ابو علي سينا بلخي
د ختيز نابغه، ستر فېلسوف او تکړه عالم شېخ الريس ابو علي سينا بلخي د ګران هيواد افغانستان په ( خردميشن ) کې چې د بلخ له توابعو څخه و په ۳۷۰ کال کې د عبدالله سينا په کور کې زيږېدلی دی.
د ده پلار عبدالله سينا د سامانيانو په دربار کې د مالياتو مسول و. نوموړي د خپلو زامنو علي، حسين او محمود پالنې او روزنې ته ډېره پاملرنه درلوده. له همدې امله دوې د خپل وخت تکړه او وتلي خلک شول. د ابو علي سينا استاد عبدالله ناتلي و چې د څلورمې پېړۍ له سترو علمي شخصيتونو څخه وه. د ابو علي سينا د طب استاد ستر طبيب او عالم ابو القاسم الزهراوي و. زهراوي له اسپانيا څخه راغلی و. نوموړي د امير نوح بن منصور ساماني کتابتون د ابو علي سينا په مخ پرانېست. اوبوعلي سينا په دې کتابتون کې ډېر ګټور او ارزښتناک مالومات راټول او ډېر څه يې زده کړل. ابو علي سينا په اتلس کلنۍ کې له ټولو علومو څخه فارغ شوی و. نوموړی په طب کې لوړ مقام ته ورسيد. د اروايې ناروغېو معالجه به يې په آسانه کوله او په دې ډول په لنډه موده کې د ستر شهرت خاوند شو. ابوعلي سينا په يوويشت کلنۍ کې د کتابونو په تاليف او تصنيف لاس پورې کړی دی. دوه ويشت کلن و چې پلار يې وفات شو.
ابو علي سينا له دې وروسته ګرګان، خراسان، هرات، قزوين او همدان ته سفرونه وکړل او ګڼ کتابونه يې وليکل ،څه موده د خوارزمشاه په دربار کې و. په خراسان کې يې له نوماند صوفي او عارف ابو سعيد ابوالخير سره وکتل او فيض يې ترې واخېست. ډېره موده په هرات کې پاتې شو او بيا کابو نهه کاله په همدان کې د شمس الدوله په دربار کې وزير و. د نوموړي له مړينې څخه وروسته ابو علي سينا د وزارت کار پرېښود. له دې وروسته ابو علي د لنډې مودې له پاره بندي شوی وه. ابو علي په زندان کې هم د ليکلو په کار بوخت و. له زندان څخه وروسته ابو علي له خپل شاګرد او دوو غلامانو سره د دروېشۍ په جامه کې اصفهان ته لاړ، چېرې چې د علاالدوله کاکويه تر سيوري لاندې په خورا درنښت په څېړنو او ليکلو بوخت شو او د ژوند تر پايه هملته پاتې شو.
په فلسفه کې شېخ د ارسطو او فارابي د فلسفې مقلد دی. سربېره پردې نوموړي د پخوانېو فېلسوفانو نظرياتو او فلسفې ته پوره ارزښت قايل نه وه، او څه نا څه سمونې او زياتونې يې په کې کړې دي. ابو علي سينا د فارابي په څېر هڅه کړې چې يونانې فلسفې ته چې د ارسطو او افلاتون له افکارو څخه سر چينه مومي له اسلامي او مذهبي فلسفې سره سمون ورکړي. نوموړي په فلسفه کې هم نوي بحثونه رامنځ ته کړل چې دا کار په په يوناني فلسفه کې يو نوښت دی. شېخ په لومړي ځل فلسفي او عقلي بحثونه په روښانه ډول په خپلو آثارو کې وڅېړل او ډېر ادبي او عرفاني منظوم او منثور اثار يې وليکل.
ابو علي سينا د حاذق حکيم او تکړه طبيب و. نوموړي د طب په اړه ډېر کتابونه ليکلي چې ترټولو مشهور ( القانون في الطب ) دی. له دې پرته په فلسفه کې هم شېخ يو نوموتی او ارزښتناک کتاب ( اشارات و التنبيهات ) ليکلی دی. دا کتاب په فلسفي نړۍ کې ځانګړی مقام لري.
شېخ د نړۍ په فرهنګي او تمدني تاريخ کې د هسکې شملې څښتن دی. نوموړي ډېر ارزښتناک طبي، فلسفي، منطقي او قانوني اثار ليکلي چې شمېر يې ۱۲۰ ته رسېږي. نوموړي د نوې فلسفې او نظريې په وړاندې کولو سربېره، د ناروغېو د علاج نوې تګلارې هم معرفي کړي دي. د نوموړي څو کتابونه په منځنېو پېړيو کې لاتيني، عبري، الماني او فرانسوي ژبو ته ژباړل شوي دي. چې په ګرده نړۍ کې د طبيبانو او پوهانو د مطالعې او استفادې وړ وګرځېدل.
