نړۍ او ژوند
941
Wiqar Ibrahimi
2022-03-15 02:24:26
لیکنه: وقار ابراهیمي
اوسنۍ نړۍ د انسان لوړتيا او آرامه د بل انسان په ماتیدلو او غورځولو کې نغاړلې ده، چې په دې انسانانو کې ځینې وخت موږ او تاسو هم د نورو د ناوړه او ژوند ځورونکي هدفونو ښکار کېږو؛ یا په ځینې خپله موږ او تاسو د طبیعت بې انصافي له امله اړ کېږو؛ چې د نوروځورولو، کینې، او غچ اخېستلو ته لېواله شو.
د هر انسان هدف برترۍ او په ژوند او طبیعت کې متفاوت اوسېدل دي، هر څوک له خپله لیده په ټولنه
کې لوړتيا په یو ځانګړي مقام او څه کې ویني، خو په یاد ولرئ اوسنۍ نړۍ چې او انسانان پکې د ښو او بدو
په نوم مبارزه کوي، برلاسيتوب په اصل کې اوس بدو نیولي دي، يعني هر کار، هره کړنه د بدو خواته مایله ده، ځينې په هغه ټولنه کې تاسو اوسېږي، د ځینو
کارونو په وړاندې به غلط عکس العمل وویني، یا به
تاسو د یو چا د کینې او حسد ښکار شي، ستاسو عکس
العمل چې څه وي، هغه به هغه څه وي، چې ستاسو
په ښه والي دلالت وکړي، دا به لازمه نه وي، چې تاسو
هم نورو ته له کینې او نفرت څخه زړونه، او ذهنونه ډک کړي.
بده کړنه، په خلکو او ټولنه کې ظلم او په زور ترلاسه شوی مقام په خپل ځای له ډېرو تاوانونو نیمګړتیاوو سره مل دي، خو عموماً او بده پایله یې د ذهن او وجدان نه آرامتیا ده.
په یاد ولرئ؛ هغه کسانو سره چې ژوند کوي، او څنګ
ملګري مو دي، او ستاسو هر کړنه په وفاداري او ښه
توب ورته راڅرخي، شاید ځینې وخت له هغوې بیا هغسې، کار، عمل او خبره ونه ویني، څنګه چې لازمي دي، او خلاف او برعکس څه به دې تر سترګو شي، خو
له ځان سره یې ولیکئ، دا وفاداري د هغوې د ژوند د نېکمرغه کولو لپاره ستاسو نور کارونه به وروستي هلې ځلې او کارونه نه وي، ځکه دا کارونه له هغه چا سره نه ښاېږي، چې غواړي په ټولنه کې په متفاوت او کامیابه ډول ژوند وکړي.
هو؛ نړۍ د لوړتيا معيار د نورو په غورځولو، او ماتیدلو
کې نغښتي دي، خو هغه ستاسو د شخصیت ښکارندونه
کوئ، چې دا معیار د الله تعالی د رضا او د خپل وجدان
د آرامتیا لپاره په کومه لاره تر لاسه کوي.