د بېرتولت لنډ ژوندلیک
1,002
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2022-02-12 05:57:24
ليکنه ـ ریاض مقامزی
د نړۍ او په ځانګړې توګه د الماني ادبیاتو په مشهورو څېرو کې د بېرتولت ځای خورا څرګند او روښانه دی. تاسو به پدې لیکنه کې د نوموړي په اړه لا ډېر پوه شئ.
ژوندلیک
بشپړ نوم یې بېرتولت برشت "Bertolt Brecht" دی. د نړېوالو ادبیاتو او په ځانګړې توګه د آلماني لیکوالو په قطار کې خاص ځای لري. نوموړی یو ښه شاعر، د تیاتر کارپوه او ډرامه لیکونکی و. برشت په "۱۸۹۸ز" کال کې د آلمان (جرمني) په اوکسبورک ښار کې وزېږېد. پلار یې د کاغذ جوړولو د فابریکې مشر و؛ نو پر دې اساس د برشت د کورنۍ اقتصادي وضعیت ښه و او يوه شتمنه کورنۍ وه. دوی دوه وروڼه وو، چې پخپله برشت مشر و. نوموړي له لیکلو سره ځانګړې مینه درلوده او پدې برخه کې یې ښه استعداد هم درلود. آن د ښوونځي له دورې یې ادبي او غیر ادبي لیکنې کولې. تر ټولو مهم آثار یې سور چرګ، د ګالیله ژوند، "سړی، سړی دی"، د قفقاز تباشیري دایره، د کمون ورځې، د ښارونو په ځنګل کې، زه بېرتولت برشت، د ژاندراک محاکمه، په درېيمه امپراتورۍ کې ډار او مايوسي او ځينې نور دي. نوموړی له ګڼو ادبي هڅو او لاسته راوړنو وروسته په "۱۹۵۶ز" کال کې د زړه د حملې له کبله ومړ. البته په نوې ځوانۍ کې یې هم د زړه یوه حمله تېره کړې وه؛ خو ژوندی پاتې شوی و.
نور مهم معلومات
ـ دا چې نوموړي له ماشومتوبه د زړه ناروغي لرله؛ نو له شل کلنۍ يې د خپلې مقبرې د شناختې لپاره ډيزاینونه جوړول. ویل کېږي چې تر مړینې یې د شناختې پنځه ويشت ډيزاینونه جوړ کړي وو.
ـ په شپاړلس کلنۍ کې یې لومړنۍ ادبي مقاله په مجله کې خپره شوه.
ـ که څه هم په لومړيو کې د طب محصل و؛ خو په ادبیاتو کې د بې کچې استعداد او مینې له کبله یې طب په نیمه کې پرېښود.
ـ د خپلو لیکنو له برکته یې د DDR او سټالين جایزې هم ګټلي دي.
ـ په نړېواله جګړه کې د جنګ کرښې ته ولېږل شو تر څو له زخمیانو سره مرسته وکړي. هلته یې دا وینا مشهوره شوې وه: ”دا به ښه وي، چې پښې ټولې کړو؛ نه دا چې ورکې یې کړو.“
ویناوې
- هغه خوشحالي، چې د نورو په خفګان ترلاسه کېږي، ګناه ده.
- هغه وخت چې ویل کېدل به له خپلو ګاونډیانو سره محبت وکړئ، ګېډې مړې وې؛ زموږ په وخت کې حالت بدل دی.
- غلطي که په ناپوهۍ کې وشي، خطا ده؛ خو که په آګاهۍ کې وشي نو ګناه ده.
- کله چې بې عدالتي ډېره تکراره شي په ټولنه کې د عدالت په بڼه منل کېږي.
- هر ځای په باغ بدلېدای شي؛ خو که همت وي.
- له بانک څخه غلا د نوو غلو کار دی؛ تجربه لرونکي غله بانک جوړوي.
- هېڅ ازموینه بې درغلیو نه وي؛ پرته د خدای له ازموینې څخه.
- څوک چې د ظلم پر وړاندې نه یوځای کېږي. د ظالم په زندانونو کې به یو ځای شي.
- هر څوک کولای شي ګواښ او رټل وکړي؛ خو هرڅوک د رټلو او ګواښ حق نه لري.
تاسو ته یې کومه وینا ډېره په زړه پورې وه!؟ نظر مو په کمینټ کې ولیکئ.