د حیدر د ژغورنې هڅې

W
Waheed Zaheer
Author
Feb 17, 2022
4 years ago
1,651 views
د حیدر د ژغورنې هڅې

د افغانستان سویل زابل ولایت په قلات سیمه کې د حیدر په نامه یو ماشوم ژور څاه ته لویدلی دی.

په سيمه کې يو ځایي خبريال وايي، دغه ماشوم چې شاوخوا شپږ کاله عمر لري، ۳۵ متره ژور څاه ته ورلوېدلی خو وایي دغه څاه له مخکې نړېدلی ماشوم يې په ۱۷ مترۍ کې بند پاتې دی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې مراکش کې هم ورته پیښه شوې وه چې له بده مرغه د څلورو ورځو هڅو وروسته هلته ونه توانیدل چې ماشوم وژغوري.

حیدر زموږ د ټولو ورور دی، زما ورته زړه دلته دردیږي. خدای دې هغه وساتي.

زه د حیدر له پيښې او ځای ډیر نه یم خبر چې څاه ته به څنګه لویدلی وي، خو دا پیښه دې ټولو ته درس وي او هیله ده چې ژوند سره د مینې په خاطر هم د خپل ژوند لپاره ښه تدابیر ولرو.

۳۵ کاله مخکې د امریکا په ټکساس ایالت کې یوه اتلس میاشتنۍ نجلۍ چې جسیکا نومېده د اته انچو څاه ته وغورځېده او اوه متره لاندې نښتې وه. د ژغورنې د عملیاتو لپاره هڅې وشوې. نجلۍ ۵۶ ساعته وروسته وژغورل شوه او تر اوسه د ژوند له غنیمته برخمنه ده. د جسیکا د ژغورنې کیسه ډیره مشهوره وه. کتابونه پرې ولیکل شو او یو فلم پرې هم جوړ شوی چې نوم یې Everybody's Baby: The Rescue of Jessica McClure  ( د ټولو لور-د  جسیکا د ژغورنې عملیات) دی.
دافلم تاسې پر یوټیوب لیدلی شی.

د حیدر مور و پلار ته حوصله غواړم او ټول هغه خلک چې د حیدر په ژغورنه کې هڅې کوي خدای دې د هغو قدر وکړي.

یو شاعر لیکلي: 
دنصرت پرښتې ولیږه زابل ته
دیوسف  په شان حیدر کوهې کې پروت دی

خدایه تاته مو لاسونه لپه کړي
دخوږې مورکۍ دلبر کوهي کی پروت دی

Related Articles

Jan 07, 2025
1,384 views

Deepfake Politics

 لیکوال : هارون راعون  ډیپ فیک سیاست د ډیپ فیک ټکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستنه د سیاسي هدفونو لپاره د جعلي ویډیوګانو، غږونو او نورو ډیجیټلي موادو جوړولو ته اشاره کوي. دا د ډیجیټلي ټکنالوژۍ یوه نوې، خو د بحث وړ پدیده ده چې د سیاست په ډګر کې د خلکو نظرونو...

Jan 29, 2022
3,019 views

د روسیې نظامي ځواک

لیکنه ـ ریاض مقامزی   په دې وروستيو کې د روسیې او امریکا ترمنځ ناندرې زیاتې شوي دي؛ روسيې خپل ګڼ شمېر سرتېري له اکراین سره پر پوله ځای پر ځای کړي دي او پوځي تمرينات ترسره کوي. په ورته وخت کې امریکا اندېښنه لري چې روسيه به پر اکراین یرغل وکړي. کارپو...

Mar 13, 2021
3,563 views

ممیز؛ ځانګړنې او روغتيايي ګټې یې

ژباړه ـ ریاض مقامزی ممیز د وچو ميوو له ډلې شمېرل کېږي. اصلا د انګورو له وچولو لاسته راځي. ځينې خلک یې د لمر په واسطه او ځينې نور یې د ماشينونو په واسطه وچوي. له ممیزو په بېلابېلو برخو مې ګټه اخیستل کېږي. دلته به یې په اړه بشپړ معلومات ولولئ! ایا تا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,513 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,097 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,881 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...