د ژوند د تېر فصل په لوستلو مۀ بوخت کېږي.

W
Wiqar Ibrahimi
Author
Mar 13, 2022
3 years ago
2,163 views
د ژوند د تېر فصل په لوستلو مۀ بوخت کېږي.

لیکنه: وقار ابراهیمي

زموږ موضوع ته په اشارې لومړي د ژوند د بدلون او ترقۍ لپاره د پياوړي لیکوال او اروا پوه؛ برایان ټرېسي

یوه پیاوړي اصطلاح چې له یو فوق العاده معنا څخه ډکه ده، راخلو؛ نوموړي د یو نوې انګېرنې او هدف لپاره لومړي کار او مسولیت څه ګڼي؟

دی لیکي«د دې لپاره چې کوم نوی کار پیل کړې،باید خپل زړو کار پای ته ورسوي، او یا یې نور ونۀ غځوې، یو ځای ته ننوتل، له بل ځايه وتل دي او د یو بار پورته کول، د بل بار په اېښودولو سره کېږي.»

د ټریسي دې خبرې به مو خامخا په در زړه کړي وي، چې د ژوند هدفونو ته د رسېدو ځینې عوامل مو څه دي، یا د هغه هدفونو په وړاندې چې موږ ورته د رسېدو لپاره شپې، ورځې سبا کوو او سترګې په لاره یو

څه ذهنیت او تصور لرو.

هرو مرو به مو پخوا په ژوند کې داسې څه تجربه کړي وي، چې اوس یې په را يادولو سره په زړه کې د يوې لويې ناکامي احساس کوي، خو آیا تاسو له ځان سره دا ذهنیت سازي لري، چې هغه اوس که ښه وو، یا بد؛ بس تېر شول.

که ښه وو، هغه ده د نن ورځې په ذهني آرامتیا کې، د ژوند په پرمختګ کې، په ټولنه کې د یو ښه انسان په

نوم یادېدل مصرفېږي، خو که اوس ووایو چې؛ د ژوند

هغه تېرې پېښې مو زړه بوږنوونکې او ناکامي تجربې

وې، خو اوس په هغوې فکر کول څه ګټه لري؟ آیا څه

بدلون او تحول رامنځته کوي شي؟ زما په خیال ځواب به منفي او(نه) وي، خو دلته باید دا هېره نه کړو، چې

هغه ناکامي تجربې د نور ژوند د پرمختګ لپاره یوه

ایډیال وگڼو، مثلاً هلته مو ځینې کارونو کې سستي کوله، اوس خو پوهېدونکي یې؛ چې له هماغه سستي

له امله مو اوس ژوند په کړاو دی، خو اوس پوهېږئ

پاسېږئ، او برعکس کار وکړئ، د ژوند او شخصیت جوړولو لپاره هېڅ وخت ناوخته نه دي.

د برایان ټرېسې خبرې ته راځو؛ د هغه د خبرې مطلب له يوې پیاوړې انګېزې څخه ډک دی، نور د ژوند هدفونه

د خیالونو له ټال څخه بهر کړئ، که غواړي چې هڅی مو رنګ راوړي، معنا دا شوه؛ چې یو نوي څه ترسره کوي، خو هغه نوي ځای کار او هدف ته تګ په زړو لارو

او فکرونو سر ته نه رسېږي، ځکه هدف او کار مو نوي دی، آیا دا به سمه خبره وي، چې د یو داسې هدف لپاره

چې په ژوند کې مو هیڅ نه وي، ترسره کړي، خو د لاسته راوړلو لپاره یې هیله او ارزو لري، خو برعکس

تاسو بیا ورته زوړ فکر، زړې لارې نیسي، دا به ښکاره خبره وې، چې دا زړو فکر او زړې لارې به مو هدف ته ونه رسوئ.

 

 

Related Articles

Oct 28, 2021
2,405 views

قمارباز لیکوال؛ داستایوفسکي

لیکنه ـ ریاض مقامزی  د نړېوالو ادبي څېرو په نوملړ کې "داستایوفسکي" د لوړ مقام خاوند دی. دی لومړنی لیکوال دی، چې په لنډو کيسو کې یې ارواپوهنې ته ځای ورکړ. هغه پر دې باور و، چې د انسان په وجود کې دننه د ښو او بدو انګېزو او محرکوونکو عواملو ترمنځ همېشه...

Mar 15, 2022
1,890 views

نړۍ او ژوند

  لیکنه: وقار ابراهیمي اوسنۍ نړۍ د انسان لوړتيا او آرامه د بل انسان په ماتیدلو او غورځولو کې نغاړلې ده، چې په دې انسانانو کې ځینې وخت موږ او تاسو هم د نورو د ناوړه او ژوند ځورونکي هدفونو ښکار کېږو؛ یا په ځینې خپله موږ او تاسو د طبیعت بې انصافي له ا...

May 07, 2021
1,690 views

غازی تالې احمد اُتمانخېل بابا

غازی تالې احمد اُتمانخېل بابا چې دَ پلار نوم ېے صالېح احمد اُتمانخېل وو چې دَ ښپلې زمانې مشهور ستر او بهادر سړے پاتې شوې او دَ رور نوم يے عبدلمحمد اُتمانخېل بابا وو.چې دَ صېلح مهمند تېحصېل امبار سره ے تعلق ساتو.دَ غازی تالې احمد اُتمانخېل بابا ېو سرت...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,680 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,129 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,991 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...