مدیریت

K
Ketabton
Author
Jul 06, 2020
5 years ago
3,977 views
مدیریت

دټولنیزو سازمانونو پیدا یښت او پراختیا یو دنني تمدن لهځانگړنو  څخه ده هرې ټولنې دمختلفو لاملونو(زمان او مکان)  په پام کی نیولو سره خپلو اړتیا وو ته په کتو د خپلو سازمانونو په پراختیا او لوړتیا  کی هڅی کړي دي اړینه  ده  چی هر ټولنیز سازمان   خپلو مو خوته درسیدو  لپاره  یو ښه  مدیریت ولري راځۍ  چی لومړیمدیریت وپیژنو

 

 مدیریت

د مادي او بشري منابعو په  ځای  کارول او  په  ټاکلي وخت دسازمان   بڼسټیزو موخوته رسیدل د ي او یا هم د نورو په واسطه د کارونو د سرته رسولو هنر ته  مدیرت وایي دمدیریت په  اړه مختلف اندونه شته ځینې یې علم بولي او ځینې یې هنر اوځینې یېدواړه گڼي ځکه دو ی عقیده لري چی ځینې کسان بې له دې چې زده کړې ولري مدیریتي سیستم خورا ښه پرمخ وړي دبیلگې په تو گه یوښه پلار په کور کې

پورتني مثال ته په کتو وینو چی مدیریت هنر ده

خوکله چی مونږ په یوه علمی اداره کی کار کوو نواداره زمونږعلم او هنر  دواړو ته اړتیا لری یعنی په رسمي اداره کې هنر دعلم په مټکارول کیږی په د ې ډو ل یوه  اداره  کې  دچارو سمون او ښه والی مدیرت  او هنر دواړو ته  اړتیا   لري

 

 

مدیر چاته ویل کیږی

 هغه چاته ویل کیږی چی دخپل ټیم د کړنو مسولیت په غاړه ولرينظر هرسازمان ته دمدیر مسولیت صلاحیت او دند ی تو پیر کويمدیریت دمسولیت او  صلاحیت له لحاظه هرم ته ورته ډول لري

  • لوړ رتبه مدیران
  • منځ رتبه مدیران
  • ټیټ رتبه مدیران
     

لوړرتبه مدیران

 دا  مدیران چی دمنځ رتبه اوټیټ رتبه مدیرانو په چارو کې مهارت او برلاسي توب لري ددو ی کارونه ارزو ي رهنمایي ورکوي دادارې په مختلفو چارو کې خپل اندونه وړاندې کوي او  شریکو ي دوی ډیر لږوخت له اداري کارکونکو سره او ډیر وخت له همکارانو او  بهرنیو وگړو سره اړوي

 

منځ رتبه مدیران

 داډله مدیران دټیټ رتبه او لوړ  رتبه  مدیرانو ترمنځ  دپله  حیثیت لري دو ی  په مستقیم ډو ل لوړرتبه مدیرانو ته دټیټ  رتبه  مدیرانو دکارونو  په هکله  معلومات ورکوي  دو ی  ډیری   وخت  دچارو  په تحلیل تجزیه دمعلو ماتو په راټولو لو کې اړوي او همد ا مدیران ديچې دټیټ رتبه مدیرانو چارو ته لوری ورکوي

 

ټیټ رتبه مدیران

داډله مدیران د ادارې عملیاتی برخه   په غاړه  لري دو ی  په  اداره کې  اجرایوي حیثیت لر ي دو ی د اداري موخو ته درسیدو لپاره هڅېپه عمل کې کو ي د دوی دبهرنیو وگړو سره ناسته پاسته دکارونو دشاتگ باعث گرځي

 

بریالی مدیریت

 بریا لی مدیرت هماغه د ی چه په ټاکلي مهال او په مشخصو بشرياو مادي منابعو  خپلو ټاکل شوو اهدافو ته ورسیږی او خپلو  کارکونکو کې  یی  دکار کولو  انگیزه ژوندئ کړې و ي او د ددوی د کاري تو ان فیصد ی یی پورته بو ولې وي د ادارې دوگړو تر منځ یی همغگی او دهمکارۍ حس  پارولی و ي تنبه تهدید او   امتیاز نه یی پهښه تو گه کا راخیستی و ي

Related Articles

Jul 22, 2023
1,471 views

میلیاردر چاک فینی

دا سړي چاک فيني نوميږي. هغه د Duty Free بنسټ ايښودونکو دي. هغه 7,6 مليارده ډالر سرمايه لري. هغه 88 کلن دي. هغه موټر نلري.هغه په طياره کې په اقتصادي تکت سفر کوي. هغه يو کرايي اپارتمان کي ژوند کوي. هغه يو 15 ډالرو ساعت، څو جوړه ارزانه جامې لري. هغه په...

Sep 30, 2021
2,321 views

د هاګ نړېواله محکمه

ژباړه ـ ریاض مقامزی د ځينو مهمو جنګي جرمونو څېړنه او حل د هېوادونو په سطحه د حکومتونو له وسې پورته وي. همدارنګه کله ناکله ځينې مسایل موجوده حکومتونه څېړلای شي؛ خو له دې وېرې چې په بېطرفه او عادلانه توګه به و نه څېړل شي، نړېوالې ادارې دخالت کوي. یو ل...

Jun 02, 2023
1,371 views

ونې ته لیک

ونې ته لیک د ګنګا سپېڅلي سیند تر څنګ ویدۀ وم چې د څانګو سُر او تال دي زما د زړه غوږونه وتخنول. د غږ سندریز وږم دي لکه د سهار مهربانه نسیم ورو ورو زما د ذهن په ډاګ راګ خپور کړ، د زړه له دهلیزونو مې آرکستر جوړ شو او هره ورځ پکې ستا د افسانوي حسن سمفون...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,717 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,139 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,018 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...