د ښځو د ليک زده کړې شرعي حکم
949
Waheed Zaheer
2022-01-29 07:58:10
زموږ د هيواد زياتې ټولنيزې او کلتوري ننګونې له بې خبرۍ او د شرعي حکمونو له ناسم پوهاوي څخه سرچينه اخلي. که څه هم د اسلام د مبارک دين په بنسټيزو نصوصو کې د زده کړې، لوستلو او ليکلو په اړه د نارينه او ښځينه تر منځ له توپیر پرته په عمومي توګه زيات ټينګار شوی، خو سره له دې هم د ښځو لپاره د علمي او فني زده کړو لزوم د خلکو په وړاندې روښانه ندی او د يو لړ ضعيفو او جعلي روايتونو په بنسټ داسې انګېرل کيږي چې اسلام ښځو ته د زده کړې او د ليکلو په څېر د فني مهارتونو او هم د عصري علومو د زده کړې اجازه نده ورکړې. دا پداسې حال کې چې اسلام نه يوازې دا چې ښځو ته د ديني او ټولنيزو علومو د زده کړې اجازه ورکړې، بلکې هغوی يې هڅولي هم دي او د نارينه و په څېر يې پر ښځو هم زده کړه لازمي ګڼلې.
په دې بنسټ د علماو او پوهانو دنده ده چې د خلکو له ذهنونو د تيارو دا ټغر ټول او هيواد د پوهې او علم په مشال روښانه کړي؛ ځکه دا به د خدای له دين سره ستره جفا وي چې موږ د دين له ادرس څخه ښځې له زده کړو او ليک لوست څخه منع کړو.
د ښځو د ليک لوست مخالفينو په ځينو موضوعي او جعلي رواياتو استناد کړی، او د دې مقالې د ليکلو موخه د پورتنۍ موضوع روښانه کول دي. لومړی به له ليکلو څخه د ښځو د منع کولو روايتونه وارزول شي او بيا به هغه دلايل او نصوص تشريح شي چې د ښځو له استثنا پرته د علم او پوهې ارزښت څرګندوي.
لومړۍ برخه: د «لا تنزلوهن الغرف ولا تعلموهن الکتابة» روايت ارزونه
طبراني ، بیهقي او حاکم له عائشې رضی الله عنها څخه روايت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښځو په هکله ويلي: « لا تنزلوهن الغرف ولا تعلموهن الكتابة، يعني النساء، وعلموهن المغزل وسورة النور»: (ښځې په لوړو منزلونو کې مه هستوګن کوئ او هغوی ته ليکل مه ورزده کوئ. هغوی ته د اوبدلو هنر او د نور سورت ورزده کړئ.)
له دې روايت څخه ښکاري چې اسلام ښځو ته د ليک زده کړه ناروا کړې کومه چې د علم او پوهې تر لاسه کولو ستره وسيله ده. څرنګه چې ليکل د علومو او فنونو په زده کړه کې مهم رول لري، بناء د هغوی زده کړه هم تقريبا ناشونې کيږي.
خو پر دې روايت استدلال کول په څو دليلونو ناسم دي:
لومړی: د روايت د سند ضعيفوالی.
که څه هم حاکم د دې حديث سند ته صحيح ویلی، خو د تخريج، جرح او تعديل ټولو عالمانو دا روايت ناسم او جعلي بللی، چې پدې اړه به د جرح او تعديل د ځينو عالمانو ويناو ته اشاره وکړو:
1. امام ذهبي د حاکم له دې وينا «هذا حديث صحيح الإسناد و لم يخرجاه» وروسته چې د نوموړي روايت سند يې صحيح ګڼلی، داسې ويلي: « بل موضوع» . يعنې دا حديث صحيح نه، بلکې جعلي او له ځانه جوړ شوی.
2. حافظ ابوبکر هيثمي ويلي: ددې روايت له راويانو څخه يو هم محمد ابن ابراهيم شامي دی او دارقطني هغه کذاب (سخت دروغژن) بللی.
3. حافظ ابن حجر عسقلاني، محمد ابن ابراهيم شامي (منکر الحديث) او د جعلي حديثونو له جوړوونکو څخه شمېرلی.
4. حافظ شمس الحق عظيم آبادي د « عقود الجمان في جواز تعليم الكتابة للنسوان» په نوم کتاب ليکلی او د نوموړي حديث په هکله يې پکې ويلي: «وأحاديث النهي عن الكتابة كلها من الأباطيل والموضوعات ولم يصحح العلماء واحدًا منها، ما عدا الحاكم وتساهله في التصحيح معروف» . ( ټول هغه احاديث چې د ښځو د ليک د منع په هکله روايت شوي له موضوعاتو څخه دي او باطل دي. له حاکم پرته چې د احاديثو په تصحيح کې، په آسانۍ مشهور دی، علماو پدې اړه هيڅ روايت ته صحيح ندي ويلي.
