آیا پوهېدئ چې ډېره ډوډۍ خوړل رواني ناروغي ده؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 15, 2022
3 years ago
2,120 views
آیا پوهېدئ چې ډېره ډوډۍ خوړل رواني ناروغي ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی

که څه هم انسان اړ دی، چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره خواړه وخوري. ترڅو مناسبه انرژي ترلاسه او متحرک اوسي. مګر کله ناکله ځينې انسانان له مناسبې اندازې ډېر خواړه خوري. اکثرا فکر کوو، چې سړی “خېټو” دی. په ځینو قضيو کې رښتيا هم همداسې وي؛ مګر کله ناکله دا یوه ناروغي بلل کېږي. موږ په دې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې لرو.  

ډېر خواړه خوړل رواني ناروغي ده؟

لکه څنګه چې پوهېږو ټول انسانان ددې لپاره چې انرژي ترلاسه کړي او ژوندي پاتې شي، خوړو ته اړتیا لري. مګر که انسان له معقول دلیل پرته تل ډېر خواړه خوري نو باید د خپلې ناروغۍ غم وکړي. پوښتنه دا ده، چې څه ډول ډېر خواړه رواني ناروغي بللې شو؟ که لاندې علایم لرئ، نو پرته له شکه د پُرخورۍ (ډېرخوراک) رواني ستونزه لرئ.

  • همېشه خوله د یو څه په خوړلو بوخت ساتل
  • له هرو دوو ساعتونو په کمه موده کې یو څه خوړل
  • تر هغې خواړه خوړل، چې د زړه بدوالی حس کوئ
  • پرته له لوږې هم خواړه خوړل
  • له عادي حالت څخه په تېزۍ ډوډۍ خوړل
  • یوازې ډوډۍ خوړل، له دې کبله چې په ګډه ډوډۍ خوړلو کې شرمېږئ
  • د خوړو پر وخت د ګناه او له ځانه نفرت احساس
  • د خوړو پر بس کولو واک نه درلودل

که تاسو هم پورتنۍ نښې نښانې لرئ نو هڅه وکړئ چې پخپله یې حل کړئ. ځکه چې اکثره رواني ناروغۍ په قوي ارادې سره خپله ناروغ معالجه کولای شئ؛ خو که بریالي نه شوئ نو له یو روانپوه سره مشورئ وکړئ ترڅو لازمې لارښوونې یې ترلاسه کړئ. 

دا ناروغي څه وخت پیدا کېږي؟

د رواني ناروغيو یوه ځانګړنه دا ده، چې د اکثرو د ظهور وختونه معلوم وي. د “ډېر خوراک” رواني ستونزې د پیدا کېدو وخت هم تقریبا معلوم دی. متخصصین پر دې باور دي، چې ددې ناروغۍ د پیدا کېدو اصلي وخت د شل کلنۍ لومړي وختونه دي. مګر دا هم باید هېره نه کړو، چې د عمر په نورو پړواونو کې هم پېښېدای شي. د مودې په اړه یې ارواپوهان بېلابېلې نظریې لري. مګر دقیقه خبره دا ده، چې دا ناروغي له میاشتو نيولې ترڅو کلونو هم دوام کولای شي. آن په داسې توګه چې ناروغ به پر خپلې ناروغۍ خبر هم نه وي. 

ولې پر دې ناروغۍ اخته کېږو؟

له هر څه وړاندې باید پر دې پوه اوسو چې د نږدې ټولو رواني ناروغیو لامل یو نه وي. په همدې توګه د رواني ناروغيو لاملونه هم ډېر دي. چې ځينې یې عبارت دي له:

  1. جینيټکي لاملونه
  2. په مغزور کې داخلي تغیرات
  3. ستونزې او مشکلات
  4. جنسیت
  5. د بدن اندازه
  6. د خپل ځان په اړه ناسم تصور درلودل
  7. افراطیت
  8. کله چې د انسان عاطفه ضربه وخوري 

زیانونه

دا خو جوته خبره ده، چې هره ناروغي ځینې زیانونه هم خطرات هم لري. د “ډير خوراک” ناروغۍ په دوو برخو “جسم او روان” کې څرګندېدای شي. عمده زیانونه یې عبارت دي له:

  • د وزن ډېرښت
  • د معدې خرابوالی
  • شکر
  • سرطان
  • د خوب ګډوډي
  • مغزي او قلبي سکته
  • د عضلو درد
  • بد اخلاقه کېدل  

په یاد ولرئ!

د رواني ناروغيو په برخه کې تشویش او اندېښنه کول د ناروغۍ کچه لا پسې ډېروي. نو که تاسو یاده ستونزه لرئ، مه وارخطا کېږئ. یوازې ستاسو قوي عزم او اراده کولای شي په ډېر لنډ وخت کې مو ستونزه حل کړي. ددې پر ځای چې اندېښنه وکړئ لاس په کار شئ او د خپل ځان علاج وکړئ. خو که بریالي نه شوئ، له روانپوه سره مشوره کولای شئ.

Related Articles

Oct 08, 2023
1,077 views

جرمني کې په شخصي مصرف یا لګښت تحصیل

استاد سکندر ځدران #تحصیلي_مشورهجرمني کې په شخصي مصرف یا لګښت تحصیل ( د دې لیکنې تمرکز تر ډیره د ماسټرۍ پر زدکړو دی) له هغه ځایه چې د جرمني هیواد د بورسونو شمیر محدود دی، نور ډیر وړ کاندیدان او د لوړو زدکړو مینوال نشي کولی خپلې لوړې زدکړې پدغه هیوا...

Nov 09, 2020
1,948 views

طرح حمله

طرح حمله (معرفی کتاب) نوشته ی مصطفی عمرزی باب وود وارد، چهره ی شناخته شده ی ژورنالیسم امریکا و جهان است. او در یک مشارکت حرفه یی با کارل برنشتاین، در آشکار ساختن ماجرای واترگیت، نقش اساسی داشت. پس از آن که آشکار شد ریچارد نکسن، از روسای جمهور امری...

Apr 07, 2023
1,199 views

نکات مهم درباره ستونها

نکات مهم درباره ستونها  ۱- اندازه استندارد ستون:امروزه از ستون های RCC به طور گسترده استفاده می شود، در اینجا بعضی جزئیات مربوط به آنها ذکر شده است. الف- اندازه ستون ها بستگی به میزان بار کل ستون ها دارد. ب- حداقل اندازه ستون نباید از کمتر (۹×۹) ا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,691 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,132 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,998 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...