د روژې فضیلت

i
imranghani
Author
Apr 28, 2022
3 years ago
6,054 views
د روژې فضیلت

لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري

د روژې فضیلت

 

د روژې مبارکه میاشت په اسلام کې له ځانګړي فضیلت څخه برخمنه ده. روژه چې د اسلام له پنځو بناوو څخه درېیمه بنا ده، رسول اللهﷺ فرمايلي دي: "بنِيَ الإِسْلَامُ عَلَى خَمْسٍ، شَهَادَةِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، وَإِقَامِ الصَّلَاةِ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ، وَحَجِّ الْبَيْتِ، وَصَوْمِ رَمَضَانَ" رواه البخاري "اسلام په پینځو ستنو جوړ شوی دی، د دې خبرې ګواهي ورکول چې د الله تعالی پرته بل څوک د عبادت وړ نشته او محمدﷺ د الله تعالی استازی دی، د لمانځه سم اداء کول، د زکات ورکول، د بيت الله زيارت کول او د روژې نيول دي."

د روژی مبارکه میاشت په حقیقت کې د عبادت، فضیلت، رحمت، خواخوږئ او د خدایﷻ د پېرزوینې میاشت ده. 

په دغه مبارک میاشت کې هر مسلمان ته لازمه ده چې د خپل بدن هر غړی روژه کړي او له هر ناروا او حرام عمل تر سره کولو څخه ډډه وکړي.

د روژې په میاشت کې شیطانان تړل کېږي او د جنتونو دروازې خلاصېږي.

الله تعالی فرمايي: ﴿شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ﴾ [سورة البقرة /185]، «د رمضان هغه مياشت ده چې قرآن کریم په کې نازل شوی دی، چې د خلکو لپاره لارښوونه ده، د هدایت روښانه دلایل دي، د حق او باطل تر منځ توپيرونه په کې ښکاره بيان شوي دي»

په دې مياشت کې د رحمت دروازې پرانستل کېږي، د جهنم دروازې بنديږي، شيطان تړل کېږي، مؤمن نفسونه د خپل رب پيروۍ ته هڅول کېږي او له ګناهونو څخه لرې کېږي.

نبي کریم صلی الله عليه وسلم فرمايي: "إِذَا دَخَلَ رَمَضَانُ فُتِّحَتْ أَبْوَابُ الجَنَّةِ، وَغُلِّقَتْ أَبْوَابُ جَهَنَّمَ، وَسُلْسِلَتِ الشَّيَاطِينُ" رواه البخاري، "کله چې د روژې مياشت پيل شي، د جنت دروازې پرانيستل شي، د جهنم دروازې بندې شي او شيطانان په ځنځيرونو وتړل شي."

روژې پر نیولو سره مسلمانان دوې لویې خوښۍ تر لاسه کوي په دې اړه  رسول اللهﷺ فرمایلي دي:

 (للصائم فرحتان فرحة عند فطره و فرحة عند لقاء ربه  متفق علیه)

ژباړه: د روژتي لپاره دوې خوښۍ دي یوه خوښي د روژه ماتي وخت او بله خوښي يې د خپل رب سره مخامخ کېدل دي.

 دغه مبارکه میاشت د مسلمانانو لپاره د توبې او اللهﷻ ته د روجوع تر ټولو غوره او مناسب وخت دی، هر مسلمان باید په خپلو کړو ګناهونو پښېماني وکړي او توبه وباسي اللهﷻ ډېر مهربان ذات دی إن شاء الله چې ګناهونه به یې وبښي، البته چې له زړه توبه وکړي او کړې ګناهونه بیا تکرار نه کړي.

په دې اړه ابوهريره رضى الله عنه فرمایي: رسول اللهﷺ  فرمایي: من صام رمضان ايمانًا واحتسايًاغُفِرله ماَتقدم من ذنبه( متفق عليه)

ژباړه: څوک چې د ايمان او ثواب غوښتلو په نيت روژه ونيسى، نو د ده مخکني ټول ګناهونه به وبښل شي.

