غوره مقاله ليکنه
2,190
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2021-09-22 18:28:28
ليکنه ـ بهرام بهیر
سریزه:
مقاله لیکنه یو له هغو هنرونو څخه ده چې د هغه پواسطه کولای شو خپله نظریه له ټولنې، هیوادوالو او نړیوالو سره شریکه کړو او هغوی یې د تطبیق په برخه کې ملاتړ ته راوبلو؛ مونږ پدې لیکنه کې هڅه کړې چې تاسو ته یو داسې رهنمود په لاس درکړو چې د هغه په تناظر کې وکولای شئ، په معیارونو برابره مقاله لیکنه وکړئ او په ډېر کم وخت کې په غوره لیکوال باندې بدل شئ.
مقاله څه ته وايي:
د ښوونځي له دورې څخه به حتماً د مقالې له نوم سره آشنا یاست، کله به مو د ژبو په مضامینو کې د مقالې نوم اورېدلی وي، ښوونکي به د کورنۍ دندې په توګه مجبور کړي یاست چې په یوه موضوع باندې لیکنه وکړئ، ورځپاڼهونه او مجلې به مو لوستې وي چې په مختلفو موضوعاتو باندې له مختلفو زاویو او بعدونو څځه بحث کوي، په سازمانونو کې د دندو پر مهال به مو د مختلفو مواردو د ارزونې څخه وروسته تحلیلي راپورونه ترتیب او وړاندې کړي وي، تاسو به معتبرو پوهنتونونو او تحصیلي مرکزونو ته پدې نیت نوم لیکنه کړې وي چې خپلې لوړې زدکړې پر مخ پکې یوسئ، او د یاد پوهنتون رهبري به تاسو ته سپارښتنه کړې وي چې د یوې موضوع په تړاو دې خپل لیکلی نظر ور سره شریک کړی، تر څو ستاسو د درخواست د تائید او یا رد په اړه پرېکړه وشي، ممکن تاسو خپله لیکلې نظریه ور سره شریکه کړې وي، ممکن حتی هغه تائيد شوې هم وي، تاسو ته یې داخله در کړې وي، یا یې حتی ستاسو د لیکلې نظريې په مقابل کې وړیا تحصیلي سکالرشیپ درکړی وی، یا به مو اورېدلي وي چې په نیویارک ټایمز، ډهلي ټایمز او داسې نورو ژورنالونو کې د افغانستان په اړه تحلیلي مقاله نشر شوې، که مو یو هم تر سره کړی وي، تاسو مقاله لیکونکي، اما که مو ټول ملاحظه کړي وي، مبارک مو شه، تاسو کافي تجربه او کافي وړتیا لرئ او کولای شئ چې علمي مقاله لیکنه وکړئ، ځکه چې مقاله لیکنه کوم مغلق او پېچلی کار نه، بلکې د هغه په مفهوم ځان پوه کول او د عمل ډګر ته را دانګل دي، له بل پلوه د پورته بېلګو د ذکر کولو پر اساس ویلای شو چې مقاله کېدلای شي د یوې کورنۍ دندې تر حده کوچنۍ او د یو داسې تحلیلي راپور تر بریده غټه شي، چې د هیوادونو د سرنوشت په اړه پرېکړه وکړي. ځکه نو په مجموعي ډول ویلای شو چې مقاله عبارت له هغه لیکلي سند څخه دی چې د لیکوال له لوري په جامعه، هیواد او حتی نړۍ کې د ځانګړي تغیر راوړلو په موخه لیکل کېږي.
