د افغانو نجونو استازي (د نجونو روباټيک ټيم)

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 01, 2022
4 years ago
1,243 views
د افغانو نجونو استازي (د نجونو روباټيک ټيم)

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

تاسو به هم خبر شوي یئ، چې د ګران وطن د نجونو روباټيک ټيم د نړۍ په کچه د "۸۸" هېوادونو ترمنځ په سیالۍ کې دویم مقام خپل کړی. په حقیقت کې دا زموږ هېواد او هر هېوادوال لپاره د ویاړ او خوښۍ خبره ده. خو دا نجوني څوک دي؟ کومې لاسته راوړنې لري؟ او ورته نورې پوښتنې مو پدې لیکنه کې ځوابېږي.  

د افغان نجونو تازه ویاړ

د پیاوړو نجونو هغه ډلګۍ چې تل یې د خپل وطن نوم لوړ ساتلی او خپلو هېوادوالو ته یې وياړونه ور په برخه کړي، یو ځل بیا د علم په ډګر کې ځلېدلې ده. دوی د روباټ جوړونې په یوه سیالۍ کې دویم مقام ترلاسه کړی چې د "۸۸" هېوادونو ټیمونو پکې ګډون درلود. دوی داسې ځيرک روباټ جوړ کړی، چې د ټرافیکو مدیریت ترسره کړي. دا اله ددې وړتیا هم لري چې د وسایطو تګ راتګ محاسبه کړي. باید ووایو، چې دا مسابقه په انلاين بڼه د اروپايي، اسیايي او امریکايي روباټ جوړونکو ترمنځ پیل شوې وه، چې له نېکه مرغه د افغانو نجونو وړتیا دوی وځلولې.  

د افغان نجونو روباټيک ټيم

دا ډلګۍ اوسمهال شاوخوا شل تنه غړي لري، چې پر هېواد د ت.البانو تر واکمنېدو وروسته یې خپل وطن پرېښی او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې یې استوګنه غوره کړې. د روباټ جوړونکو دا ډله په "۲۰۱۷ز" کال کې د "ډیجیټل سیټیزن فنډ بسنټ" لخوا په هرات ولایت کې جوړه شوه او ډېر ژر یې نړېوال شهرت ترلاسه کړ.  

په هېواد کې د کرونا څپې د پراخیتا پر مهال یې د مصنوعي تنفس الې هم جوړې کړې وې. ددې ټيم له جوړېدو تر اوسه دوی شاوخوا دولس روباټونه طرحه کړي. روباټ داسې ماشيني الې وي، چې د مصنوعي ذکاوت په مرسته هغه کارونه کولای شي، کوم چې انسانانو پورې ځانګړې وي.

ددې ډلې په اړه بله په زړه پورې خبره دا ده، چې ددوی اکثریت غړي له شلو کالو کم عمر لري. دا پدې معنا ده، چې افغانې نجونې خورا پياوړې او ځیرکې دي.

دا پداسې حال کې ده، چې د په هېواد دننه د ګڼو نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړل شوي دي؛ خو ت.البانو ژمنه کړې چې د نوي کال په پیل سره به ټول ښوونځي د نجونو پر مخ پرانستل شي. په همدې هيله!

Related Articles

Mar 09, 2023
2,458 views

پیاده کردن مسیر سرک

 پیاده کردن مسیر سرک—————————-—-» نقشه بردرای مسیر:برای اجرای ساختمان‌های خطی (سرک، راه‌آهن، لوله کشی آب، فاضلاب، خطوط انتقال نیرو و مانند اینها) لازم است ابتدا در مورد مسیر انتخابی مطالعات کلی صورت گیرد، اسناد و نقشه های لازم تهیه می‌شود، سپس به کمک...

Jun 03, 2023
1,365 views

انلاین ډول ډاکټر څخه

د حبیب الله جبارخېل صاحبزاده په نوم يو #وطندار  داسې #اپلکېشن جوړ کړی چې په مرسته يې #افغانستان کې ناروغان کولای شي #ډاکټر سره په #انلاين بڼه وخت واخلي او دغه راز د #وینې #معاینات په هر #لابراتوار کې چې په ښه میتود او ارزانه قیمت ترسره کیږي، لاسرسی و...

Feb 03, 2022
1,613 views

په ټولنیزو رسنیو کې د خوندیتوب تګلاره!

ليکنه ـ ریاض مقامزی   موږ او تاسو ټول ځینې ټولنیزې رسنۍ لکه فیسبوک، وټس.اپ، انسټاګرام او نور کاروو؛ خو وخت ناوخت ددې خطر هم حس کوو، چې څوک مو شخصي انځورونو، ویډيوګانو، پیغامونو او نورو اړوندو موادو ته لاسرسی پیدا نه کړي. همدې ستونزې ته په کتو مو دا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,673 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,128 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,985 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...