کټرینا کیف وپېژنئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 30, 2021
4 years ago
4,698 views
کټرینا کیف وپېژنئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی

په دې ورځو کې د فلم له نړۍ څخه تود خبر دا دی، چې راتلونکي میاشت نوموتې اداکاره "کټرینا کیف" واده کوي. د سینما د ډګر ددې نوموتې اداکارې د واده خبر په چټکۍ سره خپرېږي او د راپورونو له مخې سر له اوسه خورا ډېر هوټلونه ددې واده لپاره کرایه شوي دي. په هر حال؛ شاید تاسو ته به هم د نوموړې په اړه ډېرې پوښتنې پیدا شوې وي. موږ هڅه کړې، چې په اړه یې مهم معلومات له تاسو سره شریک کړو. 

 

کټرینا کیف څوک ده؟

د بالیووډ ددې مشهورې ممثلې بشپړ نوم کټرینا کیف "Katrina Kaif" دی. د نوموړې پلار "محمد" نومېږي، چې اصلا د کشمیر اوسېدونکی دی او مور یې بیا "سوزانا تورګوت" نومېږي، چې د انګلستان اوسېدونکې ده. پخپله کټرینا بیا د همدې جوړې له ګډ ژوند څخه په هانګ کانګ هېواد کې زېږېدلې ده. د زېږېدو نېټه یې د "۱۹۸۴ز" کال د جولای شپاړلسمه ده. نوموړې د خپلې کورنۍ پنځم اولاد ده، چې یو ورور او شپږ نورې خویندې لري. 

 کله چې مور او پلار یې سره جلا شول کټرینا له خپلې مور سره یو ځای چین او جاپان ته مهاجرت وکړ. په اته کلنۍ کې فرانسې ته لاړه او له هغه ځايه وروسته یې په ځینو نورو هېوادونو کې هم د لنډې مودې لپاره ژوند وکړ، تر دې چې بالاخره په انګلستان کې میشت شوه. جالبه دا چې نوموړې د انګلستان تابعیت لري؛ خو کار په هندي فلمونو کې کوي. نو له همدې امله هغه اړ ده، تر څو په هند کې د کار ویزې په درلودلو سره ژوند وکړي. 

 

له موډلېنګ تر اداکارۍ

لکه د نورو ممثلینو کټرینا هم راسا د سینما نړۍ ته نه ده راغلې. نوموړې په "۱۹۹۸ز" کال کې ـ کله چې "۱۴" کلنه وه ـ د تبیلغاتي موډلې په توګه دنده پیل کړه؛ تر دې چې له څو کاله کار کولو وروسته د انګلستان میشتي، هندي فلم جوړونکي "کایزاد گوستاد" پام ور واښت. نوموړي کټرینا د اداکارۍ لپاره انتخاب کړه او په دې توګه موډله کټرینا پر ممثلې کټرینا بدله شوه او په یوه نوې نړۍ کې یې د بریا ګامونه پورته کړل. لومړی فلم یې په "۲۰۰۳ز" او دویم یې بیا په "۲۰۰۵ز" کال کې خپور شو، چې ډېر ژر یې د مینه والو زړونه خپل کړل او هم یې د فلمي متخصصینو رضایت خپل کړ. تر دې، چې تر اوسه یې په دې برخه کې ګڼې جایزې هم ترلاسه کړي دي.

 

له چا سره واده کوي؟

که څه هم کټرینا د لومړي ځل لپاره د هندي فلمونو له بل نوموتي اداکار "سلمان خان" سره ګډ ژوند درلود؛ خو له څه مودې ګډ ژوند وروسته سره بېل شول. اوس ـ اوس یې د بالیووډ یو بل تکړه ممثل "ویکي کوشال" د خپل ژوند د ملګري په توګه ټاکلی دی. د راپورونو له مخې ددې جوړې د واده مراسم به د راتلونکې ډیسمبر میاشتې په ۷-۸ نېټه پیل شي او درې ورځې به دوام کوي. د ځای په اړه یې ویل شوي، چې د واده دا مراسم به د هند په راجستان ایالت کې ترسره کېږي.

Related Articles

Jan 09, 2022
1,887 views

د وېټامین ډي د کمښت نښې، لاملونه او حل لارې

د ويټامن ډي د کمښت نښې، لاملونه او د حل لارې په ځینو حالاتو کې د ویټامن ډي د کمښت هیڅ نښې نه څرګندیږي خو په ځینو نورو کې له څو کالونو وروسته راڅرګندې شي، مګر د ویټامن ډي کمښت د ځینو روغتیایي ستونزو رامنځته کېدو له کبله کیږي، په ځانګړي ډول چې دغه ستو...

May 22, 2022
1,737 views

په کاري مرکه کې ستاسې پیاوړي او کمزوري ټکي

په کاري مرکه یا Job Interview کې بل جالب بحث ستاسې د قوت او کمزورۍ ټکي دي، چې کولای شي د اړونده بست په اړه دا بحث تاسې ناکام او یا هم بریا ته ورسوي. عموماً په تېرو وختونو کې دې پوښتنو دومره ارزښت نه‌درلود، خو په وروستیو وختونو کې چې د دندو له‌پاره رق...

Jun 27, 2022
2,160 views

دیرش خراب ټولنیز عادتونه چی د انسان د بیعزتی سبب ګرځی  کوشش کوی چی ځان تری وساتئ

"دېرش خراب ټولنیز عادتونه چی د انسان د بیعزتی سبب ګرځی  کوشش کوی چی ځان تری وساتئ :.①- په خلکو پسې کتل②- په ډکه خوله خبرې کول③- د نورو خبرې غوڅول④- فضل فروشي (ځان تر نورو پوه او غوره ښودل)⑤- په جګ غږ خبرې کول⑥- د روغبړ پر مهال ټینګ یا مړ لاس وركول⑦-...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,233 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,020 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,686 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...