په يو بل حديث کي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:

اذاکان اول ليلة من شهر رمضان صُفدت الشياطين ومردة الجن، وغلفت ابواب النارفلم يفتح منهاباب، وفُتيحت ابواب الجنة فلم يُغلق منهاباب وينا دي منادٍ ياباغى الخيراُقبل،وياباغى الشراقصر، ولله عُتقاء من النار وذلک کل ليلة. (رواه ترمذي )

ژباړه: کله چې د روژې د مياشتې لومړۍ شپه شي، شيطانان او سرکښه پېريان به په ځنځيرونو وتړل شي، د دوزخ  دروازې به وتړل شي، چې بيا يوه دروازه نه پرانستل کېږي. د جنت دروازې به خلاصې کړل شي بيا يوه دروازه نه تړل کېږي او يو اواز کوونکی به اواز وکړي، اې د خير غوښتونکیه! را وړاندې شه، (د خيرکارونو ته دوام ورکړه) اې د شر غوښتونکیه له شر څخه لاس واخله (له بدو کارونو څخه منع شه) او الله پاک لره د اور څخه ازاد کړل شوي خلک وي (الله پاک د اور څخه ازاد کړي وي او بخښنه یې ورته کړې وي).

دا اواز او له اور څخه د خلکو ازادول هره شپه وي، نو په دې حديث شريف کې د روژې د مياشتې ځانګړتياوې او فضايل بيان شوي دي چي هغه د جنت د دروازو خلاصول دي د مؤمنانو د ښو کارونو د ډېروالي له امله او ښو کارونو ته د هغوى د هڅونې لپاره او پر مومنانو د رحمت کولو له امله د دوزخ دې دروازو تړل دي، ځکه چې په دې مياشت کې هغوی ګناهونو ته لږ نږدې کېږي، همدا راز د شيطانانو تړل دي، تر څو په دې مياشت کې مسلمانان له هغو کارونو ته چې مخکې یې د شیطانا به واسطه کول ونه کړي.

روژه د ثواب اندازه يوازې د الله تعالی سره ده، رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي: «كُلُّ عَمَلِ ابْنِ آدَمَ لَهُ، الْحَسَنَةُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا إِلَى سَبْعِمِائَةِ ضِعْفٍ قَالَ اللَّهُ: إِلَّا الصِّيَامَ، فَهُوَ لِي، وَأَنَا أَجْزِي بِهِ» رواه البخاري، «د ادم د زوی د هر نېک عمل بدله د لسو څخه تر اووه سو او د هغې څخه څو واره زيات ورکول کېږي، الله تعالی فرمايي: خو روژه داسې نه ده، ځکه هغه يوازې زما لپاره ده

Related Articles

Jan 10, 2021
4,462 views

مېلمه؛ کومو ټکو ته باید پام وشي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی که څه هم مېلمه پالنه د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې دود ده، خو په دغه برخه کې افغانان د ځانګړي نوم خاوندان دي. تقریبا هر افغان د مېلمه په قدر پوهېږي. دغه موضوع زموږ د ديني مسولیت ورهاخوا یوه کلتوري ريښه هم لري. افغانان د ميلمنو ډېر زی...

Dec 06, 2021
2,041 views

د سټاين بیک لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی   د امریکا د هغو لیکوالو له ډلې چې د نوبل جایزه یې ګټلې ده، یو هم "سټاين بیک" دی. که څه هم امریکايي کره کتونکي خورا سخت پرنسپونه او اصول لري؛ خو نوموړی ددوی د سختو پرنسپونو له دایرې  وتلی دی او د امریکايي لیکوالو د پنځو لویو ستور...

Nov 16, 2020
5,588 views

د شکر ناروغۍ نښې؛ (ستړيا، تنده او...)

شکر په نړۍ کې یو له ډېرېدونکو ناروغيو څخه دی. په دې لیکنه کې به تاسو د شکرې ناروغۍ پر ځينو عمده علايمو پوه شئ. د امریکا د ارواپوهانو ټولنې اعلان کړی، چې اوسني ځوانان د مخکينيو لسیزو له ځوانانو څخه ډېر تر فشار لاندې ژوند لري. همدې ټکي ته په پام پر شکر...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,673 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,128 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,985 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...