5. خطابي په معالم السنن کې ويلي: ځينو د ښځو د ليک د ناروا والي لپاره په دې روايت استدلال کړی، خو په سند کې يې محمد ابن ابراهيم شامي راغلی چې هغه منکر الحديث او د وضاعينو له ډلې څخه دی.
ابن عدي د هغه احاديث غیر محفوظ ګڼلي.
ابن حبان ويلي: له هغه څخه روايت کول ناروا دي، مګر د هغه د وضع د بيانولو لپاره. همدا راز ابن الجوزي د هغه په اړه وايي: هغه له ځانه احاديث وضع کول.
6. دوکتور عبدالله الفقيه په ۴/۸/۱۴۲۵ نېټه، په (۵۳۵۷۲) شمېره صادره کړې فتوا کې د دې روايت «علموا النساء الغزل ولا تعلموهن الكتابة» په اړه داسې ځواب ويلی: دا روايت له هر شک او شبهې پرته جعلي دی، او بيا يې د علماو هغه ويناوې رانقل کړي چې ددې حديث په جعل دلالت کوي.
دويم: له صحيحو شرعي نصوص سره ټکر:
په پورتني روايت د استدلال د ناسموالي دويم دليل، د قرآني نصوصو او د صحيحو احاديثو سره د دې روايت ټکر دی، چې ځينې به يې لاندې ذکر کړو:
1. الله تعالی فرمايي: «اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ * خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ * اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ * الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ * عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ»
( د خپل رب په نوم ولوله چې (ټوله نړۍ) يې پيدا کړې، انسان يې له غوټې وينې پیدا کړی، ولوله! او ستا رب ډېر مهربان دى هغه چې په قلم سره يې ښوونه وكړه، انسان يې په هغه څه پوه كړ چې نه پرې پوهېده).
د آیت روښانه مفهوم او د قلم قرينې ته په کتو څرګنديږي چې له «عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ» څخه مراد کتابت او ليکل دي او دا چې د انسان کلمه نر او ښځې دواړو ته شامله ده، د يوه جعلي حديث په وسيله په نارينه و پورې د هغه محدودول ناسم کار دی. ابن کثير د پورتني آیت په تفسير کې ليکلي: د قرآن کريم لومړۍ نازله شوې برخه همدا د علق سورت لومړني آيتونه دي، دا د الله تعالی لومړی رحمت او لومړی نعمت دی چې الله خپلو بندګانو ته په دې آیتونو کې ورکړی او د انسانانو شرافت او درناوی يې په علم پورې تړلی، خو علم کله په مغزو، کله په ژبه او کله په ليکلو کې وي، يا په بله وينا علم کله ذهني، کله لفظي او کله په ليکنۍ بڼه راښکاره کيږي، چې لیکنۍ بڼه يې ذهني او لفظي بڼو ته شامله ده خو عکس يې سم ندی. په يوه اثر کې راغلي: «قيدوا العلم بالكتابة» (د ليکلو په مټ د علم ساتنه وکړئ.)
۲. امام بخاري په (الأدب المفرد) کتاب کې د «باب الكتابة إلى النساء وجوابهن» تر عنوان لاندې باب ايښی او په هغه کې يې داسې روايت کړی:
عن عائشة بنت طلحة قالت: قلت لعائشة وأنا في حجرها وكان الناس يأتونها من كل مصر فكان الشيوخ ينتابوني لمكاني منها وكان الشباب يتأخوني فيهدون إلي ويكتبون إلي من الأمصار فأقول لعائشة يا خالة هذا كتاب فلان وهديته فتقول لي عائشة أي بنية فأجيبيه وأثيبيه فإن لم يكن عندك ثواب أعطيتك فقالت فتعطيني»
عائشه بنت طلحه وايي: زه د عائشې صديقې تر روزنې لاندې وم، خلک به له هر ښار څخه هغې ته راتلل، مشران د عائشې صديقې په وړاندې زما له مقام څخه خبر وو او په نوبت به ماته راتلل، ځوانانو به راسره صميميت ښکاره کولو، ډالۍ او پيغامونه به یې رالېږل. ما به عائشې صديقې ته ويل: ای ترورې! دا د فلاني ليک او ډالۍ ده. عائشې صدیقې به راته ويل: ځواب ورته وليکه او د ډالۍ په مقابل کې تحفه وروليږه. که درسره نه وي زه به يې درکړم. عائشه بنت طلحه وايي: بيا به يې څه راکړل چې ورويې لېږم.