د مقالې له پېژندلو څخه وروسته شاید پدې فکر شئ چې ولې مقاله ولیکل شي، څوک یې باید ولیکي، په څه موخه یې ولیکي او په مجموع کې ولې لیکوال خپل وخت ور باندې ضایع کړي؟
طبعي ده چې ستاسو په ذهنونو کې به په ورځنۍ توګه ګڼ شمېر مختلفې نظریې راځي، داسې فکرونه چې غواړئ خپلو ملګرو ته یې د کارونو د تر سره کولو او یا نه تر سره کولو په اړه ووایئ، یا هم داسې نظریات چې ستاسو د کورنۍ د غړو په ژوند کې مثبت تغیر راوړي؛ مطمئين یم چې همداسې شوي، او تاسو هم یاد نظریات په مستقیم ډول یا هم د کورنۍ د کوم غړي له طریقه شریک کړي، اقدام پرې شوي او یا نده شوی، اما په هماغه ځای موضوع ختمه شوې ده، ځکه نو ویلای شو چې که تاسو انفرادي کوچنۍ نظریه د محدود شمېر وګړو د ژوند سره تړلې ولرئ، هغه نېغ په نېغه شریکوئ، اما که چېرته ستاسو نظر د ټولنې د ډېرو وګړو په اړه و اوسي، یا هم داسې یوه نظریه واوسي چې د هغې د ورکړې له طریقه ستاسو په ټولنه، ولایت، هیواد او حتی نړۍ کې تغیر راتللای شي، نو اړتیا ده چې هغه د کاغذ په مخ راوړئ، دا چې مقاله مو څه ډول، په کوم فارمټ او په کومو آدبیاتو سره د کاغذ مخ ته راشي، ستاسو تر نظریې او مخاطبینو پورې تعلق نیسي، که ستاسو مخاطبین د یو ولایت اوسېدونکي و اوسي، کولای شئ هغه په محلي ورځپاڼه، که د یو هیواد خلک و اوسي، هغه په ملي ورځپاڼه، مجله یا هم سایټ کې نشر کړئ، اما که ستاسو نظریه د ټولې نړۍ پورې تړاو ولري، تاسو مجبور یاست چې هغه په نړیوالو ژورنالونو کې نشر کړئ، او نړیوال ژورنالونه یواځې هغه مقالې نشروی چې هغه د دوی د مشخصې شوې تګلارې مطابق، په ټولو اصولو برابرې، مؤدبانه، د هغوی په فارمټ کې مرتبطې او د ډېرو معتبرو منابعو یا ماخذونو درلودونکې وي، ځکه نو طبعي ده چې یاده مقاله به ډېرو هڅو، منابعو او شواهدو ته اړتیا لري، ځکه نو ویلای شو چې مقاله د لیکوال له لوري د خپلې نظریې د بیان له طریقه په محل، جامعه، هیواد یا نړۍ کې د تغیر راوستلو په موخه لیکل کېږي او په نشر رسېږي.
د مقالې ډولونه:
په مجموع کې مونږ مقالې په (۲) ډولونو تقسیموو چې یو ډول یې تحقیقاتي او دوهم ډول یې مروري مقالې دي، اما په علمي ډول کولای شو چې هغوی په څلورو، شپږو، اتو یا هم ډېرو ډولونو باندې تقسیم کړو، اما هغه تقسیم بدي چې د نورو په مقابل کې مشهوره ده، په شپږو حصو باندې د مقالو تقسیمول دي، چې د یادو ډولونو له جملې څخه دوه وروستي ډولونه یواځې له طبابت سره سر و کار لري:
1. تحقیقاتي مقاله (Original Search)؛
2. مروري مقاله (Review Article)؛
3. نظري مقاله (Perspective, Opinion and Commentary)؛
4. د کتاب مرور (Book Review)؛
5. کلینیکي ازمایښت (Clinical Trial)؛
6. د کلینیکي قضیې مطالعه (Clinical Case Study)؛
په خلص ډول که ووایو تحقیقاتي مقاله هغې مقالې ته ویل کېږي چې په هغه کې لیکوال د موضوع په تړاو له موجودو منابعو او ماخذونو څځه د ګټې اخیستنې پر ځای، په مستقیم ډول د تحقیقونو د په لاره اچولو له لارې معلومات را جمع، توحید، تحلیل او په یوه چوکاټ کې ځای پر ځای کړي وي؛ په مجموع کې تحقیقاتي مقالې د مروري مقالو په نسبت ډېر زیار او کار ته اړتیا لري او د نشر لپاره یې هم قوي شواهد باید وړاندې شي.
مروري مقالې هغو مقالو ته وایو چې لیکوال په موجوده مقالو، کتابونو او یا هم نورو منابعو باندې مرور تر سره کوي، او د ټاکل شوې موضوع په تړاو لیکلی نظر ورکوي. د بېلګې په توګه، که څوک د جګړې له آمله د هیواد زېربناؤ ته د اوښتو زیانونو په اړه تحقیقاتي مقاله لیکي، نو اړتیا لري چې د هیواد هر کونج او هرې سیمې ته پخپله ولاړ شي، یا هم ټیمونه ساحو ته د تګ په پار استخدام کړي، معلومات را جمع کړي او مقاله ولیکي، چې یاده مقاله د تحقیقاتي مقالې په نوم یادېږي؛ اما که چېرته لیکوال ساحو ته د تګ لپاره له امنیتي، اقتصادي او اجتماعي ګواښونو سره لاس او ګرېوان و اوسي، نو هغه ساحې ته د تللو پر ځای له موجودو ملي، نړیوالو او خواله رسنیو څخه معلومات را جمع کوي، یا هم د هغو مقالو مرور تر سره کوي چې د هیواد د مختلفو ولایتونو په اړه د مختلفو لیکوالانو له لوري د تحقیقاتي روش څځه په ګټه اخیستنې لیکل شوې وي، چې یاده مقاله مروري مقاله بلل کېږي.
