نوم، نسب، د زیږدنې ځای، کال او … .
امام بخاري خپل نوم محمد او د اسماعیل زوی و؛ او کنیه ابوعبدالله وه او لقب یې امیر المؤمنین في الحدیث و. امام بخاري په ۲۹۴ هجري کال کې د شوال میاشت په دیارلسمه، د ازبکستان په بخارا ښار کې زیږیدلی دی .

د امام بخاري مور او پلار
امام بخاري وړاندې له دې چې ستر محدث شي او د تل لپاره د صحیح حدیثونو یو معتبر کتاب ولیکي چې وروسته د مسلمانانو په نزد باندې د قران کریم نه وروسته دویم معتبر کتاب وګڼل شو، د نوموړي پلار اسماعیل هم محدث و، او د امام مالک نه یې حدیثونه اوریدل او روایتول یې. امام بخاري په خپل تاریخ الکبیر په نوم کتاب کې وايي: ابوالحسن اسماعیل بن ابراهیم حماد بن زید په داسې حالت کې ولید چې له عبدالله بن مبارک سره په دواړو لاسونو باندې ستړی مه شې وکړلې (او پخپله اسماعیل) له امام مالک نه ( حدیثونه) واوریدل. د امام بخاري پلار ډیر متقي، پرهیزګار او عالم و. د هغه په اړه ویل کيږي چې د ځنګدن په وخت کې داسې ویل: زما په مال کې خو د حرام د شتون لرې خبره ده بلکې د حرام شک هم پکې نشته. امام بخاري کوچینی و چې پلار یې ومړ او د تربیې او زده کړې مسؤولیت یې مور ته پاتې شو.
د امام بخاري مور په اړه ویل کې چې ډیره عبادت ګزاره او دعا کوونکې وه. امام بخاري په وړوکوالي کې ړوند شوی و. یوه شپه مور یې په خوب کې حضرت ابراهیم علیه السلام ولید او مور ته یې وویل: خدای متعال ستا دې ډیرې ژړا او دعا له امله ستا د زوی د سترګو نور یې بېرته راوګرځاوه. مور یې چې سهار راپاڅیږي، ګوري د زوی د سترګو دید یې بېرته را پیدا شوی دی.
امام بخاري د حدیثونو د یادولو پيل او د قوي حافظې دوا
امام بخاري له کم عمرۍ نه ډیره قوي حافظه درلوده او د دې لیوالتیا درلوده چې حدیثونه حفظ کړي. د امام بخاري منشي څخه روایت دی، وايی: ما له امام بخاري نه وپوښتل چې تاسو څه وخت د حدیثونو یادول پېل کړل؟ ورته ویې ویل: ما هغه وخت د حدیثونو یادول پېل کړل چې ابتدايي زده کړې مې پیل کړې وې. منشي وايي، ما ورنه وپوښتل: هغه وخت ستاسو عمر څومره و؟ ځواب یې ورکړ: لس کاله یا له دې مې هم کم عمر و.
منشي وايي ما یوه ورځ ورنه وپوښتل چې د حافظې او ماغزو د تقویت لپاره څه شې کاروئ؟ امام بخاري ځواب ورکړ:ما ته د قوي حافظې لپاره خپل کار سره ذاتي شوق، لیوالتیا او خپل کار ته په دوامداره توګه پام کولو نه پرته بل شی ګټور نه ښکاري.

د امام بخاري واده او اولادونه.

