که ویده کېږئ، څراغ حتما مړ کړئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 27, 2022
3 years ago
2,072 views
که ویده کېږئ، څراغ حتما مړ کړئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی   

د ویده کېدو پر مهال انسانان بېلابېل خاصیتونه لري. دا ځانګړنې هم د ویده کېدو په چاپېریال او هم د ویده کېدو په ډول پورې اړه لري. څوک ناوخته ویده کېدل خوښوي څوک وخته، څوک په ښي اړخ پرېوځي، څوک په چپ او ځينې بېخي سرچپه پرېوځي. ددې ترڅنګ ځينې خلک په روښنایئ کې ویده کېږئ او ځينې نور بیا په تیاره کې ښه خوب کوي. مګر دا هر څه باید له طبي اړخه و ارزول شوي. موږ په دې لیکنه کې پر دې غږېږو چې که د ویده کېدو پر مهال ګروپ بند نه کړو، څه تاوان کوي؟ ځواب یې د لیکنې تر پایه مومئ! 

که ویده کېږئ، څراغ حتما مړ کړئ!

هغه خلک چې د ویده کېدو پر مهال څراغ روښانه پرېږدي په تاوان کې دي. روغتيايي څېړونکي پر دې باور دي، چې د شپې له خوا په روښنايۍ کې ویدېدل د انسان په زیان دي؛ په ځانګړې توګه د انسان عصبي سیسټم ګواښي او د حافظۍ د کمزورۍ سبب کېږي. ځينې نور عمده زیانونه یې عبارت دي له: 

پر سرطان اخته کېږئ!

د شپې لخوا په د ګروپ روښنایئ ته ویده کېدل د پروستات پر سرطان د اخته کېدو ګواښ زیاتوي. څېړونکي وايي د پروستات سرطان پېښې په هغو هېوادونو کې چې د شپې لخوا یې خلک ګروپونه روښانه پرېږدي نسبت هغو ملکونو ته چې خلک یې د ویدېدو پر مهال څراغونه بندوي، څو چنده ډېرې دي. که څه هم د پروستات سرطان ګڼ نور عوامل هم لري؛ خو که غواړئ یو خطر مو دفع کړی وي، د شپې لخوا حتما ګروپ بندوئ. 

د ماشومانو د سترګو دید کمزوری کوي

د یوې بلې څېړنې موندنې ښيي، چې په ماشومانو کې د سترګو د نظر د ضعف یو سبب د شپې له طرفه د څراغونو روښانه پرېښودل دي. که غواړئ ماشومان مو سالمې سترګې ولري، نو توصیه ورته وکړئ، چې په شپه کې د ویده کېدو پر مهال دې ګروپونه خامخا بند کړي.  

د پورتنيو زیانونو سره ـ سره روغتياپالان پر دې هم باوري دي، چې د خوب پر مهال د ګروپ بل (روښانه) پرېښودل لاندې زیانونه هم لري:

• د حافظۍ د کمزورۍ سبب کېږي

• د خوب ګډوډي

• د چاغوالي سرعت ډېروي

• په ښځو کې د سینې د سرطان سبب کېدای شي

• د ژور خفګان له عواملو څخه یې هم شمېرلای شو

 څه وکړو؟

د روغتياپالانو د سپارښتنې پر اساس باید د ویده کېدو پر مهال ګروپونه خاموش کړئ. همدارنګه هڅه وکړئ، د خپلو ماشومانو د اطاقونو ګروپونه هم بندوئ. په دې توګه هم خپله او هم مو د کورنۍ د غړو روغتيا تضمین کړئ.

Related Articles

May 01, 2021
4,557 views

د غوا خامې شيدې کوم ميکروبونه لري؟

د غوا شیدی کولای شې ډیری خطرناکې باکتریاوی له ځانه سره ولرې، یو د غذایی موادو دمکروبو او امراضو وسیله هم ګڼل کیږې. دا د خامو شیدو باکتریاوی ډیری مضره وی چې د نورو ډیرو مرضونو سبب کیدای شې. د غوا د خامو شیدو نه ګولییان بیرر سیندروم په نامه مرض پیدا کی...

May 23, 2021
2,044 views

ناقل و منقول

ناقل و منقول مصطفی عمرزی به باور اکثر افغان های فعال در عرصه ی سیاست و اجتماع، اگر ضعف های آشکار بعضی از به اصطلاح رهبران ما نمی بود، مسایلی به اهمیت ملی، متنازع نمی شدند تا در بازار آن، جلوتر از همه، بعضی از به اصطلاح نماینده گان ما ابله شوند و با...

Feb 12, 2022
1,741 views

د بېرتولت لنډ ژوندلیک

ليکنه ـ ریاض مقامزی   د نړۍ او په ځانګړې توګه د الماني ادبیاتو په مشهورو څېرو کې د بېرتولت ځای خورا څرګند او روښانه دی. تاسو به پدې لیکنه کې د نوموړي په اړه لا ډېر پوه شئ. ژوندلیک بشپړ نوم یې بېرتولت برشت "Bertolt Brecht" دی. د نړېوالو ادبیاتو او...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,684 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,130 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,994 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...