To start downloading books

Please sign in or create an account.

پر ځان باور څنګه زیاتولی شو؟

پر ځان باور څنګه زیاتولی شو؟

اکثره خلک د self-confidence (اعتماد به نفس) پر مفهوم سم نه پوهېږي. له همدې کبله دې موضوع ته په ارزښت نه دي قایل، په داسې حال کې چې ارواپوهنه هره ورځ په دې اړه نوې څېړنې کوي.

وروستۍ څېړنيي وايي، چې له ماشومتوبه باید انسانانو ته د پر ځان باور روحيه ورکړل شي، تر څو دوی نوښتګر اوسي. په اصل کې self-confidence زموږ او ستاسې د بریا تضمين کوي نو اړينه ده، چې په دې اړه ډېر وپوهېږو.

پر ځان باور (اعتماد به نفس) په دې معنی چې نه وېرېږم! زه کولای شم! زه ګټونکی یم! بریا زما ده او همداسې ګڼ نور. په دې ځای کې به تاسو پوه شئ، چې څنګه د پر ځان باور کچه لوړه کړو.

لومړی: تېر هېر کړئ او راتلونکی مو جوړ کړئ! تاسو باید پوه شئ چې خپله ماضي نه شئ بدلولای مګر راتلونکی تقریبا ستاسو لاس کې دی. ښه راتلونکی حتمي دی خو که تاسو نن خپله هڅه پيل کړئ او موخې مو تعقیب کړئ. زموږ موخه دا ده، چې د ماضي په بند کې مه پاتې کېږئ. خو له خپلو ماتو او خطاوو څخه اخیستی درس مو هېڅکله مه هېروئ. ماضي ته د یوه استاد په شکل وګورئ خو افسوس مه کوئ. ماضي خوب وګڼئ خو تعبیر یې سم وکړئ.

دویم: د خپلو موخو په اړه له خپل ځان سره وغږېږئ! خپلې موخې په یوه لیست کې وليکئ. وروسته له بشپړېدو بیا پرې نظر وکړئ، ځينې بې ارزښته موخې لرې کړئ او ځينې نور، چې ډېر ارزښت لري ور زیات کړئ. له دې وروسته تاسو د لومړيتوب پر اساس خپلې موخې ترتيب کړئ. له دې وروسته د هرې موخې لپاره پر خپل پلان غور وکړئ. په اصل کې همدا کار د خپلو موخو په اړه له خپل ځان سره غږېدل دي. خو د پلان له بشپړېدو وروسته اقدام بلې ورځې ته مه پرېږدئ همدا نن پاڅئ او پیل وکړئ.

همدارنګه کوښښ وکړئ داسې موخې وټاکئ چې ژر یې ترلاسه کولای شئ. دا کار ددې سبب کېږي، چې تاسو په کوچنيو موخو کې بریالي شئ او دغه بریا په لویو موخو کې د کامیابۍ انګېزه هم درکوي.

درېيم: تصمیم نيول تمرین کړئ ارواپوهانې ثابته کړې ده، هغه ماشومان چې په کوچنيتوب کې یې د خپلو کارونو په اړه خپله تصمیم نيوه نسبت هغو ته چې دا کار یې نه دی کړی، ډېر پر ځان باور لري. دا په دې معنی نه ده، چې مشوره مه کوئ. خو کوښښ وکړئ وروسته له مشورو خپله تصمیم ونیسئ چې څه کوئ؟ څنګه کوئ او کله کوئ؟ تاسو کوچني کارونه پلان کړئ. بیا تصمیم ونيسئ، چې څنګه یې ترسره کوئ. دا کار هره ورځ تمرین کړئ نو ډېرې مثبتې پايلې به ولري. په کم وخت کې به مو د پر ځان باور کچه ډېره لوړه شې.

څلورم: د خپلو بریاوو په اړه فکر وکړئ! که تاسو د خپلو لاسته راوړنو په اړه فکر کوئ په اصل کې تاسو انرژي اخلئ. دا کار ددې سبب کېږي چې تاسو فکر کوئ ګټونکي یئ. تل مو بریاوې درلودې. ماتې ستاسې په برخه نه دي. کله چې ستاسو ذهن کې همدا حالت راځي دا په دې معنا چې تاسو پر ځان باور لرئ. کوښښ وکړئ هره ورځ دا کار تمرین کړئ تر څو پر ځان باور مو ډېر شي.

Related Articles

د مالټو "لس" روغتيايي ګټې

مالټه د هغو مېوو په قطار کې راځي، چې نړۍ کې په پراخه پيمانه مصرفېږي. همدارنګه د ډېرو روغتيايي ګټو ترڅنګ ګڼ شمېر خلک یې د ښه خوند له کبله هم خوري.  د خوښۍ خبره دا ده، چې یاده مېوه په افغانستان کې هم ښه حاصلات ورکوي. په ځانګړې توګه د ننګرهار په څېر ګرمو سیمو کې یې حاصلات د پام وړ دي. دا چې اوس د همدې مېوې وخت دی نو موږ هم هڅه وکړه، چې تاسو ته یې پر ر...

د مڼو ۱۳ حیرانونکې روغتیایي ګټې

ا لازمه نه ده چې تاسو دې ډاکټر ووسئ تر څو د مڼو پر ټول روغتیایي ګټو خبر شئ. تاسو کولای شئ مڼې له پوټکو سره وخورئ ځکه دې مڼو پوټکې هم روغتیایي ګټې لري د مڼو خوړلو ګټې بې اندازې دي خو مونږ دلته په دې مطلب کې تاسو ته د مڼو ۱۳ ګټې درجه بندي کړي دي  همدا راز دا چې کوم شیان مڼې سالمه وي؟ په ۲۰۰۴ کال کې USDA له ۱۰۰ څخه ډیر خوراکې توکې د ډیرو انتي اکسیدانو...

خطرناکې رواني ناروغۍ

انسان له ټولنې سره نه شلېدونکي اړيکې لري. همدارنګه په ټولنه کې رامنځته کېدونکې ټولې پېښې د انسان پر رواني حالت تأثير کوي. که په يوه ټولنه کې ناخوالې ډېرې وي په هماغه کچه وګړي رواني ستونزې پيدا کوي. همدرانګه نن ورځ په ارواپوهنه کې د ډېرو څېړنو له کبله د رواني ناروغيو په علاج کې له ځينو نوو او متفاوتو لارو کار اخیستل کېږي. تاسو به په دې لیکنه کې د ځي...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...