د ملا درد او درملنه

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 28, 2022
3 years ago
6,361 views
د ملا درد او درملنه

ژباړه ـ ریاض مقامزی

موږ د خپل ژوند په اوږدو د بدن د بېلابېلو عضلو د دردونو شاهدان یو. کله مو سر، کله غاښونه، کله سینه او کله د بدن نور ځايونه درد کوي. په دې لړ کې د “ملا درد” هم خورا ځورونکی وي. ځکه چې د ناستې ولاړې له خوند او آرامۍ څخه محرومېږو. په دې لیکنه د “ملا درد” په اړه هر اړخیزې خبرې شوي دي. 

د ملا درد

د انسانانو ملاوې ډېر پېچلی جوړښت لري. د بدن دا برخه له هډوکو، ډیسک، عصبي رګونو او نورو عضلو څخه جوړه ده. له همدې کبله یې د “درد” عوامل هم بېلابېل دي. که له دې برخو هره یوه زیان وي، د ملا درد پیدا کوو. باید دا ومنو، چې د عمر په هره دوره کې له ملا درد سره مخ کېدای شو؛ خو د عمر په پوخوالي کې یې امکان ډېر وي. 

نښې نښانې

له نامه یې معلومېږي، چې تر ټولو لویه نښه یې همدا ده، چې په ملا کې به د “درد” احساس ولرو. مګر که د ملا له درد سره ځينې نورې نښې ولرو، باید له روغتياپال (ډاکټر) سره مشوره وشي. ځکه چې په عادي پېښو کې د ملا درد یوازې څو ورځې دوام کوي. که لاندې علایم هم لرئ، نو ډاکټر ته مراجعه وکړئ. 

  • د ملا پړسوب
  • تبه
  • د تشو بولو په وخت کې د درد احساس
  • د وزن کمېدل
  • د ملا په ښکتنۍ برخه کې درد، چې د پښو طرف ته خپرېږي
  • د مثانې او شاوخوا عضلو بې حسه کېدل 

ولې د ملا له درد سره مخ کېږو؟

د بدن د دغې برخې درد بېلابېل عوامل لري. پر ټولو عواملو یې غږېدل سخت دي؛ خو روغتياپالان یې عمده لاملونه دا بولي:

  • کله چې د ملا هډوکي زور واخلي، کسر ولري او یا مات شي
  • په ملا کې ضربه خوړل
  • حامله مېرمنې هم د ملا درد تجربه کوي
  • د ډیسک په برخه کې ستونزې
  • د اوږدې مودې لپاره ناسته او یا درېدل
  • د عضلو شخوالی
  • درانه شیان پورته کول
  • په پښتورګو کې تيږې 

درملنه

که تاسو د ملا له درده شکایت لرئ، نو ډېر امکان یې شته چې له څو ورځو وروسته پخپله ښه شي؛ مګر که ډېر وځورېدئ کولای شئ ډاکټر ته مراجعه وکړئ. ډاکټر هڅه کوي د “ملا درد” اصلي علت معلوم او موثر درمل تجویز کړي. کېدای شي په درملو کې له ګولۍ نیولې تر ستنو (پیچکارۍ) مسایل شامل وي.

وروستۍ خبرې

هېڅکله د ډاکټر له مشورې پرته له درملتون څخه راسا د “ملا درد” ګولۍ مه پېرئ. ځکه کېدای شي د ګټې پر ځای یې تاوان ډېر شي. ددې ترڅنګ د ملا عادي دردونه کولای شئ پخپل کور کې هم معالجه کړئ. مثلا استراحت وکړئ، حمام وکړئ او يا په یو لوښي کې ګرمې اوبو واچوئ او په ملا یې کېږدئ. د وزن کمول، سپورت، کلسیم لرونکي خواړه خوړل، سیګرټ ته “نا” ویل او نورې تګلارې هم کولای شئ ستاسو د “ملا درد” مخنیوی وکړي.

Related Articles

Nov 04, 2020
4,130 views

فرهنگ پشتو

فرهنگ پشتو پژوهش و نگارش مصطفی عمرزی بحث در زمینه ی «فرهنگ پشتو»، پیش از همه مستلزم نگرش در زمینه ی تاریخ پشتون هاست؛ زیرا کمال تبارز قومی زمانی تبارز می کند که اقوام، موفق به تاسیس کشور می شوند. در واقع امتیار پشتون ها در این هم شمرده می شود که در...

Dec 13, 2021
2,509 views

اهداف څنګه وټاکو؟

مشهور کمیډین چارلي چاپلېن به ویل:«که بې هدفه لهٔ خوبه راپاڅېدې، ښه دا ده چې بیا ویده شې!»دا چې اهداف تر لاسه کول دومره مهم دي، نو ولې یې پهٔ تر لاسه کولو کې پاتې راځو؟د دې لپاره به ساده ځواب دا وي، چې مونږ د اهدافو د تر لاسه کولو لپاره منظم پلان نهٔ...

Jan 18, 2021
2,022 views

تاریخ سر در گم

تاریخ سر در گم مصطفی عمرزی پیچده گی درک تاریخ در افغانستان، به ویژه آن چه عقب تر از دوران معاصر می رود، در کمبود یا نبود چندین مشخصه و مولفه است. جغرافیای سیاسی، هویت سیاسی، مقوله های حقوقی و مدنی، همه و همه به گونه ای که اتباع و کشور ها را معرفی م...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,379 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,321 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,533 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...