اُکراین وپېژنئ!
1,533
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2022-02-22 06:03:05
ژباړه ـ ریاض مقامزی
د هېوادونو د پېژندنې په برخه کې به دا ځل له "اُکراین" سره بلد شئ. د لیکنې تر پایه به هڅه وشي، چې ددې هېواد په اړه هر اړخیزو پوښتنو ته ځواب وویل شي.
اُکراین وپېژنئ!
دا هېواد د اروپا لویې وچې په شرقي برخه کې موقعیت لري، چې مساحت یې شاوخوا "۶۰۳۷۰۰" کیلومټر مربع ته رسېږي. په محلي ژبه کې "اُکراین" پخپله د "ساحل یا سمندر غاړي" معنا ورکوي. همدارنګه پلازمېنه یې "کیف" نومېږي. شفچنكو، گیدروپارك یې د مرکز مشهور پارکونه دي او لوی ښارونه یې كیف، خاركف، پولتاوا، ادسا او لوو نومېږي. په پوهنتونونو کې پر "روسي، اکريني، انګلېسي، الماني او فرانسوي" ژبو تدریس کېږي؛ خو تر نورو روسي او اکرایني ژبې مخکښې دي. د یادونې وړ ده، چې د مساحت له پلوه په اروپا کې تر فرانسې وروسته دویم لوی هېواد همدا اکراین دی. د اقلیم له مخې ددې هېواد شمالي سیمې یخې او جنوبي یې بیا معتدلې دي. پخپله مرکز کې یې خورا یخ ژمی لري. چې ځينو سیمو کې د سړښت درجه تر منفي پنځه ويشتو هم رسېږي. په ټوله کې ویلای شو، یخ ژمی او معتدله اوړی لري. ددې هېواد ژبه اکرایني ده؛ خو د جوړښت ورته والی یې روسي ژبې ته ډېر نږدې دی. بل پلو ته اکثره کلمې پکې له لهستاني ژبې اخيستل شوې دي. پدې هېواد کې له اکرایني ژبې وروسته روسي دویمه لویه ژبه ده، چې ډېر ویونکي لري. له دې ورهاخوا ځينې نورې خورې ورې ژبې هم پکې رواج لري. د اکراین هېواد بيرغ له دوو رنګونو جوړ دی، چې برنۍ (پورتنۍ) برخه یې آبي رنګ او لاندينۍ یې بیا ژېړ رنګ لري. همدارنګه پولي واحد یې كوپك نومېږي، چې سل کوپک بیا یو ګریونا بلل کېږي. که څه هم په لومړيو کې یې اوسېدونکي بت پرستان وو؛ خو کله چې عیسویت په اروپا کې خپور شو، ددې هېواد اوسېدونکي هم همدې دین ته واوښتل. او اوسمهال اکثریت خلک یې عیسویان دي.