څنګه کولای شم آرام شخصیت ولرم؟
998
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2022-02-06 06:34:52
ليکنه ـ ریاض مقامزی
آرام او صبرناک اوسېدل ستاسو د ښه شخصیت نمایندګي کوي او پدې توګه به د خلکو ترمنځ ډېر محبوب هم شئ؛ خو ډېر کم خلک پر دې پوهېږي، چې څنګه یو آرام شخصیت ولري او د ډېرو جدي مسایلو په اړه له زغم څخه کار واخلي. په دې لیکنه پر همدې موضوع خبرې شوي دي، چې څنګه کولای شئ باحوصله، صبرناک او آرام شخصیت ولرئ.
لومړی| د احساساتو پر ځای په فکر سره غبرګون وښيئ!
کله چې تاسو ته یو څوک ستغه خبره کوي او یا هم په داسې الفاظو مو یاد کړي، چې ستاسو توهين پکې شوی وي؛ تاسو هم ورته عمل مه کوئ! که تاسو پرته له فکره ورته خبرې ورته وکړې نو ستاسو او د مقابل لوري فرق په څه شي کې دی؟ معلومه خبره ده، چې دواړه په یوه کټګورۍ کې راځئ. که څه هم په داسې شرایطو کې چټک او توند غبرګون د انسانانو طبیعي ځانګړنه ده؛ خو د آرام شخصیت لرونکي کسان پر دې انساني خصلت برلاسي وي او هېڅکله د بدو ځواب په بدو نه ورکوي.
دویم| تل مُسک اوسئ!
مُسکا ستاسو د ظاهرې ښکلا جوړولو ترڅنګ ستاسو احساسات هم کنټرولوي. څېړنو ښودلې ده، چې مسک خلک تل د فکر په مرسته پرېکړې کوي. دوی تر ډېر پر خپلو احساساتو برلاسي وي او اکثرا خپل احساسات ځپي او پر ځای یې د تفکر لاره غوره کوي. نو که تاسو هم غواړئ آرام او سنجیده اوسئ مسکا خپل همېشنی عادت وګرځوئ.
درېيم| ښه اورېدونکي اوسئ!
اکثریت خلک د مقابل لوري د خبرو پر مهال هغه/هغې ته په پوره ډول غوږ نه نیسي؛ بلکې د خپل ځواب په برابرولو بوخت وي. دا کار ډېر ناسم دی. تاسو باید تل ښه اورېدونکي اوسئ. کله چې د مقابل لوري خبرې مې سمې واورېدې نو ځواب ورکول آسانېږي او په عالي شکل به ځواب هم ورکوئ. نو ویلای شو، چې د آرامو او سنجیده خلکو بله ځانګړنه دا وي، چې دوی ښه اورېدونکي وي. تاسو هم ښه اورېدونکي شئ تر څو شخصیتي تکامل ته ورسېږئ.
څلورم| کم وغږېږئ!
آرام او سنجیده خلک ډېر کم غږېږي؛ خو خورا سمې خبرې کوي. که تاسو هم په کوم مجلس کې ناست یئ او له تاسو څخه د یوې موضوع په اړه نه وي پوښتل شوي؛ نو پخپله خبرو ته مه وردانګئ بلکې پوره متوجه شئ او موضوع سمه هضم کړئ. پدې توګه به تاسو د خبرو لپاره ډېر څه ولرئ. البته که د خبرو غوښتنه درڅخه وشي. خو که پوهېږئ چې ستاسو خبرې مهمې او اړینې دي، بیا نو په خورا درنښت د خبرو اجازه واخلئ او خپلې خبرې وکړئ.
پنځم| مطالعه کوئ!
شاید تاسو ته د حيرانۍ خبره وي، چې مطالعه څنګه د شخصيت په آرامۍ کې مهمه ده؛ خو دا یو حقیقت دی، چې مطالعه له تاسو سره ډېره مرسته کوي ترڅو احساسات مو پخپل اختیار کې وساتئ. که غواړئ آرام، سنجیده او معقول فکر ولرئ مطالعه خپل همېشنی عادت وګرځوئ.
شپږم| ومنئ چې چوپتيا ستاسو په ګټه ده
وايي خپله ژبه هم کلا ده هم بلا. که تل یې خلاصوئ او ډېرې خبرې پرې کوئ؛ نو پرته له شکه بلا ده؛ خو که چوپ یې وساتئ نو ډېر به خوښ یئ. دا پدې معنا نده، چې تاسو دې بېخي مه غږېږئ؛ خو پدې معنا حتما ده، چې هېڅکله له اړتیا پرته مه غږېږئ.