخه په صبر او لمانځه سره، بېشکه الله تعالی جل جلاله له صبر کوونکو سره دی. کابلی تفسير، لومړی ټوک، ص: ١٥٠.
د پورته ايت د تفسير په موجب صبر د اسلام يو مهم جز دی او د مومن يوه عمده ځانګړتيا ده، کله نا کله الله تعالی جل جلاله خپل بنده ګان د يوې سختۍ او تکليف سره مخامخ کوي لکه بې وزلي ( فقر )، د اولاد مرګ، ناروغي، بيکاري او داسې نور، او په دې شکل يې ازموېنه اخلي نو که چېرته بنده ګان په يادو سختيو او مصيبتونو صبر وکړي او الله تعالی جل جلاله ته رجوع وکړي نو الله تعالی جل جلاله به يې له دې هر سختۍ او تکليف څخه وژغوري او لوړې مرتبې به ورکړي.

Related Articles

Jan 23, 2022
1,488 views

د الیوت لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی   د نړیوالو ادبیاتو په فهرست کې د "الیوت" نوم هم خورا روښانه دی. موږ پدې لیکنه کې تاسو د الیوت د پېژندنې، آثارو او ویناوو په اړه معلومات درکوو. د لیکنې تر پایه به یې په ښه شکل وپېژنئ.   د الیوت لنډ ژوندلیک د نړېوالو او په ځانګ...

Nov 06, 2020
2,408 views

د "ماديدي" ملي پارک؛ چېرته چې ۱۲۵۴ ډوله الوتونکي مرغان ژوند کوي

 د ماديدي ملي پارک د ځمکې پر سر یو له هغو سیمو څخه ده، چې د انساني تمدن له ساحې لرې پاتې ده.  دا سیمه له طبیعي رنګارنګۍ، ښکلا او عظمت څخه ډکه ده. که تاسو په ګڼ مېشتو سیمو کې ژوند کوئ نو حتماً به د داسې آرامې سیمې په لټه کې یئ، چېرته چې ستاسو پر وړان...

Apr 17, 2022
8,111 views

د روژې مبارکې میاشتې فضیلتونه

د روژې مبارکه میاشت د اسلام له پنځه بنأوو: ( ۱- کلیمه | ۲- لمونځ | ۳- روژه | ۴- زکات | ۵- حج‌ ) څخه درېمه بنأ (بنسټ) او د هجري قمري کال: ( ۱-محرم الحرام، ۲-صفر المظفر، ۳-ربیع الاول، ۴-ربیع الثاني، ۵-جمادي الاول، ۶-جمادي الثاني، ۷-رجب المرجب، ۸-شعبان...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,987 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,205 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,197 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...