د هغه چا پر وړاندې چې سپکاوی درته کوي باید څه وکړﺉ؟

i
imranghani
Author
Feb 12, 2022
4 years ago
2,216 views
د هغه چا پر وړاندې چې سپکاوی درته کوي باید څه وکړﺉ؟

لیکنه: شکېبا نادري

د هغه چا پر وړاندې چې سپکاوی درته کوي باید څه وکړﺉ؟

 

انسان تل په یو حالت کې نه وي ځینې وخت انسان د یوه کس د خبرو پر وړاندې حوصله کوي او زغمي یې، خو ځینې وخت بیا انسان د نورو د خبرو حوصله نه لري او ارومرو یې ځواب ورکوي.

موږ ډېری وخت له داسې کسانو سره مخ کېږو چې توهین کول او سپکې خبرې یې عادت شوی وي او تل یې کوي.

 موږ په نننۍ لیکنه کې تاسو ته په دې اړه معلومات درکوو چې دې هغه چا پر وړاندې چې موږ ته توهین او یا سپکې خبرې کوي څنګه رویه وکړو؟ 

که تاسو هم غواړئ پوه شئ چې د داسې کس پر وړاندې چې تاسو ته توهین کوي څنګه عکس العمل ښکاره کړئ، زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

۱. خبرو ته مو پام وکړئ!

کله چې یو کس غوښتل چې په خپلو خبرو سره تاسو توهین کړي او یا درته داسې خبرې وکړي چې تاسو پرې خپه کېږئ، نو ښه ده چې خپلو خبرو ته ډېر پام وکړئ، د هغوی د خبرو پر وړاندې داسې خبره ونه کړئ چې ستاسو شخصيت زیانمن کړي.

۲. د ځان باورۍ کچه مو لوړه کړئ!

کله چې یو کس غواړي تاسو توهین کړي، موخه یې دا وي چې تاسو د نورو پر وړاندې کم راولي، نو په دې حالت کې مو باید د ځان باورۍ کچه  لوړه کړئ او د یاد شخص پر وړاندې داسې عکس العمل وښیئ چې هغه له خپلې کړې خبرې پښېمانه شي او بیا هېڅکله د داسې خبرې کولو جرات ونه کړي.

۳. ځان بې خبره واچوئ!

کله چې کوم کس غوښتل تاسو توهین کړي، فکر وکړئ چې تاسو دا خبره هېڅ نه ده اورېدلې او په ځواب کې ورته ووایئ چې وبښئ څه مو وویل؟

وبښئ زه خو مو په موخه پوه نه شوم؟

له دې خبرې څخه مو موخه څه وه زه خو پوه نه شوم؟

یادې پوښتنې د دې لامل کېږي چې توهین کوونکی له خپلې کړې خبرې پښېمانه شي او بیا یې تکرار نه کړي.

۴. له توهین کوونکي څخه ګیله وکړئ!

د ځینې کسانو څخه د خلاصون اسانه لار ګیله کول دي، کله چې یو کس ستاسو د توهین هڅه وکړه تاسو ورته ووایئ چې ما له تا څخه دا هیله نه درلوده، ما فکر نه کاوه چې ته به زما په اړه داسې فکر کوې، داسې خبرې زما حق نه و او داسې نورې خبرې د دې لامل کېږي چې توهین کوونکی له خپلو کړو خبرو پښېمانه شي او بیا داسې خبرې ونه کړي.

نو تل باید هڅه وکړئ چې د هر چا پر وړاندې سمه رویه وکړئ، هېڅکله  چا ته توهین مه کوئ، که غواړئ چې خلک درته درناوی وکړي نو تاسو هم د خلکو درناوی وکړئ او د توهین او سپکو خبرو له کولو څخه ډډه وکړئ.

Related Articles

Dec 22, 2022
1,664 views

د امام بخاري ژوندلیک

نوم، نسب، د زیږدنې ځای، کال او … .امام بخاري خپل نوم محمد او د اسماعیل زوی و؛ او کنیه ابوعبدالله وه او لقب یې امیر المؤمنین في الحدیث و. امام بخاري په ۲۹۴ هجري کال کې د شوال میاشت په دیارلسمه، د ازبکستان په بخارا ښار کې زیږیدلی دی . د امام بخاري مور...

Jun 02, 2023
2,429 views

سطح مساحت په اړه عمومی معلومات

د سطح مساحت په اړه عمومی معلومات : #هکتار (Hectare): یو هکتار مساوي ده له 5 جریب سره (hectare = 5 jirib )یو هکتار مساوی ده له 2.471 ایکر سره (hectare = 2.471 Acre)یو هکتار مساوی کیږی له 100 بسوه (hectare =100 Biswa )یو هکتار مساوي کیږی له 2000 بسواس...

Jun 01, 2021
2,096 views

تاریخ هخامنشیان، سراسر فضاحت است!

تاریخ هخامنشیان، سراسر فضاحت است! خبرگزاری تقریب حسین شایگان، مورخ و پژوهشگر، اعتقاد دارد که هرآن چه که در بارهء تمدن و فرهنگ دورهء هخامشیان در منابع تاریخ ایران، نوشته شده، اصالت علمی ندارد و تاریخ هخامنشیان، چیزی جز فضاحت نیست. به گزارش حوزهء فر...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,670 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,127 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,983 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...