۳. عن الشفاء بنت عبد اللّه قالت: دخل عليَّ رسول اللّه صلى اللّه عليه وسلم وأنا عند حفصة رضي اللّه عنها، فقال لي ألا تعلمين هذه رُقية النملة كما علمتيها الكتابة»
شفاء بنت عبدالله ويلي: رسول الله راننوت او زه له حفصې سره وم، رسول الله راته وويل: آیا حفصې ته د دانې (نمله) دعا نه ورزده کوې، لکه څنګه چې دې ليکل ورښودلي.
شيخ عظیم آبادي په عون المعبود کې ليکي: «دا حديث ښيي چې ښځو ته ليکل ورښودل او ليکل کول مکروه ندي». همدا راز د دې خبرې نسبت ابن تيميه، ابن قيم او خطابي ته هم شوی، په پای کې يې د ملا علي القاري دا خبره په کلکه رد کړې چې د ليکلو جواز يوازې د سلفو ښځو ته و، نه وروستيو ښځو ته.
۴. د رسول الله په زمانه کې به ښځو د نارينه و په څېر له رسول الله څخه ديني او اخلاقي مسئلې زده کولې او رسول الله د ښځو لپاره ځانګړي وختونه ټاکلي وو چې ښځې به پکې د زده کړې لپاره راتللې . د رسول الله مېرمنې او په ځانګړي ډول عائشه د ښوونکو په څېر وې چې نه يواځې ښځو به ترې زده کړه کوله، بلکې نارينه و به هم ترې ديني مسئلې زده کولې او مشرانو صحابه و او تابعينو به ترې تفسير، حديث او فقه زده کوله. زده کړه په ازادو او مخورو ښځو پورې محدوده نه وه، بلکې پيغمبر امر کړی و چې وينځې دې هم زده کړه وکړي، لکه په يوه حديث کې راغلي: «أَيُّمَا رَجُلٍ كَانَتْ عِنْدَهُ وَلِيدَةٌ فَعَلَّمَهَا فَأَحْسَنَ تَعْلِيمَهَا، وَأَدَّبَهَا فَأَحْسَنَ تَأْدِيبَهَا، ثُمَّ أَعْتَقَهَا وَتَزَوَّجَهَا فَلَهُ أَجْرَان»
هر څوک چې وينځه ولري، هغې ته په ښه توګه روزنه او تعلیم ورکړي او په ښه توګه ادب ورزده کړي، بيا يې ازاده کړي او واده ورسره وکړي، الله تعالی به دوه اجرونه ورکړي.
له دې څخه جوتيږي چې اسلام د زده کړې په چاره کې د نر او ښځې تر منځ کوم توپير او امتياز نه مني او د علم زده کړه په هره ممکنه وسيله چې وي، د ټولو نارينه او ښځينه مسلمانانو دنده ده.
دویمه برخه: د ښځو د ليک او علم زده کړې په اړه د لويو علماوو نظریات
د اسلام عالمانو په هر وخت او ځای کې خلک د علومو او فنونو زده کړې ته هڅولي، په اسلامي نړۍ کې د هيڅ مشهور او پيشوا عالم داسې خبره نه تر سترګو کيږي چې ښځې يې له علم او ليک زده کولو څخه محرومې کړي وي. لاندې به د بېلګې په توګه د اسلام د څو مشهورو عالمانو ويناوو ته اشاره وکړو چې د ښځو د ليکلو او علم زده کړې په اړه يې کړي دي:
1. شمس الحق عظيم آبادي په خپل کتاب«عقود الجمان فی جواز الکتابة للنسوان» کې ليکي: «وخلاصة الكلام أنه لا ريب في جواز تعليم الكتابة للنساء البالغات المشتهيات بواسطة النساء الأخريات أو بواسطة محارمهن، أما البنات غير البالغات وغير المشتهيات فيتعلمن ممن شئن.وليست الكتابة سببًا للافتتان لأنها إن كانت سببًا للفتنة لما أباحها الشارع، (وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّا) والتي تصاب بفتنة إنما تصاب بأمر غير الكتاب»
(لنډه خبره دا ده چې بالغو او شهوت ته رسېدلو ښځو ته د ليک زده کولو او ليکلو په جواز کې هيڅ شک نشته، دا ښوونه د نورو ښځو په وسيله وي او که د اقاربو او محارمو په وسيله، خو نابالغې او اشتها ته نارسېدلې انجونې کولی شي له هر چا ليکل زده کړي. ليکل هيڅکله په فتنه کې د غورځېدو سبب ندی، که داسې وای نو شريعت به ليکل مباح کړي نه وو، الله پاک هيڅ نه هيروي، او هغه ښځې چې په فتنو کې غورځيږي، شونې ده چې له ليکلو پرته له نورو لارو په فتنه اخته شي.
