ژباړه ـ ریاض مقامزی

لوی انسانان د باورونو په اړه غږېږي، متوسط یې پر پېښو بحث کوي او کوچني انسانان بیا په نورو پسې خبرې کوي.

له لویو خلکو سره د نورو غم کوي، متوسط خلک پخپل درد کې ورک وي او کوچني انسانان بیا هېڅ درد نه لري.

ستر انسانان د نورو عظمت ویني، متوسط یې پخپل عظمت پسې درومي او کوچني وګړي بیا خپل عظمت د نورو په سپکاوي کې ویني.

لوی انسانان د حکمت په لټه کې وي. متوسط یې په پوهې پسې درومي او کوچني یې د پیسو په غم کې وي.  

لوی انسانان د بې ځوابه پوښتنو په لټه کې دي؛ متوسط یې بیا داسې سوالونونه کوي چې ځواب یې موجود وي؛ خو کوچني انسانان فکر کوي، چې د ټولو پوښتنو پر ځواب پوهېږي.