د مقالې لیکل:
په ذهن کې راغلی فکر د ورقې پر مخ راوړل او د تغیر راوستلو په موخه د خپلې خوښې په انتشاري چېنل کې نشرول، یو لړ اصول او موارد په بر کې نیسي چې باید لیکوال یې د مقاله لیکنې پر مهال مراعت کړي؛ پدې خاطر چې مقاله لیکنه په آسانه او ساده پروسه بدله شي، د هغې د لیکنې پروسه په (۲) برخو وېشو:
له مقاله لیکنې وړاندې:
هغه موارد چې باید مقاله لیکوونکې یې له مقاله لیکنې څخه وړاندې په پام کې ونیسي، او ځان مطمئین کړي چې هر یو یې په ټاکلي وخت بشپړ شوي دي، په لاندې ډول دي:
· د موضوع انتخاب:
یو له هغو مواردو څخه چې ستاسو د تحقیق اساس او پیل تشکیلوي، د موضوع ټاکل دي، که چېرته ستاسو په ذهن کې کومه نظریه راغلې وه، خو یاده ستونزه حل او موضوع تیاره ټاکل شوې، اما که چېرته تاسو تحلیل ګر او لیکوال یاستئ او غواړئ چې د ورځې اوضاع بررسي او د هغې د اړتیا په نظر کې نیولو سره موضوع وټاکۍ، چاره به مو لږ مشکله وي، پدې صورت کې غوره ده چې یو له هغو موضوعاتو څخه انتخاب کړئ چې ستاسو د ټولنې، هیواد او یا هم نړۍ واله موضوع و اوسي.
· د مخاطبینو ټاکنه:
وروسته لدې چې موضوع مو وټاکله، ستاسو دوهم مسؤلیت پیل کېږي چې هغه د مخاطبینو انتخاب دی، او اړینه ده چې مخاطبین هم د ټاکل شوې موضوع په تناظر کې وټاکئ، پدې معنا، که چېرته ستاسو نظریه د هغې ستونزې د حل په موخه وي، نو ستا مخاطبین د یو ولایت اوسېدونکي، که چېرته ستاسو نظریه د ملي ستونزې په وړاندې حل لارې وړاندیزوي، مخاطبین مو باید هیوادوال، که چېرته غواړئ د منطقې په کچه د ستونزې حل لاره وړاندیز کړئ، مخاطبین مو د منطقې یا هم آسیا لویې وچې اوسېدونکي، او که حل لاره مو د نړیوالې ستونزې د حل کولو قابلیت ولري او یا هم ستونزه ستا محلي وي، مګر حل یې په نړیواله ټولنه پورې اړه ولري، ستا مخاطبین نړیواله ټولنه ده، او ته مخاطبینو ته په کتو سره داسې نشراتي چېنل باید انتخاب کړي چې هغه ستا آواز تر اړونده مخاطب پورې رسولای شي، پدې سلسله کې د ولایتي ورځپاڼې، ملي مجلې، محلي ژورنال او ملي ژورنال یادونه کولای شو.
· د معلوماتو را ټولول:
د موضوع له ټاکلو، مخاطبینو ټاکلو، نشراتي چېنل ټاکلو څخه وروسته تاسو د مقالې د ډول په اړه فکر کوئ، که چېرته ستاسو مقاله تحقیقاتي و اوسېږي، نو اړتیا ده چې په هماغه تناظر کې د معلوماتو د را ټولولو پروسه پیل کړئ، ټیمونه اسختدام کړئ، پوښتنپاڼې جوړې کړئ، سفرونه پیل کړئ او معلومات مو له مختلفو مراجعو څخه را ټول کړئ، اما که چېرته ستاسو مقاله مروري بڼه ولري، نو تاسو ساحې ته تللو او ډېرو پوښتنپاڼو جوړولو ته اړتیا نلرئ، بلکې د پام وړ منابعو او ماخذونو مطالعه پیل کوئ، کتابونه لولئ، مقالې لولئ او د یوې ځانګړې شېوې له طریقه د پام وړ معلومات ور څخه را جمع کوئ. دا چې معلومات د دواړو ډولو مقالو لپاره په کوم شکل را جمع کېږي، کومې طریقې لري او کوم میکانیزمونه په لاره واچول شي، اوږد بحث دی، چې انشاء الله په یوه ځانګړې مقاله کې به یې تشریح کړو؛ اما یوه خبره چې یادول یې خورا اړین دي، دا ده چې ستاسو را ټول شوي معلومات باید په ډېر محفوظ ځای کې په منظم شکل ځای پر ځای شي، تر څو د کومې حادثې د وقوع له آمله معلومات له لاسه ورنکړئ، او له بل پلوه داسې یو حالت ته ولاړ نشئ چې مرتبط، غیر مرتبط، مهم او غیر مهم معلومات مو سره ګډوډ او د تحقیق په پای کې یا د بې کیفیته او غیر مرتبطې مقالې لیکلو باعث وګرځي، یا هم د دې سبب شي چې تاسو له مقاله لیکلو څځه لاس په سر شئ.
