د رومي بانجانو څخه د روب جوړولو اسانه او ارزانه طريقه. 
1. لمړی د ضرورت وړ مقدار روميان د بازار څخه واخلی، د کوچنی فامیل لپاره پنځه منه او د غټ فامیل لپاره 10 منه سره روميان. 
2. لمړی روميان  بايد په پاکو  اوبو ښه ووينځل شي، او بيا  د منځ څخه دوه نیمه شي. 
3. ټول روميان د کوفتی د ماشین څخه وويستل شي. 
4. ټول کوفته شوي روميان د په يو غټ دیګ کې واچول شي او اور ورته بل شي ترڅو ښه وخټيږي او او اوبه یې وچې شي، نور روب جوړ دی.
5. په ديګ کې کولای شي يو دوه د شملو قاشغه  غوړي او لږ د ديګ مساله هم واچول شي، د ديګ مساله حتمي او ضروري ندی. 
6. د ده لپاره چې د رومي بانجان جوړ شوی روب ښه او زيات وخت لپاره وساتل شي نو ضروري دی چې د شيشو مرتبانونو کې همغه ګرم جوړ شوی روب واچول شي.
7. مخکی دده څخه چې روب په مرتبانونو کې واچول شي لاندی حفظ الصحه ټکو ته بايد پوره توجه وکړو. 
1. شيشه يې بوتلې د ټول په جوشو اوبو کې ووينځل شي. 
2. د شيشه يې بوتلې سرپوښ  د باید په جوشو اوبو کې د نيم ساعت لپاره ښه وجوشول شي. 
3. که شيشه يې بوتلو ته د لا تعقيم لپاره د اوبو بخار ورکړی شي ډير به ښه وي. 
4. دا هر څه چې تيار شوه، په پاکو تعقيم شوی کاشغو سره بايد هغه ګرم د روميانو روب په مرتبانونو کې واچول شي، او ښه ډکه د شي او بیا په پاکو لاسونو سره ښه کلک وتړل شي. 
5. ټول مرتبانونو د يو ساعت لپاره سرچپه کيښودل شي او يو پټو او يا کمپله ورباندې واچول شي ترڅو څوړ شي.
6. نور نو روب تیار دی او يو کال لپاره هيڅ نه خرابيږي، که يخچال کې کيښودل شي دا به ډير ښه وي او که يخچال نه وي نو لږ يخ سوري کې که کيښودل هم مشکل نه جوړوي. 
نوټ: د يو من رومي بانجانو څخه پنځه شيشه يې بوتلې په اندازه روب جوړیږي. 
ليکنه: درویش