يوه ورځ د ابن سينا يو ډېر ښه منونکي شاګرد ( بهمن يار ) ورځنې پوښتنه وکړه چې له دومره استعداد او نبوغ سره ـ سره ولې د نبوت دعوا نه کوي؟ ابن سينا څه و نه ويل. سهار د لمانځه په مهال چې زښته ډېره يخني وه ابن سينا خپل شاګرد له خوبه وېښ کړ او ورته وې ويل چې ډېر تږی يم راته يخې اوبه راوړه؛ خو شاګرد وويل چې تا ته يخې اوبه ښې نه دي ناروغه به شي. ابن سينا ټينګار وکړ خو شاګرد له ګرمې بسترې و نه ووت. په همدغه وخت کې له جماعت څخه د سهار د اذان غږ پورته شو. ابن سينا وويل چې زما او د پېغمبر تر منځ دا تو پير دی. چې دا موذن سهار وختي، سره له دومره يخ جومات ته تللی، اذان کوي او د پيغمبر امر پر ځای کوي حال دا چې تا زما امر په ځای نه کړ او په ځواب کې دې راز ـ راز پلمې جوړې کړې دا ستا د پرونۍ پوښتنې ځواب دی.
د شېخ الريس مشهور آثار دا دي: الااشارات او التنبيهات، شفا، نجات، قانون في الطب، دانشنامه، دايره المعارف او ځينې نور.
په ۴۲۸ کال کله چې شېخ ابو علي سينا له علاءالدين سره په يو سفر تلی و د روژې په لومړۍ ورځ چې جمعه هم وه، ماښام مهال ناروغه شو او ناڅاپه يې ډېر و ټوخل، په ګرانه يې خپل شاګرد ابو عبيد ته وويل چې: صحت مې ښه نه دی داسې برېښي چې زما د مرګ وخت رسيدلی دی. ابو علي سينا خپل شاګرد ته وصيت وکړ: زما له مال څخه څومره چې اړتيا لرې واخله او پاتې ټول مال په بېوزلو ووېشه چې هېڅ هم درڅخه پاتې نه شي. بيا يې وويل: هڅه وکړه چې زما ليکنې راټولې کړې زه خپلې ليکنې تاته سپارم. خدای هغه څه کوي چې ورته منظوره وي بيا يې سترګې پټې کړې او له خپل شاګرد څخه يې و غوښتل چې د قرآن العظيم الشان يو څو اياتونه دې ورته تلاوت کړي.
شېخ ابو علي سينا په مسافرۍ کې د ناروغۍ له امله په ۴۲۸ کال په اووه پنځوس کلنۍ کې ومړ. د ده ارامځای په همدان کې دی.
ابن سينا د ژوند په ورستېو کې تصوف ته ډېر پام اړولی و. دی په دې اند و، چې تصوف حقيقت ته د رسېدلو يوازنی لار ده نه فلسفه.له مرګه وړاندې د ابو علي سينا وروستی شعر دا دی.(۱۳: ۴۷ــ ۴۸ ).
دل ګر چه در اين باديه بسيار شتافت
يک موی ندانست ولي موی شکافت
اندر دل من هزاران خورشيد بتافت
آخــــر به کمال ذره يې راه نياقت
د ابن سينا څو لنډې ويناوې:
- څوک چې ورزش کوي هېڅ ډول دارو ته اړتيا نه لري، ځکه چې د ده دارو د ده په حرکت کې دي.
- د ښه ملګري نښه دا ده چې ستا په نيمګړتياوو پرده وغوړوي، تا ته نصيحت وکړي او ستا راز وساتي. د چا موخه چې دنيا وي، نو پوهه دې ترلاسه کړي او څوک چې آخرت غواړي په عمل کې دې هڅه وکړي.
- کوم شی چې پوهې ته وده ورکوي هغه رښتيا ده.
- په نړۍ کې هېڅ شی هم اتفاقي يا بې پروګرامه نه دی.
- غوره خلک هغه دي چې ورکړه ولري او هغه څوک له انسانيت څخه نه وځې چې هره اوريدل شوې خبره ومني.
- په نړۍ کې هېڅ شی اتفاقي يا تصادفي نه دی.
- د تجربې ارزښت له پوهې څخه لوړ دی.
پوهاند جانس زړن