· توحید، تجزیه او تحلیل:
د معلوماتو د را ټولولو څخه وروسته د هغوی طبقه بندي او د هرې طبقه بندي مرتب او یو ځای کولو ته تحلیل، د هغوی د کیفیت، کمیت، صحت او سقم معلومولو ته تجزیه او د را ټولو شویو معلوماتو پر اساس د موضوع په تړاو پرېکړې کولو ته تحلیل وايي. پدې ځای کې یوه بله کلمه چې په پښتو کې معلومات ورته ویل کېږي او په انګلش ژبه کې په (Data) او (Information) ډولونو وېشل شوي دي، تشریح ته اړتیا لري، اما دا چې بحث اوږدېږي، نو یواځې دومره یادول غواړم چې ډېټا خامو او غیر پروسس شویو موادو او (Information) پروسس شوي معلوماتو ته ویل کېږي، یا په بل عبارت، (Data) لومړني او (Information) دوهم لاس معلومات دي، او په کلي توګه د ډېټا موجودیت تر ډېره بریده د تحقیقاتي لیکنو پر مهال تر سترګو کېږي.
د مقاله لیکنې پر مهال:
هغه موارد چې تاسو د معلوماتو له تحلیل څخه وروسته له هغه سره سر وکار لرئ، هغه د مقالې لیکل دي، او یاده برخه پدې خاطر خورا مهمه ده چې ستا نظریه خلکو ته د قبلېدلو په موخه وړاندې کېږي، نو که چېرته تاسو غیر مهمه موضوع، په مهمو الفاظو او یوه غوره بڼه کې را ونغاړئ، احتمال یې وجود لري چې ستاسو مقاله دې نشر شي، اما که چېرته تاسو ډېره مهمه موضوع هم په غلط فارمټ او غلطو تورو کې را ونغاړئ، د هغې د نشر او مخاطب ته رسېدلو هیڅ چانس وجود نلري، ځکه نو اړتیا ده چې د مقاله لیکنې پر مهال لاندې اصول مراعت شي:
· د مقالې لپاره د جذاب، ځانګړي او لنډ عنوان انتخابول؛
· د مقالې پیل په داسې لنډو الفاظو سره کول چې د لوستونکي لپاره جالبه و اوسي او د هغوی پاملرنه ځان ته را جلب کړي، یعنې سریزه باید لنډه او جالبه و اوسي؛
· د مقالې د ترتیب پر مهال واضح او مشخصې جملې باید ولیکل شي؛
· د مخاطبینو تحصیلي کچې ته په کتو سره آدبیات چې نه ډېر عامیانه واوسي او نه هم دومره لغت پراني پکې شوې وي چې لوستونکي مفهوم ور څخه وا نه خیستل شي، وکارول شي، همداراز د مخاطبینو ژبې ته په کتو سره مقاله باید ولیکل شي، داسې نه چې په محلي ورځپاڼه کې انګلېسي مقاله او په نړیوال ژورنال کې پښتو او دري مقاله د نشر لپاره وړاندې شي؛
· مناسب ګرامر، مناسب الفاظ او درست آدبیات باید وکارول شي؛
· خپله نظریه په منظمه او تشریحي بڼه وړاندې شي، او د مقالې ټولې برخې منطقي ربط له یو بل سره ولري؛
· له تکراري موضوعاتو او تکراري جملو راوړلو څخه مخنیوی وشي؛
· پوره هڅه وشي چې د مقالې لیکنې پر مهال دې د پام وړ نشراتي چېنل د اصولو مطابق د تورو د لیکلو اندازه، رنګ، فاصله، د پاڼې نمبر لیکل، پاڼې ته ډيزاین ورکول او داسې نور وټاکل شي، تر څو ستا په خوښه نشراتي چېنل کې د نشر وړ وګرځي؛
· پوره هڅه وشي چې مقاله پداسې الفاظو او جملو سره پای ته ورسېږي چې هغه خورا منطقي، ښې، جذب کوونکې او همېش په یاد پاتې کېدونکي وي، ځکه چې مقالې ته د ښه پیل ورکړه لوستونکی مجبوروي چې هغه تر پایه ولولي، اما ښه خاتمه د دې باعث ګرځي چې هغه همېش د هغه په یاد کې پاتې شي، په ژوند کې یې عملي کړي او حتا له نورو سره یې شریکه کړي؛