علماء د امام بخاري د واده په اړه اختلاف لري؛ ځکه د واده په اړه یې روایت نه موندل کیږي، خو د محمد عبدالسلام مبارکپوري په نوم یو عالم وايي چې د امام بخاري د واده ثبوت پیدا شوی دی او دغه ثبوت امام ذهبي د امام بخاري د منشي محمد بن حاتم په حوالې سره یوه واقعه رانقل کړې ده؛ دغه روایت داسې دی، محمد بن حاتم وايي: یوه ورځ امام بخاري رحمه الله ما ته وویل: ستا چې هر څه ته اړتیا وه، ما ته په ډاډه زړه سره ووایه او شرمیږه مه، ځکه چې زه د الله متعال په وړاندې ستا په اړه مسؤولیت لرم یعنې الله متعال له ما نه ستا په اړه پوښتنه کوي. منشي وايي، ما ورته وویل: دا څنګه؟ ځواب یې ورکړ: رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرام د یو بل وروڼه اعلان کړي وو.
امام بخارې د دې خبرې لپاره د حضرت سعد ن ربیع او عبدالرحمان بن عوف رضي الله عنهما د وروالي یادونه وکړله. منشي وايي ما ورته وویل: تاسو ته چې زما په اړه کوم فکر درغلی، زه تاسو له هغه نه بې مسؤولیته ګڼم. تاسو زما په اړه بیخي بې فکر اوسئ او تاسو چې ما ته کوم مال راکول غواړئ، زه هماغه مال د مننې کولو سره بېرته درکول غواړم؛ ځکه زما موخه خو یوازې ستاسو خدمت کول دي. امام بخاري ورته وویل: ما سره د خپلې مېرمنې سربیره زما کنیزې هم دي او تا واده هم کړی ندی، نو ځکه زه دا اړینه بولم چې خپل نیم مال تا ته درکړم ترڅو هر دواړه د مالي لحاظ نه یو برابر شوو.
علماء د امام بخاري اولادونه په اړه هم اختلاف لري چې نارینه اولاد یې نه درلود یا بیخي اولاد یې نه درلود؛ خو امام ذهبي یو روایت رانقل کړی چې په هغه کې د امام بخاري اولاد یا نارینه اولاد شتون پکې ثابتیږي. د روایت راوی بکر بن منیر وايي: د امام بخاري زوی احمد خپل پلار ته تجارتي شیان ولیږل. کله چې هغه مال امام بخاري ته ورسیده، نو ځینو سوداګرانو ورته راغلل چې ورنه مال واخلي. سوداګرانو همدغه مال ورنه په پینځه زرو درهمو په ګټه اخیسته، خو امام بخاري ورته وویل چې یوه شپه په تمه شئ. په سبا باندې چې نور سوداګران راغلل، دوی ورته د لس زرو درهمو د ګټې وړاندیز ورکړ؛ دوی ته امام بخاري وویل: تیره شپه ځینې کسان ما ته د شیانو د اخیستلو لپاره راغلي ول او ما هم نیت کړی چې پر هغوی یې خرڅ کړم. ابن حجر رحمه الله د همدغې پیښې د یادولو نه وروسته لیکي چې امام بخاري هماغه مال پر هغو سوداګرانو باندې خرڅ کړ چې د شپې راغلي وو، او (هغو سوداګرانو ته یې) وویل: زه نه غواړم چې خپله اراده مې بدله کړم.
ابن حجر همدغه پیښه د فتح الباري په سریزه کې نقل کړي او لیکلي دي: اما بخاري ته دغه مال د ابوحفص په نوم کس رالیږلی و. کیدای شي همدغه ابوحفص د امام بخاري زوی احمد وي او ابوحفص د هغه کنیه وي. له دې پیښې معلومیږي چې د امام بخاري اولاد و، خو زوی یې د علم د نه درلودلو له امله شهرت پیدا کړی نه و.

د امام بخاري ورور.
محمد بن حاتم وايي: زه چې شپاړلس کلن شوم، هغه وخت ما د عبدالله بن مبارک او امام وکیع بن جراح ټول کتابونه یاد کړي وو، او د اهل رای پر ټولو خبرو تېر شوی وم. بیا له دې نه وروسته زه له خپلې مور او ورور سره مکې مکرمې ته ( د حج کولو لپاره) روان شوم؛ د حج کولو نه وروسته مور مې له ورور سره یوځای بېرته خپل وطن ته ستانه شول او زه پخپله همدلته د حدیثونو د لوستلو لپاره پاتې شوم.
د امام بخاري د وخت مسلمان واکمنان
د امام بخاري د د غو مسلمان واکمنانو په وخت کې ژوندی و: مامون الرشید، معتصم بالله، واثق بالله، متوکل علی الله، منتصر بالله، مستعین بالله، معتز بالله، مهتدي بالله او معتمد بالله؛ د همدغی اخري واکمن او خلیفه د خلافت په لومړنیو وختونو کې ومړ.
د علم ترلاسه کولو لپاره د سفر پېل
ابن حجر رحمه الله وايي: امام بخاري د علم ترلاسه کولو لپاره په ۲۱۰ هجري کال کې خپل لومړی سفر پېل کړ. د علم ترلاسه کولو لپاره ډیرو ځایونو ته لاړ او په هر ځای کې به تر کافي اندازې پورې وخت تېراوه؛ لکه یوازې په مکه مکرمې کې شپږ کال تېر کړل او له مکې مکرمې نه وروسته بصرې ته لاړ.
د امام بخاري استاذان او شاګردان
امام بخاري له ۱۰۸۰ نه ډیرو استاذانو نه احادیثونه لوستلي او لیکلي دي. محمد بن حاتم له امام بخاري نه دغه خبره رانقل کړې ده: کله چې زه ( امام بخاري) بلخ ته ورسیدم، خلکو رانه غوښتنه وکړله چې زه ورته د خپل ټولو استاذانو په حوالې او سند سره یو حدیث ولیکم، نو ما ورته د خپل زرو استاذانو په حوالې سره زر حدیثونه ولیکل.
امام محمد بن یوسف فربري رحمه الله وايي: له امام بخاري نه نوي زره کسانو صحیح بخاري اوریدلی دی او زما نه پرته تراوسه بل هیڅ څوک د صحیح بخاري روایت کوونکیو نه ژوندي پاتې ندي.