2. ۲. ابن خلکان د فخر النساء شهده بنت ابی نصر چې يوه ليکواله ښځه وه او په ۵۷۴ هجري کال کې وفات شوې، د ژوند په اړه ليکي: «كانت من العلماء وكتبت الخط الجيد وسمع عليها خلق كثير واشتهر ذكرها وبعد صيتها»
( هغه له مشهورو عالمانو څخه وه، ښکلی ليک يې ليکلو، زياتو خلکو ورڅخه (حديث) اوريدلي او شهرت يې لرې ځايونو ته رسیدلی.
۳. علامه مقریزي په خپل کتاب «نفح الطيب» کې د عائشه بنت احمد قرطبي چې په ۴۰۰ هجري کې وفات شوې، د هغې د ژوند په اړه له ابن حبان څخه نقلوي: «لم يكن في زمانها فی الأندلس من يعدلها علما وفهما وأدبا وشعرا وفصاحة وكانت حسنة الخط تكتب المصاحف»
( د هغې په زمانه کې داسې څوک نه و چې له هغې سره په علم، پوهه، ادب، شعر او فصاحت کې له هغې سره برابر وي، هغې ښکلی ليک درلود او د قرآن کريم مصحفونه يې ليکل.
۴. شيخ عبدالله بن زید آل محمود وايي: له ليکلو څخه د ښځو د نهي په اړه چې څه ويل کيږي، درواغ خبرې دي چې په پیغبر پورې تړل شوي، علماو په دې اړه تحقیقات کړي او د هغې بطلان يې ثابت کړی، حق خبره دا ده چې ښځه د ليکلو او د ديني او قانوني کتابونو په لوستلو کې د سړي په څېر ده، د حجاب او حيا په رعايت او له پردو سړو سره له اختلاط پرته کولی شي بېلابېل علوم او فنون لکه: عقاید، تفسير، سیرت، تاریخ، د حديثو او فقهې کتابونه زده کړي او دا د ښځو له ثابتو حقونو څخه دی چې هغوی د جهالت له تيارو څخه راباسي، هيڅ عاقل انسان دا مسئله له جنجالي او اختلافي مسئلو څخه نه ګڼي.
پايله:
د ښځو د ليکلو د شرعي حکم په هکله چې څه وليکل شو، په لنډه توګه لاندې پايلي راوځي:
1. د «لا تنزلوهن الغرف ولا تعلموهن الكتابة» روایت د سند له اړخه ثابت او صحیح ندی، او د اصول حديث او تخريج د علماوو له نظره موضوعي او جعلي حديث دی.
2. نوموړی روایت سربېره پر دې چې سند يې صحیح ندی، د قرآن او احاديثو له ظاهر نصوصو سره په ټکر کې دی.
3. عام شرعي نصوص چې د زده کړې د اهميت په هلکه راغلي، ښځو او نارينه دواړو ته شامل دي، د ښځو استثناء کول ورڅخه د فقهي اصولو مخالف کار دی.
4. زموږ په هيواد کې د ښځو د ليک او زده کړې د مخنيوي لوی لامل ناپوهي او د اسلامي شريعت له اساساتو څخه ناخبري او له شرعي حکمونو څخه ناسمه پوهه او غلطه انګېرنه ده.
5. د اسلام په تاريخ کې زیاتې داسې ښځې تېرې شوي چې د علم او پوهې تر څنګ يې ښه قلم او ليک درلود او په ليکوالۍ کې يې ښه مهارت درلود.
6. په اسلامي نړۍ کې هيڅ مشهور او پيشوا عالم ښځې له ليکلو او زده کړې ندي منع کړي، بلکې د شرعي نصوصو د عموميت په اساس يې زده کړه د نارينه او ښځينه دواړو له ګډو او مهمو دندو څخه شمېرلی.
7. د شرعي حجاب په رعایت سره ښځو ته د ليک زده کړه چې د علم او پوهې د زده کړې وسیله ده، شرعا روا ده او د شريعت له اصولو او احکامو سره مخالفت نه لري.
8. په دې بنسټ اسلامي حکومت دنده لري چې نارينه او ښځينه دواړو ته د علومو او اړينو مهارتونو لکه ليکلو او نورو فنونو د زده کړې شراېط چمتو او اسانه کړي او د هرې هغې فتنې مخه ونيسي چې د ښځو د زده کړې مخنيوی کوي.