د اټکۍ (سکسکه) عاجله درملنه

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 18, 2021
4 years ago
2,177 views
د اټکۍ (سکسکه) عاجله درملنه

ژباړه ـ ریاض مقامزی

اټکۍ یو طبیعي حالت دی، چې انسانان ورسره مخ کېږي. دې چارې ته په فارسۍ کې "سکسکه" وايي. که څه هم دا حالت معمولا بې ضرره وي؛ خو د انسان عادي ژوند له خنډ سره مخ کوي. خلکو ته ځورونکې تمامېږي او کله ناکله خو بیا آن د انسان روغتيا ته زیان هم رسوي.

په ټوله کې اټکۍ د داسې ستونزو له ډلې ده، چې خورا ژر یې درملنه کېدای شي؛ مګر ډېری خلک چې پر دې تګلارو نه پوهېږي، ډېر وخت له دې حالت څخه ځورېږي.

موږ په دې لیکنه کې پر همداسې لارو چارو غږېدلي یو، چې پر مټ یې د اټکۍ چټکه درملنه کېدای شي او له دې حالت څخه وتلای شئ.

 

اټکۍ څه شی وي؟

تر ځيګر لاندې د ديافراګم پرده موقعیت لري، چې د معدې او ځيګر تر منځ همدا بېلوونکې پوله ده. نو هر کله چې دا پرده انقباض پیدا کړي، انسان اټکۍ کوي او بې اختیاره یې یو ډول غږ له خولې وځي. په هر حال؛ دا هغه څه و، چې موږ په علمي ډول د اټکۍ په اړه پوهوي. اصلي موضوع دا ده، چې اټکۍ څنګه ودروو؟ دا لارښوونې عملي کړئ.

 

لارښوونې

که څه هم اټکۍ اکثرا پخپله درېږي او کومې خاصې درملنې ته یې اړتیا نه وي؛ مګر که بیا هم غواړئ ژر له دې ستونزې خلاص شئ، له دې لاندې تګلارو څخه یې یو عملي کړئ او اټکۍ مو ودروئ.

لومړی| وېره

که څوک "اټکۍ" کوي، هڅه وکړئ ویې وېروئ او یا یې اندېښمن کړئ. په دې توګه به د نوموړي "اټکۍ" ډېر ژر ودرېږي او له ځورېدو به خلاص شئ. تاسو کولای شئ، د یوې چغې په واسطه یې ووېروئ او یا هم کولای شئ تهمت ور پورې وتړئ. البته فقط ددې لپاره چې اندېښمن شي. کله چې یې اټکۍ ودرېږي بېرته ورته حقیقت ووایاست.

 

دویم| بوره

له بورې څخه ګټه واخلئ. نیمه کاشوغه بوره مو تر ژبې لاندې کېږدئ له دوه دقیقيي وقفو سره درې ځلې همداسې وکړئ او ډېر ژر به د "اټکۍ" له ځورونې خلاص شئ. 

 

درېيم| تنفس

د "اټکۍ" د درولو یوه بله تګلاره دا ده، چې تاسو کولای شئ د لنډې مودې لپاره خپل تنفس حبس کړئ. یعنې تر یوې مودې ساه مه اخلئ او دا کار څو ځلې تکرار کړئ، نو و به وینئ چې "اټکۍ" مو درېږي.

 

څلورم| اوبه 

د اوبو د غړغړه کولو په مرسته مو هم د "اټکۍ" درملنه کېدای شي. که غواړئ د "اټکۍ" چټکه درملنه مو وشي نو د اوبو اغېز او ارزښت هم په پام کې ونیسئ. یو ګیلاس اوبه مو درد دوا کولای شي. له دې ټولو سره ـ سره دا لارښوونې هم په یاد ولرئ.

  • یو ګیلاس يخې اوبه وڅښئ.
  • د لنډې مودې لپاره خپله ژبه وباسئ.
  • پر لیمو چک ولګوئ.
  • د ورمېږ شا مو ومږئ او یا هم یوه ضربه ورکړئ.
  • په یو کار بوخت شئ (ځان مصروف کړئ.)

 

مه هېروئ!

که له پورته تګلارو څخه یوه هم کار ور نه کړ او د "اټکۍ" موده مو له دوو ورځو پسې اوږده شوه؛ نو حتما ډاکټر ته مراجعه وکړئ. روغتياپالان پر دې باور دي، چې که د "اټکۍ" موده تر دوو ورځو وغځېږي بدن ته تاوان رسوي.

Related Articles

Jan 28, 2022
2,113 views

موږ له خپل هیواده څومره خبر یو؟

تاسې که ایراني، پاکستاني، هندي او یا سیمه کې د نورو هیوادونو ځوانانو سره وګوری، هغو د خپلو هیوادونو په جغرافیه، تاریخ، سیاست او عیني واقعتونو ډیر اګاه او برلاسي وي خو بر عکس که موږ افغانان ځانته متوجې شو په بحثونو کې مو لېوالتیا ډیره وي خو د خپل هیوا...

Apr 30, 2022
1,518 views

لاړې څه ته ويل کېږي؟

ټینګه، بې رنګه د ښیښې رنګ ته ورته مایع ده کومه چې په باثباته توګه د انسان او د ټولو نورو شمزي لرونکو ژو په خوله کې موجوده وي. لاړو کې اوبه، مخاط یا بلغم، پروتین، معدني مالګه او املېز انزایم (amylase) شامل وي. لاړې چې کله خوله کې دوران ترسره کړي باکتر...

Jul 02, 2022
1,435 views

If you lack discipline, read this

1. Define a clear goal. Without a clear goal it is hard to define exactly what you want. Your mind doesn’t need an invitation to procrastinate. Begin to visualise what it is you really want. Writing down your goal will help to bring it into reality....

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,646 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,122 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,966 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...