· خپله نظریه د هغې محتواء ته په کتو سره په لنډو او ساده الفاظو کې بیانول:
ډېری خلک نظریه له ځان سره لري، د هغه په تړاو معلوماتو ته هم لاسرسی لري او یا هم کولای شي چې هغه په آسانۍ سره را ټول، توحید، تحلیل او تجزیه کړي، اما یوه ستره ننګونه چې هغه د دې سبب ګرځي تر څو د نظر خاوند خپله نظریه د کاغذ پر مخ را نه وړي او هغه ته د محرومیت حس ورکړي، هغه دا فکر کول دي چې علمي مقالې باید ډېرې اوږدې واوسي، او په ګڼو برخو کې معلومات له ځان سره ولري، اما داسې نده، تاسو کولای شئ چې یوه ډېره ښه نظریه، په ډېره کوچنۍ مقاله چې حده د یوې ورقې تر حده پورې واوسېږي، ترتیب، نشر او د پام وړ مخاطبینو ته واستوئ؛
· د غیر اړینو معلوماتو نه ځای پر ځال کول:
دا چې له مقاله لیکنې څخه وړاندې مقاله لیکونکی ډېره ډېټا را ټولوي، هغه توحید، تجزیه، تحلیل او په یوه واضح فارمټ کې شاملوي، او د یادې پروسې له پیل څخه وروسته فکر کوي چې د مقالې د غنامندي او د هغې د حجم د زیاتوالي په پار دې ټول معلومات که مرتبط هم و اونه اوسي، پکې ځای پر ځای شي، یا په لنډ عبارت، مقاله لیکوونکی حرس کوي او غواړي چې اوږده مقاله ولري، ځکه نو غیر مرتبط معلومات پکې ځای پر ځای کوي، چې یاده چاره د مقالې هغه ذوق، شوق او ولوله چې په یوې ښې پیلیزې سره لوستونکي ته ورکړل شوې ده، د موضوع د تشریح په جریان کې له منځه ځي او مقاله خپل لیدونکي له لاسه ورکوي؛
· د لازمو شواهدو، مدارکو او اسنادو وړاندې کول:
ډېری تحقیق کوونکي فکر کوي چې په مقاله کې د هر سند او هر شواهد ذکر کول د دې باعث ګرځي چې مقاله په یوه ستړې کوونکې مقاله بدله کړي او یا هم د هغې د حجم د زیاتوالي سبب شي، د هغه له ذکر کولو څخه ډډه کوي، یا په ځینو حالتونو کې فکر کوي چې په مقاله کې د منبع او ماخذ ذکر کول زما اهلیت او قابلیت تر پوښتنې لاندې راولي، په هغه حال کې بیا له بلې منبع څخه راخیستل شوي معلومات د ځان په نامه شاملوي، چې یاده چاره د مقالې او حتی لیکوال اعتبار او د مقالې مثمریت تر پوښتنې لاندې راولي، ځکه نو اړتیا ده چې باید هر سند، شواهد، مدرک، منبع او ماخذ په واضح ډول په مقاله کې ذکر شي؛
· د ځان په اړه د غیر اړینو معلوماتو نه ځای پر ځای کول:
د مقاله لیکلو پر مهال اړتیا ده چې د لیکونکي نوم او موقف په لومړي سر کې ذکر شي، اما له هغه څخه زیات په موضوعاتو کې د ځان، خپل ژوند، تعلیم، تحصیل او تجربې په اړه بحث کول او خپل ځان پکې مهم بیانول، هغه څه دي چې د مقالې ماهیت ته صدمه رسوي؛ اما که چېرته لیکونکی خپله کومه تجربه یا هم نظریه پکې شاملوي، هغه کولای شي، اما پداسې حال کې چې باید منطقي و اوسي.
په پای کې یو ځل بیا یادونه کول غواړو چې مقاله لیکل یو هنر دی، او هغه په تجربه سره وده کوي، نو که غواړئ چې تر ټولو غوره لیکوال واوسئ، سر له همدا اوسه خپل قلم او کتابچه را واخلئ او د هغې موضوع لپاره چې ستاسو لپاره جالبه و اوسي، د پورته مواردو په نظر کې نیولو سره ګوتې وخوځوئ!