د صحیح البخاري د لیکلو انګیزه
د صحیح البخاري د لیکلو څو علتونه او انګیزې بیان شوي خو دلته یوازې یوه انګیزه او علت راوړل کیږي. ابن حجر رحمه الله د صحیح البخاري د شرحې فتح الباري په سریزه کې لیکلي: یوه ورځ امام بخاري د خپل استاد اسحاق بن راهویه په مجلس کې ناست و، استاذ یې (خپل زده کوونکیو ته) وویل: کاش! تاسو د حدیثونو یوه داسې ټولګه جوړه کړئ چې یوازې صحیح حدیثونه پکې راټول شوي وي ترڅو خلک پرې عمل وکړي. نو امام بخارې له همدې ورځې نه تصمیم ونیوه چې د صحیح حدیثونو یو کتاب به لیکي. امام بخاري د هغو شپږ لکو حدیثونو پر چاڼ کولو باندې پېل وکړ چې یو شمیر یې په یاد ول او نور ورسره د لیکلو په بڼه پراته ول، چې په پای کې یوازې له ۷۲۷۵ حدیثونو نه صحیح البخاري کتاب جوړ کړ.

د امام بخاري کتابونه
امام بخاري ټولټال څلورویشت کتابونه لیکلي دي: صحیح البخاري، التاریخ الکبیر، التاریخ الاوسط، التاریخ الصغیر، الجامع الکبیر، المسند الکبیر، التفسیر الکبیر، کتابب الاشربه، کتاب الهبه، کتاب ا لضعفاء، خلق الفعال العباد، اسامی الصحابة، کتاب الوحدان، کتاب المبسوط، کتاب العلل، کتاب الکنی، کتاب الفوائد، الاداب المفرد، جزء رفع الیدین فی الصلاة، برالوالدین، قضایا الصحابة و التابعین، کتاب الرقاق، الجامع الصغیر الحدیث او جزء القراءة خلف الامام.
د صحیح البخاري د شرحو شمېر
تراوسه پر صحیح البخاري باندې ۲۳۱ شرحې لیکل شوې دي چې لومړنۍ شرحه د ابن حجر د فتح الباري په نوم ده.
د امام بخاري مړینه
امام بخاری سمرقند ته نیږدی د خرتنک په نوم سیمه کې په ۲۵۶ هجري کال کې ومړ.
د اعتراضونو رد
ویل کیږي چې امام بخاري له بخارا نه پخپله خوښه تللی نه و بلکې ویستل شوی و او د ویستلو کیدو لاملونه هم څو دانې ښودل شوي دي، خو په دغو لا املونو کې څو دانې داسې دي چې د امام بخاري پر سپیڅلي شخصیت باندې د تهمت تور داغ ګرځیدلی دی.
ویل کیږي کله چې امام بخاري بخارا ته راغی، نو خلکو ورڅخه د پوښتنو پوښتل پېل کړ او امام به فتوې ورکولې؛ خو یوه ورځ د هغه ځای د احمد بن حفص ابو حفص کبیر په نوم مشهور فقیه امام له فتوې ورکولو نه منع کړ او ورته ویې ویل فتوا ورکول بس کړ، ځکه ته د فتوې د ورکولو وړتیا نلرې. خو امام بخاري فتوا ورکول بند او بس نکړل بلکې همداسې یې دوام ورکړ. یوه ورځ ورنه پوښتنه وشوه، که دوه هلاکان له یوې غوا یا له یوې اوزې نه شودې وڅکي، رضاعت یې ثابتیږي؟ امام بخاري ځواب ورکړ: هو! رضاعت یې ثابتیږي. د بخارا خلکو د همدې فتوې له امله امام بخاري له بخارا څخه وشاړه.
او داسې هم ویل کیږي چې ابو حفص ته شکایت شوی و چې امام بخاري وايي قران کریم مخلوق دی او ابوحفص د همدې خبرې له امله امام بخاري له بخارا نه شړي، مګر په حقیقت کې دغه کیسه حقیقت نلري ځکه همدغه کیسه علامه محمد بن احمد ابوبکر سرخسي په المبسوط کې روایت کړې خو سند او حواله یې یاد کړې ندي اوامام بخاري هغه وخت بخارا ته لاړ چې هغه وخت احمد بن حفص ژوندی نه و بلکې مړ شوی و. او امام بخاري پخپله وايي: څوک چې ما ته د دې خبرې نسبت کوي چې قران د الله مخلوق دی، هغه دروغجن دی.

ماخذونه
تاریخ بغداد
تهذیب التهذیب
سیر اعلام النبلاء
تذکرة الحفاظ